فبروري 24, 2021

بارسلونا پایلوبه وبایلله؛ نامتو فوټبالر میسي پکې له لوبې ویستل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

تېره شپه د اسپانیا سوپر کپ پایلوبه د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې اتلاتیک بلباوو لوبډلې بارسلونا ته ماته ورکړه او د یاد جام اتلولي یې خپله کړه.
په یاده پایلوبه کې اتلاتیک بلباوو ـ بارسلونا لوبډله ۳ ګولونه په مقابل کې د ۲ ګولونو وګټله.

بارسلونا ته انتونیو ګریزمین دواړه ګولونه په ۴۰تمه او ۷۷یمه دقیقه کې ولګول.
د اتلاتیک بلباوو لپاره بیا لومړۍ ګولوهنه ډي مارکوز په ۴۲تمه، دویمه ګولوهنه ویلا لیبري په ۹۰یمه او درېیمه ګولوهنه بیا ویلمس په ۹۴یمه دقیقه کې ولګوله.
ددې پایلوبې جالیب والی په دې کې و، چې د بارسلونا لوبډلې نامتو لوبغاړي لیونل میسي پکې سور کارډ ترلاسه کړ او لوبڅار هغه له لوبې څخه ویست.

تر پایلوبې وروسته د لوبې لوبڅار مانزانو وویل، میسي د لوبي په ۱۲۰مه دقیقه کي په دې خاطر له لوبې ویستل شو، چي د لوبې په جریان کې یې خپل د بازو په خطرناکي ضربې سره د مقابلې لوبډلې لوبغاړی وواهه.
د فوټبال په ډګر کې دا د میسي درېیم سور کارډ و، چې ترلاسه یې کړ.
همدارنګه هغه تراسه پوري په ۸۹۵ لوبو کې د دریو سرو کارډونو ترلاسه کولو ترڅنګ ۸۸ ځله ژیړ کارډونه ترلاسه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*