سپورټ فوټبال وزش او تمرین

نن شپه د فوټبال خورا مهمه او جذابه سیالي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ د درېیم پړاو په سیالیو کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې بارسلونا فوټبال لوبډله د بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کښته کیږي.

دې سیالیو ته اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا او جرمنۍ لوبډلې بایرن مونیخ دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

ددې ترڅنګ پر همدې وخت منچسټر سیټي فوټبال لوبډله د لیون سره لوبیږي.

دا د اروپا اتلانو لیګ د درېیم پړاو لوبې دي، چې ګټونکې لوبډلې به یې نیمه پایلوبې ته لاره پیدکړي.

پرون پنجشنبه پاستژرمېن‌ ـ اتلانتا ته او لپزیک بیا اتلاتیک ماډریډ ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله.

د فوټبال دا ټورنمنټ د نړۍ تر ټولو مهم ټورنمنټ دی، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې دلته افغانستان کې هم لوبې کتل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ