مارچ 3, 2021

د ژوند د ښه کېدلو لپاره شل ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هر چا خوښېږي چې ښه ژوند ولري، څه له مالي او مادي پلوه او څه هم له اروایي او د دنننۍ آرامتیا له پلوه، زموږ ټولو خوښېږي، چې ښه ژوند ولرو.
که هوډ لرئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ او د خپل ژوند ښه کېدل ووینئ، نو بسنه کوي، چې لاندې شل ټکي هرومرو ولولئ او پلي یې کړئ.
شک مه کوئ، په لږ تمرین سره تاسو دا کارونه په سمه توګه ترسره کولای شئ، بریالی به شئ، هغه ښه ژوند چې وړتیا یې لرئ، ولرئ.
جک لندن ویلي: “د انسان تر ټولو سمه کړنه ژوند کول دي، نه شتون لرل.
ډېر وخت کېږي چې اجازه ورکوو، ژوند څنګه یې چه خوښه ده، تېر شي، هرڅه چې زموږ لپاره وړاندې کوي، منو یې او نن له پرون سره هېڅ توپیر نه لري. دا لږ طبیعي او آسانه تر سترګو کېږي، له هغه همېشني غږ پرته، چې په مغز کې مو وایي: “وخت یې را رسېدلی دی، چې لږ بدلون را منځته کړې.
د هغو کسانو لپاره، چې خوښېږي یې، له تل پاتې یو ډولۍ څخه وژغورل شي، لاندې مو شل وړاندیزونه راوړي دي، چې مرسته کوي له ژوند څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ ـــ ژوند په بشپړه توګه تجربه کړئ او ترې خوند واخلئ.

۱ ـــ په خپل ژوند کې د ښو انسانانو او ښو څیزونو منندوی و اوسئ

کله وخت هغه کارونه، چې نور یې زموږ لپاره ترسره کوي، نه وینو، ترکله چې نور ستاسو لپاره کارونه ترسره کوي، نباید داسې واوسئ. د هغو څیزونو لپاره چې لرئ، هغه کسان چې درسره مینه لري او درباندې پام کوي، منندوی واوسئ.

۲ ـــ تر هغه وخته، چې داسې یوه ورځ را ورسېږي، چې نور په مخکې نه وي   

نه پوهېږئ چې څه ارزښت درته لري، له خپلو شاوخوا خلکو څخه مننه وکړئ او ډېر ژر به ووینئ، چې ډېر زیات کسان ستاسو شاوخوا نیسي. له ژوند څخه مننه وکړئ او ډېر ژر به مو دې ته پام شي، چې د ژوند کولو لپاره ډېر زیات څیزونه په واک لرئ.

۳ ـــ د نورو منفي خبرې نا لیدلې ونیسئ

که نورو ته اجازه ورکړئ، له دې چې ژوند ته مو ښه والي ور وبښي، له هغه څخه یو څه کموي، په دې سره مو د ژوند توازن له منځه ځي او پرته له دې چې پوه شئ، د منفي فکر په لومه کې به ونښلئ. بې ګټې او ځورونکي نظرونه مو نا لیدلي ونیسئ. هېڅوک ستاسو په اړه د قضاوت کولو حق نه لري.
ښایي د خپل ژوند کیسه مو اورېدلي وي، خو په ډاډ سره ویلی شم، نه شئ کولای چې خپل احساس او حالت درک کړئ. تاسو د نورو په خبرو باندې هېڅ کنټرول نه لرئ؛ خو دې ته په کتو، چې هغوی ته اجازه ورکړئ، چې دا خبرې تاسو ته وکړي او که نه، په تاسو پورې تړاو لري.
تاسو کولای شئ د هغوی زهرجنې خبرې رد کړئ، ترڅو فکر او زړه ته مو زیان ونه رسوي.

۴ ـــ کومو کسانو چې ځورولی یاست، وې بښئ

دا چې نور وبښئ په دې مانا نه ده، چې یو ځل بیا په هغوی باندې اعتماد وکړئ. یوازې نباید خپل وخت له هغو کسانو څخه د کرکجن اوسېدو لپاره بېځایه تېر کړئ، کومو چې ځورولی یاست، ځکه له هغو کسانو سره په مینې لرلو باندې بوخت واوسئ، چې درسره مینه لري.
تر ټولو لومړی کس چې بښنه غواړي، تر ټولو زړور دی او لومړی کس چې بښنه کوي، تر ټولو ځواکمن دی. لومړنی کس چې تېرېدنه کوي، له ستونزو او لانجو څخه تېرېږي، تر ټولو خوشاله دی، نو زړور، ځواکمن او خوشاله واوسئ او دغه راز آزاد او خپلواک ژوند وکړئ.

۵ ـــ هماغه کس و اوسئ چې یاست

که دومره ښه چانس لرونکی واوسئ، چې داسې یو څه ولرئ، چې تاسو له نورو څخه جلا کړي، په هېڅ وجه یې مه بدلوئ، ځانګړی اوسېدل ارزښتمن دی. په دې لېونۍ نړۍ کې، چې هڅه کوي تاسو د نورو په څېر کړي، نو د دې جرئت پیدا کړئ، چې خپله د خپل ځان فوق العاده واوسئ او که چېرې د توپیري اوسېدو په خاطر نورو په تاسو پورې وخندل، نو تاسو هم د یو شان اوسېدو په خاطر په هغوی پورې وخاندئ، یوازې درېدنه ډېر زیات جرئت غواړي، خو ارزښت یې لري، دا چې په خپله واوسئ ډېر زیات ارزښتمند دی.

۶ ـــ خپل دننني غږ ته غوږ ونیسئ

ژوند له خطره ډک سفر دی. هېڅکله نه شو کولای د هغو کارونو په دوام سره، چې تل یې ترسره کوو، په هغه څه باندې بدل شو، چې غواړو یې. تصمیم ونیسئ، چې خپل دننني غږ ته غوږ ونیسئ، نه د نورو انسانانو نظرونو ته. هماغه کار وکړئ، چې د زړه له کومې ډاډه یاست، چې سم دی.

۷ ـــ لاره، ستاسو لاره ده

ښایي په دې لاره کې نور له تاسو سره ملتیا وکړي، خو هېڅوک نه شي کولای، چې دا لاره ستاسو پرځای ووهي او په یاد مو وي، چې د خپل ژوند د ټولو ورځو منندوی واوسئ. ښې ورځې تاسو په نېکمرغۍ کې ډوبوي او بدې ورځې مو تجربه زیاتوي او تر ټولو بدې ورځې تاسو ته تر ټولو غوره درسونه درکوي.

۸ ـــ له بدلون څخه هر کلی وکړئ او هر هغه څه چې ژوند یې ستاسو لپاره رامنځته کوي، ترې خوند واخلئ

د ودې کولو تر ټولو سخته برخه داده، چې هغه څیزونه پرېږدي، په کومو باندې چې عادت شوی یاست او له هغو څیزونو سره پرمخ لاړ شئ، چې درته نوي دي.
کله وخت باید له خواشیني اوسېدو، تعجب کولو او شک کولو څخه لاس واخلئ او په دې باندې باور ولرئ، چې هر څه به سم پرمخ لاړ شي. په خپلو سردرګمیو پورې وخاندئ، په هوښیارانه توګه په اوس کې ژوند وکړئ او له هر هغه څه څخه، چې ژوند یې درکوي، خوند واخلئ. ښایي موضوع هغه ځای ته ونه رسېږي، چې په پیل کې مو قصد یې درلوده، خو هماغه ځای ته به ورسېږئ، چې باید رسېدلي وای.

۹ ـــ اړیکې مو په هوښیارانه توګه وټاکئ

تر ټولو ښې اړیکې هغه وختونه نه دي، چې د خوشالۍ شېبې تېروئ، هغه خنډونه او ستونزې، چې ورسره مخامخ کېږئ او دا واقعیت، چې د دې ټولو په پای کې ووایئ، «درسره مینه لرم.» هم ارزښت لري او له چا سره مینه لرل په دې نه دی، چې هره ورځ هغه ته ووایئ، چې درسره مینه لرم، باید هره ورځ، هرڅنګه چې کېږي هغه ته یې ښکاره کړئ. اړیکې باید عاقلانه وټاکل شي. د مینې کولو لپاره بیړه مه کوئ.
دومره صبر وکړئ، چې بالاخره مینه مو پیدا کړئ. اجازه مه ورکوئ، چې یوازېتوب تاسو د هغه چا غېږې ته وغورځوي، چې په تاسو پورې تړاو نه لري. هغه وخت مئین شئ، چې چمتووالی یې ولرئ، نه دا چې یوازې یاست. یوه ښه اړیکه د صبر کولو ارزښت لري.

۱۰ ـــ هغه کسان چې درسره مینه لري، وې پېژنئ

په ژوند کې مو نه هېرېدونکي افراد هغه کسان دي، چې هغه وخت یې درسره مینه لرلې، چې چندان مینه ناک نه وئ. په خپل ژوند کې دې کسانو ته ښه دقت وکړئ او تاسو هم ورسره مینه ولرئ، حتا هغه وخت، چې چندان مینه ناک چلند نه کوي.
۱۱ ـــ له خپل ځان سره هم مینه ولرئ
که کولای شئ له ماشومانو سره، سره له هغو شیطانتونو، چې کوي یې، مینه ولرئ؛ که کولای شئ له خپلې مور سره، سره له پټکو او ډونګېدلو مینه ولرئ؛ که کولای شئ له خپلې خور یا ورور سره، سره له دې، چې خبرو ته مو غوږ نه نیسي، مینه ولرئ؛ که کولای شئ له خپل دوست سره، سره له دې، چې هېروي، هغه څیزونه چې په پور یې اخیستي بېرته یې درکړي، مینه ولرئ؛ په دې صورت کې کولای شئ له هغو  انسانانو سره، چې بشپړ نه دي، څنګه مینه ولرئ، نو له دې امله کولای شئ، له خپل ځان سره هم مینه ولرئ.

۱۲ ـــ هغه کارونه وکړئ، چې په راتلونکې کې له ځانه منندوئ واوسئ

هغه کارونه چې نن یې ترسره کوئ، له هغو کارونو څخه ډېر زیات مهم دي، چې هر وخت یې ترسره کوئ، هغه څه چې نن یې ترسره کوئ، ځکه چې د ژوند یوه ورځ مو ورته ځانګړې کړې ده، هڅه وکړئ، داسې کار وي، چې ارزښت یې ولري.

۱۳ ـــ د هغو ستونزو په خاطر، چې نه یې لرئ، منندوی واوسئ

شتمن کېدل دوې بڼې لري: دا چې هر څه وغواړئ وې لرئ او بله دا چې، هغه څه چې لرئ پرې خوشاله او راضي واوسئ، اوس د هر څه لپاره منندوی واوسئ او ډاډه اوسئ، چې په دې تګلارې سره به د ژوند له هرې شېبې څخه خوند واخلئ.
نېکمرغي هغه وخت را منځته کېږي، چې د هغو ستونزو په اړه له شکایت کولو څخه لاس واخلو، چې لرو یې او د هغو ستونزو په خاطر، چې نه یې لرو منندوی واوسو او په یاد ولرئ، چې د ښو ورځو د ترلاسه کولو لپاره، باید د ژوند له بدو ورځو سره وجنګېږئ.

۱۴ ـــ د تفریح کولو لپاره کافي وخت په پام کې ونیسئ

کله وخت اړینه ده، چې څو ګامه شاته واخلئ، ترڅو ښو څیزونو ته وګورئ، هېڅکله مه پرېږدئ، چې ژوند مو دومره په کار باندې بوخت شي، چې ذهن مو د دې او هغې لپاره اندېښمن شي، زړه مو دومره له خپګان او پخوانیو کینو څخه ډک شي، چې د تفریح کولو او خوند اخیستلو لپاره هېڅ ځای ونه لري.

۱۵ ـــ د ژوند له کوچنیو څیزونو څخه خوند واخلئ

د ژوند غوره څیزونه وړیا دي، کولای شئ د ژوند له ډېرو ساده شېبو څخه ډېر زیات خوند واخلئ. د لمر لوېده ننداره کول یا د کورنۍ د یوه غړي لپاره وخت په پام کې نیول او په زرګونه نور کوچني خوندونه ستاسو په واک او اختیار کې دي، له هغو څخه خوند واخلئ ښایي یوه ورځ شاته وګورئ او دې ته مو پام شي، چې ستر څیزونه وو.

۱۶ ـــ دا واقعیت ومنئ، چې تېر نن نه دی

اجازه مه ورکوئ، چې تېر مو اوس او راتلونکې غلا کړي. ښایي په هغو کارونو باندې، چې په تېر کې مو کړي دي، ونه ویاړئ، خو ستونزه نه شته، تېر تېر شوی دی او په هغه کې نه بدلون رامنځته کېدای شي، نه هېرېدای شي او ستاسو له ژوند څخه پاک کېدای هم نه شي، یوازې باید وې منئ. موږ ټول تېروتنې کوو؛ موږ ټول له ستونزو سره مخ کېږو او کله وخت په تېر کې د بېلابېلو پېښو افسوس کوو، خو تاسو مو تېروتنې نه یاست او ستونزې مو هم نه یاست او دمګړۍ په ځواک سره د خپل اوس او راتلونکې د رامنځته کولو لپاره دلته یاست.

۱۷ ـــ هغه وخت، چې باید تېر شئ

تل د ترمیم او جوړولو موضوع هغه څیز نه دی، چې مات شوی، ځینې اړیکې او موقعیتونه د ترمیم او جوړولو وړ نه دي، که وغواړئ په زوره یې یو بل پورې ونښلوئ، نو هر څه لاپسې خرابېږي، کله وخت باید له سره یې پیل کړئ او یو ښه څیز جوړ کړئ.

۱۸ ـــ د غوره ژوند کولو لپاره نوي څیزونه وازمویئ

د نویو څیزونو ازمویل، چې مخکې مو په اړه یې تجربه نه لرله، کولای شي ستاسو په ځان باندې د باور او وړتیاوو په رغښت کې اغېزه ولري او په پایله کې  ښه ورځ درته رامنځته کړي، البته دوه شرطونه شتون لري: یو دا چې له خطر منلو څخه ونه وېرېږئ او دویم دا چې ډاډ ولرئ، هڅه به مو اغېزمنه وي.

۱۹ ـــ د ښه ژوند کولو لپاره، له ماتې څخه وېره له ځانه لرې کړئ

که ماتې مو هم وخوړه، باور ولرئ چې نه آسمان ځمکې ته را کوز شوی او نه هم ځمکې د آسمان ځای نیولی دی، د مهربانۍ له مخې پرځای د دې چې ناهیلی شئ، لږ کېنئ او په آرامتیا سره فکر وکړئ، چې تېروتنه چېرته وه. په دې شرط کولای شئ له تېروتنو څخه ګټه واخلئ، چې له ماتې څخه وېره له ځانه لرې کړئ، په بله وینا که له ماتې څخه ووېرېږئ، نه شئ کولای چې زده کړه وکړئ.

۲۰ ـــ د غوره ژوند کولو لپاره، ژوند د خپل ځان لپاره خوښ او خوشاله کړئ  

ژوند سخت دی، خو کولای شئ د خوشالۍ لپاره لارې چارې پیدا کړئ، چې د ټولو سختو ساعتونو په اندازه ارزښت لري او کولای شئ له بدن څخه ستړیا لرې کړي، تاسو کولای شئ یو غوره ژوند تجربه کړئ، مثبت فکر وکړئ، تفریح ته هرومرو په خپل ورځني پروګرام کې ځای ورکړئ او خپل ځان ته رسېدل هم مه هېروئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ