فوټبال؛ د لالیګا لیګ اتلولۍ لپاره د نن برخلیک ټاکونکې لوبه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کې نن خورا جالیبه لوبه ترسره کیږي او د لالیګا لیګ پر پایلې خورا مثبت اړخ لګوي او دواړي لوبډلې هڅه کوي، تر څو ننۍ لوبه وګټي او ددې لیګ اتلولۍ ته ځان ورسوي.

ننۍ لوبه د بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ده، چې نن ماښام ۶:۴۵ بجې به د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کې یو د بل پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.

ددې لوبې لوبڅاري به د اسپانوي انتونیو متیو په غاړه وي.

 

د اسپانیا لالیګا لیګ سږنی پړاو

 

د لالیګا لیګ سیالۍ هر کال د ۲۰ لوبډلو ترمنځ په ۳۸ اونیو کې ترسره کیږي، چې تر اوسه یې ۳۴ اونۍ ترسره شوي او یوازې یې د هرې لوبډلې اوس څلور ـ څلور سیالۍ پاتې دي.

دا چې د هرې لوبډلې اوس یوازې څلور ـ څلور سیالۍ پاتې دي، نو د یو شمېر لوبډلو، چې نمرې یې لوړې دي، پر اتلولۍ له یو بل سره خورا په سخته سیالي کي بوخت دي.

که ننۍ لوبه بارسلونا وګټي، نو د جدول سر ته ځي، او که یې بیا اتلاتیک ماډریډ وګټي، نو د ۷۴ څخه خپلې نمرې ۷۷ ته پورته کوي او اتلولۍ ته خورا ډېر ځان نژدې کوي.

 

د اسپانیا لالیګا لیګ جدول

 

۱ـ اتلاتیک ماډریډ ۷۶ نمرې لري،

۲ـ ریال ماډریډ ۷۴ نمرې لري،

۳ـ بارسلونا ۷۴ نمرې لري،

۴ـ سویا ۷۰ نمرې لري،

۵ـ ریال سوسیداد ۵۶ نمرې لري،

۶ـ ویاریال ۵۲ نمرې لري،

۷ـ ریال بیټیس ۵۱ نمرې لري،

۸ـ ګراناډا ۴۵ نمرې لري،

۹ـ اتلاتیک بلباوو ۴۵ نمرې لري،

۱۰ـ سلتاویګو ۴۴ نمرې لري.