ژوند بڼه کلتور او هنر

څانګه او باران – نسيمه محمدي

 

د باران څاڅکي شول، د ماشومتوب څخه د باراني موسم او د باران څاڅکو سره د مينې له امله مې چترۍ را واخيسته، چې قدم ووهم.

باران اورېده، ملغلرو ته ورته دانې يې په شړک په ځمکه لګېدلې، زړه مې درد وکړ او د باران څاڅکو تيت پرک کېدلو او ماتېدلو مې زړه وخوږو.

د باران غټ څاڅکى د يوې نازکې څانګې پر پاڼه ولوېد، څانګه کږه شوه او د باران څاڅکى، بلې پاڼې ورپسې بلې ته او بالاخره پر ځمکه ولوېد.

لکه لېونۍ له ځان سره موسکۍ شوم او ستا خبره را په زړه شوه…
اممم څانګې دا د کتابونو بېک دې ډېر دروند دى، هسې نه چې دا نرۍ ملا دې ماته کړي…
هههههههه خو څه وکړم، که دومره دې سودا وي، ها واخله ته يې راسره وړه…
لېونۍ خود مې سودا ده، که نازکه څانګه يو ځل ماته شي، بيا نه جوړېږي.

لږ غلى شو! لکه په خپله خبره چې پښېمانه شوى وي. بيا يې وويل: خو زه ډاډه يم، چې کتابونه خو پرېږده بلکه زما څانګه د وخت هېڅ ډول، طوفان نشي ماتولاى.
هههه بس دى نو، ونه خو نه يم، انسانه يم يوازې نوم مې څانګه دى، يا، تاته ونه ښکارم!

خو! اوس نه پوهېږم چې ستا دا خبره څومره رښتيا وه/ده؟ ستا د بېلتون درانه پيټي پر اوږو وړم او لکه نښتر دنګه ولاړه او ستا د راتلو شېبې شمارم!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ