بریالی کار؛ د کار رامنځته‌کووني اړین مهارتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا پوهېږئ چې څه څیزونه کار رامنځته‌کوونکي بریا ته رسوي؟ له شک پرته، د ټکنالوژۍ او نورو مهمو برخو کې، د بېلابېلو مهارتونو او تخصصونو لرل، بریا ته په رسېدلو کې ډېر زیات رول لري، خو باید پوه شئ، چې دا د کار رامنځته‌کوونې اړینې ځانګړتیاوې نه دي.
د کار رامنځته‌کوونکو اصلي ځانګړتیاوې، لکه خلاقیت، له ستونزو سره د مخامخ کېدلو وړتیا او د اغېزناک او فوق العاده ټیم د رامنځته کولو لپاره، د اړتیا وړ ټولنیز مهارتونه دي.
که غواړئ نوی کار و بار رامنځته کړئ، باید هغه ځانګړي مهارتونه، چې د پورته ځانګړتیاوو خاصې زېربناوې دي، زده کړئ. کله چې د یوه کار و بار د پراختیا مسوول یاست او یا له تاسو څخه تمه کېږي، چې کارونه پرمخ یوسئ، د کار رامنځته کوونې د مهارتونو پراختیا ارزښت پیدا کوي.
د دې لیکنې په دوام د بریالیو کار رامنځته‌کوونکو د اړتیا وړ مهارتونو باندې رڼا اچول کېږي او د اړتیا وړ ځانګړتیاوو د پراختیا لپاره، اړینې سرچینې بررسي کوو.

د کار رامنځته‌کووني اصلي تعریف

کارپوهان کار را منځته‌کوونکي هغه افراد ګڼي، چې هغه خطرونه مني، چې نور ترې ډډه کوي. البته نور، هغوی هغه کسان ګڼي، چې توانېدلي بریالي کار و بارونه په لاره واچوي.
د کارپوهانو په باور، کار رامنځته‌کوونه د یوه ځانګړي کاروبار د په لاره اچولو په مانا نه دی، بلکې ځینې کسان، چې د خپل ځان لپاره هم کار نه کوي، په شرکت کې یې د کار رامنځته کوونکي په توګه پېژندل کېږي.
د کار رامنځته کوونکي تعریف ته په نه پام سره، چې شتون لري، په یوه بریالي کار رامنځته کوونکي باندې بدلېدل هم کوم آسانه کار نه دی.
څنګه یو کس له شته فرصت څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې، چې بل فرد یې نه شي ترسره کولای. آیا کار رامنځته کوونکي توپیري جنتیکي جوړښت لري؟ په توپیري توګه فعالیتونه کوي، چې خپلو تصمیم نیونو ته لوری ورکوي؟
ډېرو څېړونکو دا مسئله تر څېړنې لاندې نیولې، خو په دې اړه هېڅ پرېکنده ځواب شتون نه لري، حقیقت دا دی، چې بریالي کار رامنځته کوونکي ګډې ځانګړتیاوې لري:
ـــ شخصي ځانګړتیاوې؛
ـــ بین فردي مهارتونه؛
ـــ د نیوکیز او خلاقانه تفکر مهارتونه؛
ـــ عملي مهارتونه.
لاندې څلور واړه ډلې په جزئیاتو سره تر بررسۍ لاندې نیول کېږي او په بریالي کار رامنځته کوونکي باندې د بدلېدو په لاره کې، ځینې اړینې پوښتنې بیانوو.

شخصي ځانګړتیاوې

لومړی خپلې شخصي ځانګړتیاوې، ارزښتونه او باورونه له بریالیو کار رامنځته کوونکو سره پرتله کړئ. آیا د بریالیو کار رامنځته کوونکو د فکر له بڼې څخه برخمن یاست؟

خوش بیني

آیا خپل ځان یو خوش بین فرد ګڼئ؟ خوش بیني یوه ارزښتمنه شتمني ده او په هغو سختیو کې، چې ډېری کار رامنځته کوونکي، چې د خپل کاروبار د مناسب ډول د موندلو په لاره کې ورسره مخامخ کېږي، نو مرستې ته یې را دانګي.

د مناسب لید لرل

آیا کولای شئ هغه برخې، چې ښه والي ته اړتیا لري، تشخیص کړئ؟ آیا کولای شئ په راتلونکې کې یو ښه لید را منځته کړئ او د نورو لپاره الهام بښونکی واوسئ، ترڅو په دې لید کې ګډون وکړي؟

د عمل ابتکار

آیا د عمل په ابتکار کې خپل ځان پیاوړی وینئ او کولای شئ په غریزي توګه ستونزې حل کړئ او کاروبار ته پرمختګ ورکړئ؟

د کنټرول وړتیا

آیا له مسؤولیت لرلو او تصمیم نیونې څخه خوند اخلئ؟ آیا د نورو د مدیریت انګېزه لرئ؟

انګېزه او پشتکار

آیا ډېره انګېزه او انرژي لرئ؟ آیا کولای شئ د اوږد مهال لپاره کار وکړئ، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږئ؟

د خطر زغمل

آیا کله چې حقایق نا پرېکنده دي، کولای شئ خطرونه په پام کې ونیسئ او تر ټولو غوره تصمیم ونیسئ؟

نرمښت او انعطاف منل

آیا دومره نرم او انعطاف منونکی یاست، کله چې هر څه د پروګرام له مخې مخ ته نه ځي، وکولای شئ تصمیم نیونه وکړئ؟ آیا له خپلو تېروتنو او ماتو څخه درس اخلئ؟

بین فردي مهارتونه  

یو بریالی کار رامنځته کوونکی، له نورو سره نږدې او اغېزناکه اړیکه لري. تاسو باید وکولای شئ، چې له ډلې، پېرېدونکو، چمتو کوونکو، برخه لرونکو، پانګوالو او نورو افرادو سره اړیکه ټینګه کړئ.
ځینې کسان په دې برخه کې د نورو په پرتله ښه استعداد لري، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو هم کولای شئ، په خپل ځان کې دا مهارتونه رامنځته او یا یې پیاوړي کړئ.
بین فردي مهارتونه عبارت دي له:

مدیریت او انګېزه

آیا کولای شئ، چې نور مدیریت کړئ او هغوی ته انګېزه ورکړئ، ترڅو له تاسو څخه پیروي وکړي؟ آیا د دې وړتیا لرئ، چې نورو ته واک ورکړئ؟ تاسو باید د یوه بریالي کار رامنځته کوونکي په توګه، په نورو باندې تکیه وکړئ، ترڅو په خپل کاروبار کې له لومړنیو پړاوونو څخه ښه موقعیت ته لاسرسی پیدا کړئ. په هر صورت، ډېر زیات کارونه ستاسو پر غاړه دي.

اړیکیز مهارتونه

آیا خپل ځان ته مو د اړیکو له ټولو ډولونو سره سمون ورکړئ دی؟ د خپل راتلونکي لید لپاره، پانګوالو، بالقوه پېرېدونکو او د ډلې غړو سره باید وکولای شئ، ښه اړیکه ټینګه کړئ.

غوږ نیول

آیا هغو څیزونو ته، چې نور یې تاسو ته وایي، غوږ نیسئ؟ په غوږ نیولو کې ستاسو وړتیا د دې سبب ګرځي، چې په بریالي کار رامنځته کوونکي باند بدل شئ یا نه شئ. باید له دې څخه ډاډه شئ، چې په فعاله غوږ نیونه کې مهارت لرئ.

شخصي اړیکې

آیا تاسو د هیجاني هوښتیارتیا لرونکی یاست؟ هر څومره چې لوړه هیجاني هوښیارتیا ولرئ، نو په هماغه اندازه له نورو سره کار کول درته آسانه کېږي. تاسو باید په دې باندې پوه شئ، چې کولای شئ د بریالیو کار رامنځته کوونکو په څېر، خپله هیجاني هوښیارتیا پیاوړې کړئ.

بحث

آیا یو ښه بحث کوونکی یاست؟ نه یوازې باید د رقابتي بیو په اړه بحث وکړئ، بلکې باید وکولای شئ د افراد ترمنځ  اختلافات، په هغه مثبته تګلاره، چې د دواړو لورو لپاره ګټوره وي، حل کړئ.

اخلاق

آیا له نورو سره د اخلاقو، درناوي، انصاف او رښتینولۍ پر بنسټ چلند کوئ؟ آیا کولای شئ د رهبرۍ د اخلاقو د تګلارې پر بنسټ کړنې ترسره کړئ؟ که چېرې له کارمندانو، پېرېدونکو یا چمتو کوونکو سره ناسم چلند وکړئ، نو د یوې بریالۍ او ژمنې ډلې رامنځته کول به درسته ستونزمن شي.

د نیوکیز او خلاقانه تفکر مهارتونه

تاسو د یوه کار رامنځته کوونکي په توګه، د فرصتونو او بالقوه پروژو په اړه، د نویو آیډیاوو وړاندې کولو او د مناسبو تصمیمونو مطرح کولو ته اړتیا لرئ. ډېری خلک داسې فکر کوي، چې یا باید له خلاقیت سره وزېږېږي، یا اصلاً په فرد کې خلاقیت شتون نه لري؛ خو واقعیت دا دی، خلاقیت هغه مهارت دی، چې کولای شئ د وخت په تېرېدو او هڅې سره یې، رامنځته یا پیاوړی کړئ.

خلاق تفکر

آیا کولای شئ، چې ژوند ته له بېلابېلو لید لورو څخه وګورئ او غوره آیډیاوې وړاندې کړئ؟ نن د خلاقیت ډېرې زیاتې وسیلې شتون لري، چې له تاسو سره د  خلاقانه تفکر په لرلو کې مرسته کوي.

د مسئلې حل  

څومره د هغو مسایلو لپاره، چې ورسره مخامخ کېږئ، د حل د مناسبو لارو په وړاندې کولو کې مهارت لرئ. په دې اړه کولای شئ د مسایلو د حل له وسیلو، لکه د علت او معلول د تحلیل او تجزیې او CATWOE څخه ګټه واخلئ.

د فرصتونو تشخیص

آیا کولای شئ، په بېلابېلو موقعیتونو کې، فرصتونه پیدا کړئ؟ آیا کولای شئ، داسې یوه طرحه را منځته کړئ، ترڅو له هغو فرصتونو څخه، چې پېژندل شوي دي، ګټه واخلئ؟

عملي مهارتونه

د بریالي کار رامنځته کوونکي کېدو لپاره، د سوداګریزو توکو یا خدماتو د تولید او دغه راز د شرکت د مدیریت لپاره، د اړتیا وړ عملي مهارتونو او پوهې ته اړتیا لرئ.

د موخې ټاکنه

آیا داسې موخې ټاکئ، چې هغو ته د رسېدو لپاره طرحه لرئ او وروسته هغه طرحه ترسره کوئ؟

پروګرام جوړونه او سازماندهي

آیا موخو ته د رسېدو لپاره اړین مهارت، استعداد او وړتیا لرئ؟ آیا کولای شئ افراد دې موخو ته د رسېدو لپاره، په ګټوره او اغېزناکه توګه وهڅوئ؟ آیا پوهېږئ، چې څنګه د یوه منظم او سنجول شوي کاروبار طرحه، لکه پراختیا او زده کولو ته د مناسبو مالي وړاند وینو له لارې پراختیا ورکړئ.

تصمیم نیونه

په تصمیم نیونه کې څومره مهارت لرئ؟ آیا تصمیمونه مو د معلوماتو او احتمالي پایلو په پام کې نیولو پر بنسټ دي؟ آیا په خپلو تصمیمونو باندې باور لرئ؟
د یوه کاروبار د پیلولو پرمهال، په بېلابېلو برخو کې  پوهې او مهارت ته اړتیا لرئ. د بېلګې په توګه:

د کاروبار عمومي پوهه

آیا د کاروبار په اصلي کړنیزو برخو کې، لکه پلور، بازار موندنه، مالي چارې، له مناسبې عمومي پوهې څخه برخمن یاست؟ آیا کولای شئ په دې برخو کې د نورو فعالیتونه مدیریت کړئ؟

د کار رامنځته کوونې پوهه

آیا پوهېږئ، چې کار رامنځته کوونکي څنګه خپله پانګه ورځ تر بلې لوړوي؟ آیا د تجربې له کچې او هغه سخت کار څخه، چې د اغېزناک کارو بار د ډول د موندلو لپاره، اړین دي، معلومات لرئ؟

د بازار اړینه پوهه

آیا د هغه بازار په اړه، چې غواړئ پکې ګام پورته کړئ، معلومات لرئ؟ له هغو فعالیتونو څخه مو، چې بازار ته د محصولاتو یا خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې ترسره کوئ، معلومات لرئ؟

د کاروبار ځانګړې پوهه

آیا پوهېږئ، د دې ډول کاروبار د بریا لپاره، باید کوم کارونه ترسره شي؟ آیا د هغه کاروبار ځانګړتیاوې پېژنئ، چې غواړئ پیل یې کړئ.
سپارښتنه کېږي، چې له هغو افرادو څخه مشوره واخلئ، کوم چې په هغو پروژو کې یې کار کړی دی، چې اوس یې تاسو غواړئ پیل یې کړئ.

آیا ستاسو لپاره د کاروبار په لاره اچول مناسب دي؟

له یادو شویو معلوماتو څخه په ګټه اخیستنې، په ټولو برخو کې خپل مهارتونه وارزوئ. هر څومره ډېر چې د خپلو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړئ، نو ډېرو بریاوو ته به ورسېږئ.
ځینې کار رامنځته کوونکي د دې مهارتونو له لرلو پرته هم بریا ته رسېدلي دي؛ خو هرڅومره، چې دا مهارتونه کم ولرئ، نو له ماتې سره د مخامخ کېدو احتمال به مو زیات وي.
ښایي په خپلې تجزیې او تحلیل سره فکر وکړئ، کاروبار او پانګه اچونې ته چمتو یاست، ښایي تصمیم ونیسئ، لږ څه ډېر صبر وکړئ او خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکړئ یا ښایي دې ته متوجه شئ، چې کار رامنځته کوونه ستاسو لپاره مناسبه نه ده. غوره ده، چې له خپل تصمیم څخه ډاډه شئ، ځکه هر څوک کاروبار نه شي پیلولی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ