فبروري 26, 2021

د بڼونو په جوړولو کې د افغانستان پرمختګ؛ ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول

  • راپور: بشر درویش

د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.

هغه ولسوالۍ چې بڼونه په کې جوړ شوي

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوږیانیو او شیرزادو» کې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچې یو زر او۹۵۲ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

له کروندګرو سره مرسته او پرمختګ

د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د د کرنې وزارت ویلي، دا وزارت هلې ځلې کوي، چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

یوه بڼ کې د نویو ایښودل شویو ونو انځور – کرنې وزارت

افغان بڼونه او نه پاملرنه

افغانستان چې خپل طبعي جوړښت یې غرنی دی، د بڼوالۍ او نورو کرنیزو فعالیتونو لپاره ډیر مناسب بلل کیږي.
خو جګړه، کډوالۍ، نه پاملرنه، د اړینو وسایلو نشت والی او د دولت نه توجه تل ددې باعث شوي چې دا طبعي او مصنوعي جوړشوي زراعتي، عایداتي بڼونه، کروندې او ذخیرې دوامداره پاتې نه شي.
اوس دا یو ښه پرمختګ بلل کیږي چې له خلکو سره د بڼونو جوړولو لپاره مرسته کیږي. خو خلک ویره لري که دا ډول مرستې دوام ونه کړي او په راتلونکي کې یې بیا هم ونه پالي، نو شاید له منځه لاړ شي.
عموماً خلک وايي چې حکومت باید د کروندګرو ملاتړ، دفاع، مرسته وکړي او ترڅنګ یې باید د هغوی تولید پلورلو ته زمینه برابره کړي چې ټول هیواد ته ورسول شي او نور هغه تولیدات چې له بهره راځي مخه یې ونیول شي. ځکه که لکه د فراه هندواڼو په شان وخت پرې راشي، نو کروندګر زړه ماتي کیږي او بیا کوښښ نه کوي چې ور مخه کړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*