اقتصاد بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ستر او بریالي رهبران چټک فکر کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ستاسو په اند بیړنی ناڅاپي او احساساتي چلند د دې سبب ګرځي، چې ستر رهبر واوسئ، بیړنی چلند هغه چلند ته ویل کېږي، چې فرد یې په ناڅاپي توګه، د احساساتو له مخې او د پایلو په پام کې نه نیولو سره کوي او ښایي له یو څه وخت وروسته پښېمانه شي.

داسې تصور وکړئ، چې په یوه ناسته کې د ګډون هوډ لرئ او ټاکل شوې ده، د یوه محصول په اړه د پانګوالو لپاره خبرې وکړئ او پرته له شکه په دې ناسته کې د پانګوالو له خوا ارزول کېږئ او هغوی ستاسو د رهبرۍ د مهارتو او د کار رامنځته کوونې د موخو په اړه قضاوت کوي، تر ټولو لومړۍ پوښتنه، چې له تاسو سره پیدا کېږي، دا ده، چې پانګوال له تاسو څخه کومې تمې لري او څه ډول رهبري ته ترجیح ورکوي؟ آیا د هغه لیرې فکر کوونکي فرد په لټه کې یاست، چې د هر څه په اړه مشوره اخلي؟ یا نه وېرېدونکی فرد غواړئ، چې د غریزې له مخې کار کوي؟ د «چټک او ورو تفکر» کتاب لیکوال او د نوبل جایزې ګټونکی ډانیل کانمن وایي: که غواړئ، چې پانګوال، تاسو یو ستر رهبر وګڼي او په تاسو باندې اعتماد وکړي، نو د یوه ځیرک او نه وېرېدونکي فرد ځانګړتیاوې ولرئ.

د کانمن په وینا کله چې د پرمختګ په حال کې یاست، له فکر کولو پرته چټکه تصمیم نیونه یو کمزوری ټکی ګڼل کېږي، خو کله چې یوه لوړ ټکي ته ورسېږئ، په ټولو قوانینو کې به بدلون رامنځته شي. فکر کوئ، ولې هغه رهبران، چې چټک فکر کوي ډېر جذابیت لري؟

که کوم رهبر د تصمیم نیونې لپاره مشوره کوي، اغېز ښندونکی به وي؟

د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې ولې هغه رهبران، چې د چټک فکر کولو بڼه لري بریالي دي.

۱ ـــ په مسایلو باندې لا ډېر تسلط لري

په ګولۍ لګېدلی یو فرد تصور کړئ، د روغتون بیړنۍ خونې ته لېږدول شوی دی، د وینې بهېدنې شدت یې ډېر زیات دی او ښایي چې ومري. په بشپړه توګه په دې شرایطو کې په هغه روغتیا پال (ډاکټر) باندې باور نه شي کولای، چې خپل د پوهنتون کتاب یې پرانیستی دی او د لیکنو پر بنسټ اقدام کوي. په دې وخت کې هغه روغتیا پال ته اړتیا ده، چې په چټکه توګه تصمیم ونیسي او په کم شوني وخت کې د ګولۍ د را بهر کولو لپاره، له خپلو مهارتونو څخه کار واخلي.

که نه شي کولای، په کړکېچنو شرایطو کې تصور وکړئ، د کار د ترسره کولو لپاره ښه مهارتونه لرئ، اړینه ده، چې په خپل ځان کې واقعي مهارتونه وروزئ. تجربه او مهارت ستاسو چټک تفکر او رښتینې هڅې ته اړتیا لري. د مالي مسایلو په اړه احتمالي پوښتنې، د کاروبار لګښتونه او د هر څیز په اړه، چې فکر کوئ، د پانګوالو په ناسته کې بیانېږي، تمرین کړئ. په دې ترتیب به لا ډېر چمتووالی ولرئ او کولای شئ، له فکر کولو پرته د پانګوالو پوښتنو ته ځواب ورکړئ.

۲ ـــ کاریز ماتیک تر سترګو کېږي

په ۲۰۱۵ ز کال کې د «هغه افراد، چې د چټک فکر کولو بڼه لري، شمېرلې او سنجولې خبرې کوي» تر سرلیک لاندې یوه څېړنه ترسره شوه او دا پایله تر لاسه شوه، هغه افراد چې پوښتنو ته یې په چټکه توګه ځواب ورکړی دی د IQ کچې او عمومې پوهې ته په نه پام سره، له هغو کسانو څخه ډېر کاریز ماتیک دي، چې د ځواب ورکونې لپاره یې ډېر وخت ته اړتیا درلوده. کاریزما د هغو غوره ځانګړتیاوو په مانا ده، چې د نورو ډېر خوښېږي.

چټک فکر کول د یوه کس د کاریز ماتیک اوسېدو د یوازینۍ ځانګړتیا ښکارندویي نه کوي.

د لوزان د پوهنتو استاد انټوناکیس، کاریزما په درې برخو وېشي، که په خپلو خبرو کې دا درې موارد په پام کې ونیسئ، حتا له هغو کسانو څخه هم کاریزماتیک تر سترګو کېږئ، چې د فکر کولو چټکه بڼه لري.

الف: چوکاټ بندي

کومه موضوع چې غواړئ بیان یې کړئ، د کیسې او استعارې په بڼه یې چوکاټ بندي کړئ.

ب: اغېز ښندنه

خوبونو ته مو اشاره وکړئ او هغو ته د نورو له موخو او خوبونو سره تړاو ورکړئ، ترڅو لا ډېر اغېز ښندونکی تر سترګو شئ.

ج: له تکتیک څخه ګټه اخیستنه

د غږ د ډول او د بدن د حرکتونو په بدلون سره، خپلو خبرو ته د مخاطبینو پام را واړوئ.

۳ ـــ له نورو څخه هوښیار ښکاري

ډېری مهارتونه د زده کړې وړ دي، خو استعداد هغه ځانګړتیا ده، چې په ځینو ځانګړو افرادو کې شتون لري. د چټک فکر بڼې لرونکي افراد، کولای شي خپل کارونه د درک او ذاتي شهود له لارې مدیریت کړي.

ذاتي درک هغه مهال ترلاسه کېږي، چې د یوې آیډیا په اړه د انسجام حس ولرئ، چې د کلمو له لارې د ستاینې وړ نه وي، دې درک ته رسېدل په تېرو تجربو او هغې پوهې باندې په تکیه کولو سره شونی دی، چې د وخت په اوږدو کې مو ترلاسه کړې ده، نو هر څومره چې ډېره تجربه ترلاسه کړئ، نو د شرایطو په درک کې به ډېر مهارت ولرئ.

۴ ـــ تر فشار لاندې آرامه تر سترګو کېږي

د اروایي فشار لاندې غبرګون ښکاره کول، د دې درې چلندونو د رامنځته کېدو سبب به شي، جنګ، تېښته او درېدل. معمولاً له رهبرانو څخه دا تمه کېږي، چې زړور وي او غوره تصمیم نیونې ولري. چټک فکر کول دا ښکاره کوي، چې یو رهبر په سختو شرایطو کې ځای پرځای نه درېږي.

که نه شئ کولای پانګوال په واضحو او روښانه جملو او کلمو سره تر اغېزې لاندې راولئ، نو دا کار په عمل کې ترسره کړئ. آرامه او هوسا اوسېدل، کلکې او پرېکنده خبرې کول او آرامه ساه ایستل، دا ښکاره کوي، چې په خپل ځان او شرایطو باندې مدیریت وکړئ، حتا که دا احساسات واقعي نه وي.

۵ ـــ د اعتماد وړ دي

پانګوال هڅه کوي، چې د یوه رهبر د فکر له واقعي بڼې سره آشنا شي، نه د فکر له هغې بڼې سره، چې په نمایشي توګه ترسره کېږي. هغه فرد، چې پوښتنو ته په چټکه توګه ځواب ورکوي، نو معمولاً د خپل فکر واقعي بڼه نندارې ته وړاندې کوي. هرڅومره، چې د ځواب ورکونې وخت کم وي، یعنې مغز په ځواب باندې کم تمرکز لري او کومه خبره، چې کېږي واقعي تفکر دی.

عملي لارښوونې او مشورې

که د چټک فکر کولو مهارت نه لرئ، نو سترګېزه اړیکه ټینګه کړئ، ځکه سترګیزه اړیکه او د بېلابېلو مسایلو په اړه رښتینولي، د مقابل لوري د پام را اړولو لپاره یوه ښه تګلاره ده.

که څه هم د کمزوري ټکي ښودل ښه نه دي، خو لږ څه ځان کمزوری ښکاره کول، د مقابل لوري د اعتماد کچه زیاتوي، نو یوازې له خپلو موخو او بریاوو څخه خبرې مه کوئ، بلکې لږ له خپلو اندېښنو او ماتو څخه هم خبرې وکړئ، ډېری پانګوالو دا شرایط تر شا پرېښي دي او د زیان منونکی اوسېدو په لیدلو سره به د مقابل لوري په لیدلورو باندې ډېر اعتماد وکړي.

د تصمیم نیونې وخت د فرد په ځیرکتیا او دقت باندې مستقیمه اغېزه لري، ځکه د انسان مغز له هرې تصمیم نیونې وړاندې د شواهدو په راټولونه باندې بوختېږي، ځینې تصمیمونه مهم دي او له شک پرته مغز لا ډېرو شواهدو ته اړتیا لري. د شواهدو د راټولو وخت، د تصمیم نیونې په کیفیت او دقت باندې اغېزه کوي. د واقعي رهبرانو او هغو کسانو ترمنځ، چې غواړي ستر رهبر ترسترګو شي، ډېر زیات توپیر شتون لري. رښتیني رهبران د شواهدو د راټلولو لپاره په اړین وخت باندې پوهېږي او د ځنډ له امله هېڅکله یې د تصمیم نیونې دقت ته زیان نه رسېږي.      

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ