ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د مدیرانو څو تېروتنې، چې په کاري چاپېریال کې د کارمندانو د خپګان سبب ګرځي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کار رامنځته کوونکي او مدیران د یوه بریالي کاروبار د لرلو لپاره، باید وکولای شي، د خپلو کارکوونکو اړتیاوې او لېوالتیاوې وپېژني. کارمندانو ته پاملرنه او له هغوی سره د اغېزناکې اړیکې رامنځته کول، ډېر زیات ارزښت لري. ډېری کار ښودونکي په کار کوونکو پورې په تړلو ځینو برخو کې، لکه: معاش، رخصتۍ او دغه راز د هغوی په لوړتیا کې عادلانه چلند نه کوي، خو باید په دې باندې پوه شئ، له دې وو کارښودونکو څخه ځینې یې حتا دومره وخت په پام کې نیسي، چې د خپلو کارکوونکو نوم زده کړي. د یوې څېړنې پایله څرګندوي، کارکوونکي د نا کافي معاش او د بې ارزښتۍ له احساس څخه ډېر په دې باندې خپه کېږي، چې مدیر یې په نوم باندې نه پوهېږي.

د دې لیکنې په دوام په ځینو هغو دودیزو مسایلو باندې رڼا اچوو، چې کارمندان په کاري چاپېریال کې خپه کوي:

د هغوی ستونزو او اختلافاتو ته رسیده ګي نه کېږي

ډېری کارمندان وایي د سازمان یا شرکت د انساني ځواک هغه برخه، چې په هغې کې په کار باندې بوخت دي، د دوی ستونزو او اختلافاتو ته پام نه کېږي. په هغه نظر پوښتنه کې، چې په دې برخه کې ترسره شوې ده، یو پر څلورمه برخه کارمندانو وویل، چې د ستونزو په حل کې د دوی د شرکت د انساني ځواک د برخې کړنې ډېرې کمزورې دي.

زیار کارمند باسي، ګټه یې مدیر وړي

معمولاً په سازمانونو او شرکتونو کې، کارمند د ډېرو ساعتونو لپاره سخت کار کوي، خو اعتبار او نېک نومي د کارښودونکي لپاره ده، دا مسئله د کارمندانو د خواشینۍ او خپګان سبب ګرځي. د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ اوولس سلنه کارمندانو اعلان وکړ، چې کار ښودونکي یې د دوی په آیډیاوو سره پرمختګ کوي او په دې وسیله خپل اعتبار زیاتوي، خو د ارزښتمنو آیډیاوو خاوندان هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي.

په کار کې هېڅ پرمختګ شتون نه لري

یو له هغو مواردو څخه، چې ډېری کارمندان ورسره مخامخ کېږي، د یوه ملاتړیز متمرکز سیسټم نه شتون دی، چې له هغوی سره مرسته وکړي، ترڅو کار یې پرمختګ وکړي. په یوه نظر پوښتنه کې په ډاګه شوه، چې یوازې یو څلوېښت سلنه کارمندانو په ډاډ سره وویل، چې کارښودونکي یې له دوی سره مرسته کوي، ترڅو په خپله کاري برخه کې پرمختګ وکړي.

کارښودونکی په هغوی کې هېڅ شور او لېوالتیا نه رامنځته کوي

د کار لپاره اړینه انګېزه او لېوالتیا، د کارمندانو د ګټورتوب د ډېرښت لپاره تر ټولو مهم لامل دی؛ خو دا مسئله په ډېری سازمانونو او شرکتونو کې نه رامنځته کېږي. په یوه نظر پوښتنه کې څرګنده شوې، چې یوازې پنځه دېرش سلنه کارمندان ادعا کوي، چې کارښودونکي یې د دوی د الهام بښنې سبب ګرځي او دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې په ډېرې مینې او لېوالتیا سره په کار باندې بوخت شي.

له کارمندانو څخه په کافي اندازه قدر داني نه کېږي

په مخ پر ودې کاروبارونو کې، د کار ښودونکي او کارمندانو ترمنځ اړیکه ډېر زیات ارزښت لري. د مدیرانو او کارمندانو ترمنځ د اړیکې نه شتون، د شرکت لپاره د بې شمېره ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د مدیرانو او کارمندانو ترمنځ د اړیکې د نه شتون یوه له پایلو څخه، چې ډېره زیاته خواشینونکې ده، دا ده، چې له کارمند څخه په کافي اندازه قدرداني نه کېږي. د یوې نظر پوښتنې پایلې څرګنده کړه، چې دري شپېته سلنه کارمندان فکر کوي، چې د لاسته راوړنو په خاطر یې له دوی څخه په کافي اندازه قدرداني نه کېږي.

د کارمندانو استراحت ته ارزښت نه ورکول کېږي

د څېړنو پایلې څرګندوي، چې اتیا سلنه مدیران ادعا کوي، چې د خپلو کارمندانو استراحت ته ارزښت ورکوي او هغوی ته په کافي اندازه رخصتي ورکوي. له هغوی څخه نهه شپېته سلنه یې ویلي دي، چې په خپله کارمندانو ته وړاندیز کوي، چې کله وخت خپل ځان ته استراحت ورکړي او له کار کولو څخه لاس واخلي؛ خو کارمندان په بل نظر دي او وایي، چې د مدیرانو په خبرو کې اغراق تر سترګو کېږي. اووه شپېته سلنه کارمندانو ویلي دي، چې د استراحت لپاره د کارښودونکي له خوا یې کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی او حتا ډېری وخت د هغه له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

ډېری کارمندان په رخصتیو کې هم له کاري چاپېریال څخه لیرې نه دي او له سفر او مسافرۍ څخه خوند نه اخلي. د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، دوه پر درېیمه برخه کارمندانو خبر ورکړئ، چې په رخصتیو کې هم اړ دي، چې کار وکړي.

د کارمندانو دندې نامشخصې دي

که کارمند په دې باندې پوه نه شي، چې دقیقاً کوم کار باید ترسره شي، څنګه کولای شي، چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او یا هم له عهدې څخه یې ووځي؟ د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ، اووه پنځوس سلنه کارمندان، له دې چې مدیر یې دوی ته مشخصې او واضحې دندې او دستورونه نه ورکوي، ګیله من دي.

ډېری مدیران د خپلو کارمندانو لپاره کافي وخت په پام کې نه نیسي

ډېره زیاته مهمه مسئله، چې معمولاً کارمندان ترې شکایت لري، دا ده، چې کارښودونکي د خپلو کارمندانو لپاره کافي وخت په پام کې نه نیسي. په یوه نظر پوښتنه کې نیم یا پنځوس سلنه کارمندانو ویلي دي، چې مدیران ډله ایزې لیدنې کتنې جوړوي او د هر کارمند لپاره په جلا توګه وخت نه لري.

مدیران په کافي اندازه کارمندانو ته پام نه کوي

ښایي په ډېرې سختۍ سره باور وکړئ، خو ځینې کارښودونکي حتا د خپلو کارمندانو په نوم باندې هم نه پوهېږي. د یوې ترسره شوې څېړنې پر بنسټ، شپږ دېرش سلنه کارمندانو خبر ورکړ، چې مدیران دې موضوع ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، چې  د دوی په نوم باندې پوه شي او دا مسئله د سازمان د کار کوونکو د خپګان سبب شوې ده.

مدیران کمزوري ټکي لري

کمزوري مدیران د دې سبب ګرځي، چې کارمندان له شرکت څخه وتښتي. د یوې نظر پوښتنې پایلې څرګندوي، چې پنځه شپېته سلنه هغه افراد، چې د کار په لټه کې دي، په خپل پخواني کار ځای کې د کمزوري مدیریت په خاطر، د نوي کار د پیدا کولو په لټه کې دي.

معاشونه عادلانه نه دي

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ترسره شوې څېړنې پر بنسټ، شاوخوا څلور څلوېښت سلنه مدیران او کارښودونکي په دې باور دي، چې کارمندان یې په عادلانه توګه معاش ترلاسه کوي؛ خو کارمندان د خپل معاش له ترلاسه کولو څخه راضي نه دي. په دې نظر پوښتنه کې، یوازې شل سلنه کارمندانو خبر ورکړ، چې معاش یې عادلانه دی.

د شرکت کاري او لګښتیز مسایل راڼه او شفاف نه دي

په کاري چاپېریال کې روڼتیا، د هغو لاملونو له جملې څخه دی، چې د دې سبب ګرځي د یوه شرکت کارمندان خوشاله او راضي وي. ډېری سازمانونه، په ځانګړې توګه د لګښتونو په اړه د خپلو کارمندانو لپاره د روڼتیا دا احساس نه رامنځته کوي. په یوې څېړنه کې درویشت سلنه کارمندانو خبر ورکړ، چې په کار ځای کې یې هر څه روښانه او واضح دي او د لګښتونو په اړه هم رونټیا او شفافیت شتون لري.

کارمندان له کارښودونکي څخه کوم فیډبک نه ترلاسه کوي

ډېری مدیران په ډېرې سختۍ سره خپلو کارمندانو ته فیډبک ورکوي، په داسې حال کې چې دا کار واقعاً اړین دی، ځکه د سازمان او کارمند له پرمختګ سره ډېره زیاته مرسته کوي. په یوې څېړنه کې څېړونکو خبر ورکړ، چې مدیران د منفي فیډبک له ورکړې څخه ډډه کوي او د مثبتو فیډبکونو له اعلانولو سره هم لېوالتیا نه لري، چې کولای شي د کارمندانو د ګټورتوب د ډېرښت سبب شي.

د یوې څېړنې پر بنسټ، یوویشت سلنه مدیران د منفي فیډبک  او اووه دېرش سلنه مدیران د مثبت او منفي فیډبک له ورکړې څخه ډډه کوي. په یوه بله نظر پوښتنه کې، پنځه شپېته سلنه کارمندانو ویلي دي، چې د کار ښودونکي له خوا ډېرو فیډبکونو ته اړتیا لري.

له بریده زیات دقیق مدیریت د کارمندانو د روحیې د کمزوري کېدو سبب ګرځي

ښه او بریالي مدیران په خپلو کارمندانو باندې اعتماد لري او دندې یې په سمه توګه لېږدوي؛ خو ځینې نور مدیران دا کار په ډېره دقیقه توګه د کارمندانو تر نظر لاندې نیولو سره تېروتنه کوي. ډېری کارمندان وایي، چې مدیر یې د دوی ټول حرکتونه په ډېر دقت سره څاري او له دوی څخه په سمه توګه د کارونو د ترسره کولو امکان سلبوي.

یوې نظر پوښتنې څرګنده کړې ده، چې کابو نهه شپېته سلنه کارمندانو دا موضوع تائید کړې ده او له هغوی څخه ۶۸ سلنه یې ویلي دي، چې دا موضوع د دې سبب شوې ده، چې خپله روحیه له لاسه ورکړي. پنځه پنځوس سلنه کارمندان باور لري، چې ذره بیني مدیریت د دې سبب شوی، چې د ګټورتوب کچه یې راټیټه شي.

کارمندان د بې ارزښتۍ احساس کوي

یوې څېړنې په ډاګه کړه، چې ډېری کارمندان سر بېره پر دې، چې له خپل معاش څخه خوښ او راضي نه دي، د بې ارزښتۍ احساس هم کوي. شاوخوا پنځه څلوېښت سلنه امریکایي کارمندان فکر کوي، چې د خپل شرکت لپاره ارزښتمن دي؛ په داسې حال کې چې څلور شپېته سلنه مدیران په دې باور دي، چې په کافي اندازه له خپلو کارمندانو څخه قدرداني کوي.

د مدیرانو تبعیض د کارمندانو د ګټورتوب د کمښت سبب شوی

ډېری مدیران په کار ځای کې څو مشخصو کارمندانو ته ډېر زیات ارزښت ورکوي. یوه څېړنه څرګندوي، چې شپږ پنځوس سلنه مدیران حتا مخکې تر دې چې د کارمندانو د کړنو ارزښت موندنه ترسره شي، له هغوی څخه یو د مقام د لوړتیا لپاره په خپل ذهن کې په پام کې نیسي او په شپږ نوي سلنه مواردو کې د کړنو د ارزښت موندلو د پروسې له ترسره کولو وروسته، دا مقام هماغه د پام وړ شخص ته رسېږي. پنځه اویا سلنه کارمندانو خبر ورکړ، چې په خپل کار ځای کې د دا ډول تعبعیضونو شاهدان دي.

دا مسایل د دې سبب ګرځي، چې کارمندان په کار ځای کې د ناخوښۍ احساس ولري او د شرایطو د نه بدلون په صورت کې، ډېر ژر خپله دنده خوشې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینې کارمندان د شرکت لپاره ارزښتمن او ګټور دي او له دندې څخه د هغوی ګوښه کېدل به د کاروبار لپاره په ګټه نه وي، نو مدیران د خپل کاروبار د بریا او د کارمندانو د ګټورتوب لپاره، باید دا موارد په پام کې ونیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ