په آی پي اېل کې د چینای او بنګلور لوبډلو د برياوو او ماتو لاملونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

یاران سپورټس
د آی پي اېل سیالیو په لړ کې به مو د آر سي بي یا بنګلور لوبډلو بخت او ماتې ننداره کړې وي، چې هر کال یې آی پي اېل سیالیو کې خوري.
دې لوبډله کې که څه هم پیاوړي لوبغاړي اخیستل کېږي او لوبېږي، خو بیا هم تر پایلوبې نشي تللی او هېڅ اتلولي یې نه ده ګټلې.
ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، ځینې وختونه کرېس ګېل، مېچل سټارک، ډیل سټین او نور تکړه لوبغاړي د دې لوبډلې برخه وي، خو بیا یې هم پایله منفي ده.
بل پلو په آی پي اېل کې د چینای سوپر کېنګز لوبډله هر کال ښې لوبې ګټي، تر نیمه پایلوبو، پایلوبې او ان تر اتلولۍ رسېږي.
چینای لوبډلې درې ځلې د آی پي آېل سیالیو اتلولي ګټلې او ۲۰۱۹م کې په پایلوبه کې په یوه منډه د ممبي انډيئڼز لوبډلې له خوا ماته شوه.
د دواړو لوبډلو یو لړ عوامل ذکر کوو.
د چینای د بریاوو او د بنګلور د ماتو علتونه
د نیوزیلینډ کرکټ لوبغاړی برېنډن مکالم وایي، چینای ځکه لوبې ګټي، چې د ایم ایس ډوني په څېر لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی لري.
ډوني په ډېر ارام زړه او هوښیارانه لوبډلمشري کوي، رهبري یې ۹۵ سلنه مثبته ده او وېکټ ساتنه کې هم خورا هوښیار او چالاک دی.
ډوني د لوبې حالت ډېر ښه مطالعه کوي، هر حالت کې چې څه ډول لوبې ته اړتیا وي همغه ډول لوبغاړی ورته چمتو کوي.
خپله د ده توپ‌وهنه بل علت دی، چې په منځنۍ برخه کې د هیټر رول ادا کوي او په مثبته توګه لوبه کوي.
دی د یو مثبت فېنېشر یا د لوبې تماموونکي رول ادا کوي او تر وروستیو شېبو پورې په لوبه د کنټرول هڅه کوي.
حوصله او احساسات نه بایلي.
درېیم علت؛ د با تجربه او پخو لوبغاړو شتون
له چینای لوبډلې سره شېن واټسن، ویسټ انډیزی ډی جی براوو، روېندرا جدیجا، په پخوا وختونو کې مېچل هسي، فاف ډوپلیسي او ځینې نور پیاوړي لوبغاړي شته.
بل علت؛ چینای لوبډله هغه ځوان لوبغاړي اخلي، چې په کورنیو او نورو نړیوالو لوبو کې ښه توپ‌وهنه او یا هم توپ اچونه کوي.
لکه ډیپک چهر چې یو ښه بالر دی، دوی اخیستی دی، لنګي اېن ګېډي، چې د سویلي افریقا چټک بالر دی، دې لوبډلې اخیستی او ۲۰۱۹م کې خورا ګټور بالر و.
راهول ډراوېډ هم د ډوني د ښې لوبډلمشرۍ خبره کړې ده.
بنګلور لوبډله ماتې یې
د بنګلور لوبډله هم پیاوړي لوبغاړي لري، خو بیا هم نه بریالۍ کېږي، چې آی پي آېل کې تر پایلوبو ورسېږي او یا هم اتلولي واخلي.
ډېری خلک د ویرات کولي د توپ‌وهنې ستاینه کوي، خو په مهمو لوبو کې د کلیدي لوبغاړو نه ځلېدل هغه علت دی، چې د دې لوبډلې د ماتې لامل یې بولي.
بله خبره چې ډېره پورې د دې لوبډلې په ماتو پورې تړلې بلل کېږي، هغه د بخت او شامت نشتوالی دی.
د کرکټ ډېری افغان مینه‌وال دا خبره کوي، چې د بنګلور لوبډله ښه لوبغاړي لري، خو بخت ورسره یاري نه کوي.
csk and rcb.PNG
rr.PNG

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.