فوټبال؛ نن بارسلونا د اتلاتیک بلباوو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسپانیا هیواد د فوټبال سوپر کپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډریډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه.
لومړۍ نیمه پایلوبه د تیرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لوبه یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته درې پر دوه په پینالټیو کې بارسلونا بریا خپله کړه.

دویمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماخستن د ریال ماډریډ او اتلاتیک بلباوو لوبډلو ترمنځ وه، چې اتلاتیک بلباوو ۲ ګولونه پر ۱ بریا خپله کړه.

په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ پایلوبې ته بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو لاره پیداکړه.
دا دوې لوبډلې د دې جام پایلوبه نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خوست کې د اختر ځانګړي دودونه

لیکوال: شپنه سلګۍ - برخه : کلتور او هنر

په خوست ولايت کې د اختر د مېلو او لمانځنې دودونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله لږ توپير لري. د دوی يو دود دا دی چې ځوانان د اختر په ورځو کې د ... نور ولولئ