د بریالیو کار کوونکو او کار رامنځته‌کوونکو د وخت مدیریت

ژباړه: عطا محمد میاخېل

څو کاله مخکې مې په ټوله نړۍ کې د کارو بار د ۲۰ زره خاوندانو په اړه یوه نړیواله څېړنه ترسره کړه، ډېری کار رامنځته کوونکي، چې ورسره اړیکه مې لرله، میلیونران وو. هغوی په سترو او هوښیارانه نظریاتو (آیډیاوو)، سختو کوښښ او دغه راز د وخت د مدیریت عادت باندې په تکیه کولو سره، بریا ته رسېدلي وو. دا بریالي کسان په ښه توګه پوهېدل، چې څنګه له وخت څخه په غوره توګه ګټه واخلي، د دې لیکنې په دوام غواړو، چې د وخت د مدیریت په هغو عادتونو باندې رڼا واچوو، چې د میلیونرانو ترمنځ دود دي.

بریالي کار رامنځته کوونکي په ځنګله نه، بلکې په ونو باندې تمرکز کوي

ډېری کار رامنځته کوونکي، چې مرکه مې ورسره وکړه، په خپل ځان کې یې دا عادت رامنځته کړی و، چې سترې موخې او پروژې په کوچنیو برخو باندې ووېشي، دې کار هغوی ته دا شونتیا ورکړې وه، ترڅو په غوره او چټکه توګه کړنې ترسره کړي، په دې تګلارې سره یې ډېر کم داسې احساس کاوه، چې تر لاس لاندې یې کوم کار پاتې دی او نه یې دی ترسره کړی.
باید له ځانه وپوښتئ، چې د کومې سترې پروژې د ترسره کولو په لټه کې یم؟ څنګه کولای شم، چې دا پروژه په کوچنیو برخو باندې ووېشم، ترڅو مدیریت یې آسانه وي؟

د هغو کارونو لپاره، چې ترسره کوي یې، مثبت احساس لري

ډېری کسان، ترڅو چې کار په بشپړه توګه ترسره نه کړي، د رضایت او خوښۍ احساس یا د ګټور کار ترسره کول، نه لري؛ خو هغه بریالي کار را منځته کوونکي، چې ما ورسره خبرې وکړې، داسې نه وو. هغوی د هر ګام لپاره چې پورته کاوه یې، ښه احساس یې درلوده، دې ته په نه پام سره، کوم کار یې چې ترسره کړی دی، څومره ستر دی.
هغوی د هغه وخت لپاره، چې کار سل په سلو کې ترسره شوی و، کومې ځانګړې پېښې ته په تمه نه وو او د لارې په اوږدو کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، په ډېرې خوشالۍ، انرژۍ او انګېزې سره یې خپلې لارې ته دوام ورکاوه.
باید له ځانه وپوښتئ، د یوې پروژې د ترسره کولو، څه پرمختګ مو کړی دی، چې لپاره یې له خپل ځان څخه منندوی نه وئ؟

د کارونو وخت‌بندۍ او د وخت مدیریت ته پابند دي

بریالي کار را منځته کوونکي په وختیزو پروګرامونو پسې ځي او هېڅکله خپل پروګرام نه ځنډوي، په بله وینا وختیز پروګرام د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره د وختیزو برخو د ځانګړي کولو په معنا دی، چې باید ترسره یې کړئ. ډېری میلیونران، چې ورسره مرکه مې وکړه، له دې درې پړاوونو څخه یې ګټه اخیسته: د وختیز کاري پروګرام لرل، کاري ځواک او د وخت بندۍ ځواک ته رسېدل، دمګړۍ تاسو ته هم سپارښتنه کوم، چې له هغوی سره سم عمل وکړئ.
د خپل ځواک وختونه وپېژنئ، هر څوک د وخت په لړ کې د انرژۍ، پام او تمرکز له کمښت سره مخ کېږي، د خپلې انرژۍ د بېلګې په پېژندلو سره کولای شئ، د وخت بندۍ یو سم پروګرام ولرئ، ترڅو له خپلې ورځې څخه په ښه توګه ګټه واخلئ.
د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره، وختیزې برخې په پام کې ونیسئ، د ځواک وختونه په خپل ذهن کې ولرئ، په خپل مهال وېش کې د هر کار لپاره، مشخص وخت وټاکئ. هغه وخت، چې ډېری میلیونران یې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره په پام کې نیسي، د ۱۵ او ۴۵ دقیقو ترمنځ دی. که څه هم هغوی په ساعت کې ۱۰ دقیقې د استراحت لپاره ځانګړې کوي، ترڅو مغز یې د بیا کار کولو لپاره چمتو شي او په تازه ذهن او جسم سره نور کارونه ترسره کړي.
پروګرام مو یوازې په خپل ذهن کې مه ساتئ، بلکې وې لیکئ، کولای شئ د یاددښت له کتابچې، موبایل یا د مهال وېش له یوه پروګرام څخه ګټه واخلئ، په هر صورت د وختیز پروګرام لیکل دېر اړین او مهم دي.
له خپله ځانه وپوښتئ: کوم یو له کارونو څخه و، چې باید ترسره کړی مو وای او د هغه لپاره مو وختیز پروګرام په پام کې نیولی، یوازې په ذهن کې مو ثبت شوی؟
که فکر کوئ، چې دا عادتونه د بریا لپاره ډېر ساده دي، په پام کې ونیسئ، ډېری کسان پوهېږي، د کومو څیزونو ترسره کول اړین دي او د ترسره کولو په څرنګوالي باندې یې هم پوهېږي، هغه څه، چې معمولاً شتون نه لري، په غوره شونې تګلارې سره د هغه کار د ترسره کولو لپاره عادتونه او اړین نظم دی. په دې اړه فکر وکړئ، چې د میلیونر کېدو لپاره یوازې د وخت د مدیریت څو عادتونو ته اړتیا لرئ.    

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.