څلور ځانګړتیاوې، چې یو بریالی کاري ټیم جوړوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هر کار د پیل لپاره، مخکې تر دې چې د اړتیا وړ پانګې په اړه فکر وکړئ، باید د هغه انساني ځواک په اړه فکر وکړئ، چې ټاکل شوې ده، د یاد کار خوځنده اهرم واوسي. د یوه بریالي کاري ټیم لرل، تر ټولو مهم څیز دی، چې کولای شي له تاسو سره د خپلو موخو په پرمخ بیولو کې ډېره زیاته مرسته وکړي. په دې لیکنه کې په هغو څلور ځانګړتیاوو باندې رڼا اچوو، چې یو بریالی کاري ټیم جوړوي.

۱ ـــ د یوه بریالي کاري ټیم غړي، په رښتینې توګه له تاسو سره ستونزې شریکوي

که د یوه نوي کاروبار د پیلولو په لټه کې یاست او خپل کاري ټیم ته مو ډېر زیات کارپوهان را بللي دي، دې ته پام وکړئ، چې له هغوی څخه کوم یو یې په رښتینې البته کار پېژندونکې توګه له تاسو سره ستونزې شریکوي او تاسو ته اړین اخطارونه درکوي. پرته له دې چې یو کس تاسو وستایي او دوام ورکولو ته مو وهڅوي، نه شئ کولای یو کاروبار پیل کړئ.
البته بېځایه نیوکې اصلاً ښې نه دي، خو دا چې یو کس د کار ټول اړخونه سنجولي وي او حتا که په خپل زیان یې هم تمام شي، خو د کار ستونزې له تاسو سره شریکې کړي، دا د یوه بریالي کاري ټیم د تشکیل نښه ده.

۲ ـــ د یوه بریالي کاري ټیم افراد، باید تاسو له هغوی سره د کار دوام ته وهڅوي

تر ټولو لومړۍ پوښتنه، چې د یوه بریالي کاري ټیم د جوړولو په برخه کې ورته پام وکړئ دا ده، چې آیا د دې شخص چال چلند، چې ټاکل شوې ده، ستاسو په ټیم کې وي، له ده سره د همکارۍ لپاره ستاسو د هڅونې سبب ګرځي او که نه؟ آیا د هغه په چلند او د کار کولو په ډول کې کافي پایله وینئ، چې ستاسو د ویاړ سبب کېږي، چې ترڅنګ یې په یوه کاروبار کې فعالیت وکړئ؟ آیا د هغه ژمنتیا او خلاقیت پر تاسو باندې اغېزه کوي او آیا ستاسو د لا ډېرې ودې او حرکت سبب ګرځي؟
په شرکت کې هر کارمند، خپل ځانګړي قانون ته په نه پام سره، ستاسو د هڅولو وړتیا لري. د هغو کارمندانو په لټه کې واوسئ، چې تاسو هڅوي، ترڅو غوره واوسئ او خپل ځان ډاډه کړئ، هغوی ته چې کړنې یې د کاروبار د کیفیت معیارونه لوړوي، مکافات مو ورکړي دي.

۳ ـــ د یوه بریالي کاري ټیم غړي، په خپله روحیه او انګېزه بښونکي دي

هرومرو تاسو هم په داسې چاپېریالونو کې کار کړی دی، چې اړ یاست، خپلو کارمندانو ته روحیه ورکړئ او که هغوی ته د پام له وضعیت څخه غافل شئ، نو وضعیت او حالت مو ډېر زیات خرابېږي. د هغو افرادو له ټیم سره کار کول، چې تل اړ یاست، خوشاله یې وساتئ او د هغوی د لوړتیا او مکافاتو اندېښنه مو د یوې شېبې لپاره هم آرامه نه پرېږدي، واقعاً وېرونکی دی.
د یوه بریالي کاري ټیم د جوړولو لپاره، باید له هغو افرادو سره کار وکړئ، چې په بالقوه توګه د انګېزه بښلو ځواک لري. ډونګېږي نه، خوشاله دي، ستاسو د مینې او پام له کبله منندوی دي او سازمان ته مو منفي ځواک نه وربښي.
هر څومره ژر چې کېدلای شي د ټیم د غړو ګمارنه پیل کړئ او خپل ذهني او روحي ځواک په منفي کارمندانو باندې مه مصرفوئ.

۴ ـــ د یوه بریالي کاري ټیم غړي داسې ځانګړتیاوې لري، چې تاسو یې د لرلو له امله د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوئ  

که د یوه کاروبار د پیلولو لپاره د پروګرام جوړونې په حال کې یاست، ښه ده چې دې ټکي ته پام وکړئ، د خپل ټیم د افرادو له پرېکنده ګمارنې مخکې، باید د هر یوه په اړه یې په ډېرې آرامۍ سره فکر وکړئ او وروسته وګورئ، چې په اړه یې څه احساس مو درلوده، باید وګورئ، چې د دې افرادو په اړه مغز او زړه مو څه پیغام درکوي.
په واشنګتن کې د برنډ آژانس د ټکنالوژۍ او سټراتیژیکو اړیکو عامل مدیر کرېس لسټر وړاندیز کوي: له خپله ځانه وپوښتئ، د خپلو کارمندانو په اړه له فکر کولو څخه وروسته کولای شئ ووایئ: «د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کوم چې دا کسان دلته دي.» که نه شئ کولای هغو کارمند ته په دقیقه توګه وګورئ، له خپله ځانه وپوښتئ، څه څیز شونی دی، چې د هغه په ګمارنه او له هغه سره په همکارۍ کې ناسم وي او له دې وروسته په چټکه توګه اړین اقدامات ترسره کړئ.
ښایي وکولای شئ له هغه فرد سره خبرې وکړئ او خپل منفي احساسات را کم کړئ یا ښایي د کار نیمګړتیا په بل کوم ځای  کې پیدا کړئ او وکولای شئ د هغه فرد په اړه مثبتو احساساتو او تفکراتو ته لاسرسی پیدا کړئ.
هغه څه چې روښانه او واضح دي، دا دي، چې د یوه بریالي او ښه کاروبار ټیم، مثبت او اغېز ښندونکو افرادو ته اړتیا لري. هڅه وکړئ، چې د خپل ټیم د جوړلو لپاره ډېر وخت په پام کې ونیسئ او د دې کار لپاره له خپل ټول توان څخه ګټه واخلئ. هرومرو بریالی کېږئ.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.