افغانستان اقتصاد سرسکالو

زېرمه لرونکی خو بې برښنا وطن؛ برښنا شرکت وايي موږ ته دې پاملرنه زیاته شي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر دروېش

افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.

ارګ وايي دا ناسته پرون ترسره شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالي، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمي فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت، په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحي برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

د ارګ خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د برېښناشرکت د ضایعاتو د کمولو په اړه د جامع پلان هرکلی وکړ وې ویل:

دا چې تاسې د برېښنا د ضایعاتو کمولو لپاره څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا لرئ، په اړه یې خپل وړاندیزونه راسره شریک کړئ.

ښاغلي غني، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنالېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي او باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو.

هغه یاد شرکت ته ويلي چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه په درست ډول تنظیم او حل شي.

زېرمه لرونکی خو بې برښنا وطن

دا ناسته داسې مهال کیږي چې افغانستان اوس هم په بهرنۍ بريښنا تکیه لري. کتونکي نېوکه کوي چې مسوولين ددې پرځای چې د خپلې برښنا تولید ته پام وکړي، پرځای یې په بیرونۍ بريښنا تکیه لري.

تر ډېره په افغانستان برښنا شرکت نېوکه کيږي چې د برېښنا له درکه ترلاسه کېدونکي عواید په منظم ډول نه راټولوي او دا ددې سبب شوی چې هم ملي عواید زیانمن وي او هم په افغانستان کې د خپلې برښنا په تولید او نويو کولو لپاره د بودجې کمبود سره مخ شي.

اټکل کیږي چې که چېرته په واقعي ډول سره عواید مدیریت او په داخل کې په برښنا تولیدولو کم لګښت هم وشي، نو کیدای شي چې د پام وړ برښنا تولید او پرځان بسیا افغانستان ولرو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ