بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

په ګډ ژوند کې د بریالۍ مېرمنو ۹ رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ګډ ژوند لکه څنګه چې له نامه څخه یې څرګندېږي د مېرمنې او خاوند ترمنځ یو دوه اړخیز تعامل دی. د خوږ او ښکلي ژوند د لرلو لپاره، دواړه کسان د یو بل په اړه دندې لري، چې باید پرې پوه شي او په خپل ورځني ژوند کې ځای ورکړي، چې تاسو او د ژوند شریک مو له ژوند څخه خوند واخلئ. په دې لیکنه کې مو ځینې کوچني ټکي راټول کړي دي، چې مېرمنې یې باید په ګډ ژوند کې مراعات کړي او هیله‌من یم، چې دا ټکي له تاسو سره د خوښې وړ ژوند په لرلو کې ملتیا وکړي.

۱ ـــ د خپل خاوند شخصیت او د هغه کورنۍ ته درنښت وکړئ او هېڅکله سپکاوی مه ورته کوئ، هغه ارزښت او درنښت، چې تاسو یې خپل خاوند ته ورکوئ، د دې سبب ګرځي، چې خاوند مو هم ورته چلند ولري او په مقابل کې تاسو او ستاسو کورنۍ ته ډېر زیات درنښت وکړی.

۲ ـــ که غواړئ چې خاوند مو په بشپړه توګه له تاسو سره رښتینی و اوسي، خبرو او ویناوو ته یې وخت ورکړئ او  حتا د هغو خبرو په اړه یې هم توند غبرګون مه ښکاره کوئ، کومې چې ستاسو د خوښې پرخلاف دي، ځکه چې دا کار د دې سبب ګرځي، چې خاوند مو په تاسو باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړي او د ګیلې کولو لپاره تاسو ته را نه شي.

۳ ـــ په خپل خاوند باندې تل او په پرله‌پسې توګه نیوکې مه کوئ، بلکې په هغه باندې په مناسب وخت کې نیوکه وکړئ، د دې ټکي نه مراعاتول د دې سبب ګرځي، چې نیوکه مو یوه عادي او تکراري چاره ښکاره شي او خاوند مو نور هغې ته کافي پام ونه کړي.

۴ ـــ له خاوند سره مو، چې څنګه دی هماغسې مینه ولرئ او د ظاهر او شخصیت د بدلون لپاره یې هڅې مه کوئ، ځکه چې دا موضوع ښایي د خاوند له نظره مو داسې معلومه شي، چې له هغه سره مینه نه لرئ، چې ستاسو د اړیکې په پیکه کېدو کې تر ټولو مهم لامل دی. حتا په کوچنیو مسایلو کې، لکه د هغه لپاره د ډالۍ په اخیستلو کې، د خپل خاوند نظر او سلیقه په پام کې ونیسئ.

۵ ـــ که په کومه موضوع کې مو له خپل خاوند سره د نظر اختلاف درلوده، هڅه وکړئ، چې د هغه نظر او وړاندیز ته هم ارزښت ورکړئ او د نظریاتو په اړه یې بد غبرګون ښکاره نه کړئ، نو په ټولیزه توګه تمه مه لرئ، چې خاوند مو د ژوند په ټولو مسایلو کې له تاسو سره هم نظری وي او همغږي ولري او اجازه ورکړئ، چې په ډېرې آسانۍ سره خپل نظر وړاندې څرګند کړي.

۶ ـــ ډېره زیاته هڅه مه کوئ، چې خاوند مو خپله مینه او لېوالتیا څرګنده کړي، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې اندېښمن او غوسه دی. د مینې او لېوالتیا د څرګندولو لپاره په هغه باندې ډېر زیات ټینګار مه کوئ، پرېږدئ چې په خپله او مناسب وخت کې له تاسو سره خپله مینه او لېوالتیا څرګند کړي. په پام کې ولرئ، چې په ټولیزه توګه د ښاغلو د مینې او لېوالتیا څرګندول له آغلو سره توپیر لري او هر شخص په توپیري ډول خپل احساسات څرګندوي.

۷ ـــ هڅه وکړئ، چې د خپل ځان د نېکمرغه کېدو دنده د خپل خاوند په غاړه ور وا نه چوئ، بلکې پوه شئ، چې دا خپله یاست، چې باید خپل ځان نېکمرغه کړئ. که دا مسؤولیت د خپل خاوند په غاړه ور واچوئ، په حقیقت کې په هغه باندې مو ډېر زیات فشار راوستی دی، چې همدا موضوع د هغه د اندېښنې د ډېرښت سبب کېږي او په چټکه توګه یې ستړی او ستومانه کوي.

۸ ـــ‌ په ژوند کې مو «زه» مه لرئ! ګډ ژوند له «موږ» څخه ډک دی او هر څه د دوو کسانو لپاره دي. له خوړو خوړلو څخه نیولې تر خبرو کولو پورې، باید ستاسو دواړو لپاره مناسب وي او هېڅکله خپل مقابل لوری نالیدلی مه نیسئ.

۹ ـــ هېڅکله له تاسو سره د خپل خاوند د خبرو کولو له تګلارې څخه شکایت مه کوئ، حتا که چېرې د هغه له لوري کومه ډالۍ ترلاسه کوئ، چې ستاسو له سلیقې سره مناسبه نه ده، بیا هم خپله ناخوښي مه ښکاره کوئ او هغه له خپلو ټاکنو څخه مه پښېمانه کوئ. په دې ټکي باندې نا خوښي ښودل، د دې سبب ګرځي، ترڅو ستاسو په وړاندې د خاوند په ځان باندې باور مو له منځه لاړ شي او په پای کې ستاسو د اړیکې د پیکه کېدو سبب شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ