مارچ 6, 2021

له ژونده د خوند اخیستلو لپاره پنځه‌ویشت آسانه لارې

Advertisements
ژباړه: عطامحمد میاخېل

ښایي فکر وکړئ، په هره شېبه کې د خوشاله اوسېدو لپاره، خپلو عادتونو او د ژوند تګلارې ته بدلون ورکړئ یا لږ تر لږه له پیسو څخه ډک بانکي حساب ولرئ. موضوع دا نه ده، چې په خپل ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره کافي دلایل نه لرو، بلکې موضوع دا ده، چې زده کړو، څنګه له خپل ژوند څخه خوند واخلو؟
خوشاله اوسېدل یو مهارت دی، او زده کول یې هم د بل هر مهارت په څېر دومداره تمرین ته اړتیا لري. دمګړۍ  ټول هغه څیزونه، چې له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره ورته اړتیا لرو، زموږ په واک کې دي او له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره تر ټولو اصلي موضوع، زموږ د لومړیتوب بندۍ تګلاره ده.
اوس دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ: «له ژونده څنګه خوند واخلو؟»
غوره ده، چې په ځواب کې ووایئ: له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره باید د کارونو د لومړیتوب وړتیا د هغو د ارزښت د کچې پر بنسټ تر لاسه کړو.
ډېری کسان د خوشالۍ د احساس د ترلاسه کولو او له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره، د ځینو لارو په لټه کې دي. دمګړۍ هوډ لرو، له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره په پنځه ویشت آسانه لارو باندې رڼا واچوو. له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره وخت له لاسه مه ورکوئ او همدا نن یې پیل کړئ.

۱ ـــ په خپل ځان باندې تمرکز وکړئ

موږ ټول په هر ډول شرایطو کې، د نورو له سپارښتنو او نظرونو سره مخامخ کېږو. حقیقت دا دی، چې نور تل د خپلو تجربو او نظرونو د لېږدولو په لټه کې دي او په سم اوسېدو باندې یې ټینګار کوي. البته په پای کې، تصمیمونه او د خپلو ټاکنو پایلې زموږ په خپله غاړه دي، نو باید په خپل ځان باندې تمرکز وکړو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، تر ټولو غوره تګلاره پیدا او وې ټاکو.

۲ ـــ د استراحت لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ

د ژوند په ننګونکو ورځو کې، څومره ښه ده، چې د خپل ځان د آرام او استراحت لپاره یو وخت ځانګړی کړئ. استراحت د له لاسه تللو انرژي ګانو د بېرته ترلاسه کولو او د ځواک د نوښت لپاره تر ټولو غوره او اغېزمنه تګلاره ده.

۳ ـــ خبرونه مه څارئ

په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې د خبرونو په دام کې را ګیر شئ او د عمومي ډرامو تر اغېزې لاندې راشئ، خو باید پوه شئ، حتا که خبرونه، ونه هم څارئ، بیا به هم له مهمو پېښو څخه ناخبره پاتې نه شئ. د دې لپاره چې د بېلابېلو خبرونو اورېدو ته وخت ځانګړی کړئ او خپل ارزښتمن وخت او انرژي بېځایه مصرف کړئ، غوره ده، چې یاد وخت او انرژي مو په مهمو او ارزښتمنو کارونو باندې ولګوئ.

۴ ـــ مثبتې اړیکې ټینګې کړئ

د خوشاله اوسېدو او له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره، له خپلې مېرمنې، کورنۍ او دوستانو سره د مثبتو اړیکو د ټینګښت لپاره وخت ځانګړئ. باید خپله اړیکې ته له هغو کسانو سره، چې د ژوند د ښه والي سبب مو ګرځي، پراختیا ورکړئ او خپله انرژي له دې کسانو سره د اړیکې په ټینګښت باندې ولګوئ.

۵ ـــ له نویو افرادو سره آشنا شئ

کله چې غواړئ خوشاله واوسئ او له ژونده لا ډېر خوند واخلئ. په لومړي ګام کې باید له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره، د داسې لارو په لټه کې واوسئ، چې ساده او د لاسرسي وړ وي. ژوند او له نورو سره اړیکه، د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، نو له نویو افرادو سره آشنایي، د انسان د روحیې د ښه والي سبب ګرځي. کله چې له نویو افرادو سره آشنا کېږو، په ټولنه کې زموږ د حضور لپاره اړتیا پوره کېږي او له نویو آیډیاوو او نظریاتو سره آشنا کېږو.

۶ ـــ نوي ځایونه پیدا کړئ

له بېلابېلو فرهنګونو او دودونو سره د آشنا کېدو او د ارزښتمنو تجربو د ترلاسه کولو لپاره، نویو ځایونو ته سفر وکړئ او د بېلابېلو سیمو او هېوادونو د فرهنګونو او دودونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

۷ ـــ خپلې هیلې ولیکئ

کله چې په خپل ذهن کې یوې موخې ته د رسېدو لپاره انځور جوړونه کوو، نو یوه ځای ته د سفر کولو هوډ لرو، د ځینو توکو د اخیستلو تصور کوو یا په دې لټه کې یو، چې د خپلې راتلونکې لپاره ځانګړي شرایط رامنځته کړو، غوره ده، چې دا موارد د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ او د خپلو هیلو یو لېست چمتو کړئ. د هیلو او خوبونو د یوه لېست لرل، له تاسو سره مرسته کوي، چې هېڅکله یې هېر نه کړئ او تل هغو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ. خوبونو او هیلو ته د رسېدو لپاره همدا هڅه، له ژوند څخه د خوند اخیستلو سبب ګرځي.

۸ ـــ په حقیقت باندې د خپلو خوبونو د بدلېدو په لټه کې اوسئ

باید له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې هر کال له خپلو خوبونو څخه یو شمېر یې په حقیقت بدل کړئ، په دې کار سره به داسې احساس وکړئ، چې خوبونه مو نتیجې ته رسېدلي دي. په دې ترتیب به خوشاله وئ او له خپل ژوند څخه لا ډېر خوند اخلئ.

۹ ـــ د نویو تجربو د ترلاسه کولو لپاره لګښت وکړئ

د نویو تجربو ترلاسه کول، زموږ لپاره په زړه پورې خاطرې جوړوي او زموږ ژوند ارزښتمن کوي. د خپلو پیسو په نه لګولو سره، یوازې خپله مخه نیسو، ترڅو نوې تجربې او نوي خوندونه ترلاسه نه کړو.

۱۰ ـــ هغه وسایل لرې وغورځوئ، چې ترې ګټه نه اخیستل کېږي

په کور یا کار ځای کې د بې ګټې وسایلو ګڼه ګوڼه یا ګډوډي، د هغو لاملونو له جملي څخه دي، چې د اروایي ګډوډیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، نو بې ګټې وسایل لرې وغورځوئ، ترڅو د آرامتیا احساس وکړئ.

۱۱ ـــ د منندوی اوسېدو لپاره یو وخت ځانګړی کړئ

هره ورځ درې هغه دلیلونه، چې ستاسو د خوشالۍ او رضایت سبب ګرځي، په یوه کاغذ باندې ولیکئ او د هغو لپاره منندوی واوسئ. د منندوی اوسېدو احساس له موږ سره مرسته کوي، چې هره ورځ له مخکې څخه ډېر په خپلو شته څیزونو باندې تمرکز وکړو او د هغو لپاره خوشاله واوسو.

۱۲ ـــ د خپل وخت د بېځایه تېرېدو دلیل پیدا کړئ

هرومرو تاسو هم ورسره مخامخ شوي یاست، چې د ورځې په پای کې د وخت له چټکې تېرېدنې څخه حیران شئ، په داسې حال کې، چې خپل هېڅ یو کار مو نه دی ترسره کړی. د دې لپاره، چې له داسې شرایطو سره مخ نه شئ، د وخت په اړه ډېر حساس واوسئ. د هغو وختونو په بررسۍ سره، چې هر کار ته مو ځانګړي کړي، نو دې ته مو پام کېږي، چې د اوونۍ په اوږدو کې مو ډېر وخت په کومو فعالیتونو باندې مصرف کړی دی. کله چې په خپل وخت باندې ډېر زیات تمرکز ولرو، نو په ښه توګه کولای شو د خپلو ورځو لپاره پروګرام جوړ کړو.

۱۳ ـــ آګاهانه ټاکنې ولرئ  

هېڅوک دومره عمر نه کوي، چې هر څه په خپله تجربه کړي او ژوند هماغسې جوړ کړي، لکه څنګه یې چې زړه غواړي، نو باید د خپلو کارونو د ترسره کولو او ټاکلو لپاره، آګاهانه تصمیم ونیسو. د هر چا د ژوند مسؤولیتونه یې په خپله غاړه دي، نو د غوره شرایطو د رامنځته کېدو لپاره، باید د هرې موضوع په ټاکلو کې دقیق واوسو او په اړه یې معلومات ولرو.

۱۴ ـــ د خپلې فردي پراختیا لپاره هڅې وکړئ

هرڅومره، چې معلومات مو زیات وي او په ځان باندې ډېر باور ولرئ، نو لا ډېره دنننۍ خوښي او رضایت تجربه کوئ. د هغو کتابونو مطالعه کول، چې بېلابېلې موضوعګانې لري له موږ سره مرسته کوي، چې په غوره توګه خپل ځان وپېژنو او د خپلې فردي پراختیا لپاره ګام پورته کړو.

۱۵ ـــ په دې باور واوسئ، چې هر احساس تېرېدونکی دی

له ژوند څخه د خوند اخیستلو د څرنګوالي  د درک تر ټولو مهمه موضوع، د دې حقیقت منل دي، چې باور وکړو هېڅوک به تل خوشاله نه وي. د ژوند په سختو او ننګونکو ورځو کې، باید در په یاد کړئ، چې ژوند لوړې او ژورې لري او ټول احساسات تېرېدونکي دي.

۱۶ ـــ خپلې ټولې بریاوې ولمانځئ

په موخه محوره ټولنه کې د بریا د لارې وهل (طی کول) ډېر آسانه دي، خو ډېری کسان خپلې بریا ته پام نه کوي او کله وخت اصلاً د بریا خوند نه څکي. د انګېزې د خوندیتوب او له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره، باید خپلې بریاوې ولمانځئ؛ که څه هم کوچنۍ وي. په ژوند کې نباید په وروستي مقصد باندې تمرکز وکړئ، بلکې باید له تګلوري څخه د خوند اخیستلو په اړه هم فکر وکړئ.

۱۷ ـــ له ټولو عادي پېښو او شېبو څخه خوند واخلئ

هرومرو نباید خارق العاده پېښه رامنځته شي، ترڅو د خوشالۍ احساس وکړئ او له ژونده خوند واخلئ. د ژوند ټولې شېبې ښکلې دي او که هغو ته په توپیري لید سره وګورئ، نو له کوچنۍ پېښې څخه هم خوند اخلئ.

۱۸ ـــ د معلوماتو ذهن تمرین کړئ

کله چې خپل احساسات وپېژنئ او له خپلو شاوخوا پېښو څخه خبر واوسئ، له خپل ذهن څخه به  د اندېښنو او اروایي فشارونو د بهر کولو لپاره یوه لاره پیدا کړئ. د ذهن د معلوماتو په تمرین سره، رښتیني ژوند ته ور ګرځئ او په خپل ژوند کې خوشالي تجربه کوئ، دغه راز په ژوند کې به ښه احساس ولرئ.

۱۹ ـــ  له کور څخه بهر شئ

د دې لپاره، چې د خوشالۍ احساس ولرئ، له کور څخه بهر شئ او په خپل پوستکي باندې سړه وږمه او د لمر وړانګې احساس کړئ. له تازه هوا څخه خوند اخیستل، ستاسو د روحیې د ښې کېدو سبب ګرځي او د لمر وړانګې د دې سبب ګرځي، چې پوستکی مو په کافي اندازه ویټامین ډي جذب کړي.

۲۰ ـــ په پرېکنده ډول خپل نظر بیان کړئ

کله چې د خپلو افکارو او عقایدو له څرګندولو څخه وېرېږو او نه شو کولای، چې د یوې موضوع په اړه خپل نظر بیان کړو، یانې په خپل ځان باندې کافي باور نه لرو. د خپلو افکارو، عقایدو او غوښتنو څرګندول ښایي په پیل کې خواشینونکي وي، خو په راتلونکې کې له ژوند څخه د لا ډېر خوند اخیستلو سبب ګرځي.

۲۱ ـــ د ژوند ښې شېبې ثبت کړئ

د ښه احساس د لرلو لپاره، خپل پخواني انځورونه، د خوښې وړ مجلې او د خپل د ماشومتوب د دورې نقاشي ګانې وساتئ، دا کار ستاسو په ذهن کې ښې خاطرې او ښې شېبې ژوندۍ کوي او د دنننۍ خوشالۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۲۲ ـــ فعال واوسئ

په همېشني ډول د ورزشي تمرینونو ترسره کول، په بدن کې د اندروفین د آزادېدو او په طبیعي توګه د دردونو د کمېدو سبب ګرځي. سربېره پر دې ورزشي حرکتونه د ارویي فشار له کمښت سره هم مرسته کوي.

۲۳ ـــ د زده کړې په لټه کې واوسئ

د موخې لرل او د نویو موضاعاتو د موندلو لپاره د وخت ځانګړي کول، د ښه احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او موږ په اغېزمنه توګه بوختوي.

۲۴ ـــ مهرباني تمرین کړئ

کله چې کولای شو، په نورو باندې مهربان واوسو، په پیل کې باید زده کړو، چې په خپل ځان باندې مهربان واوسو، حتا په بدو شرایطو کې بښنه کول او مهربان اوسېدل، په موږ کې د ښه احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۲۵ ـــ د انسان دوستانه فعالیتونو په لټه کې شئ

په داوطلبانه او انسان دوستانه فعالیتونو کې د حضور لرل، ژوند ته مو ارزښت وربښي. ځینې داوطلبانه فعالیتونه که څه هم دومره هیجاني او جذاب نه وي، خو بیا هم د خوشالۍ احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او همدا موضوع مرسته کوي، ترڅو له خپل ژوند څخه ډېر خوند واخلئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي