سیاست له نړۍ مخکښان

د اوباما مبارزه او بریا؛ له کومه وخته یې د ولسمشرۍ خوبونه لیدل؟

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولوونه: هیلۍ اسد

په امریکا کې د تور او سپین تر منځ لوي او ځورونکی تعصب  تر یوویشتمې پیړۍ په پراخه او ښکاره توګه روان وه او ددې تعصب ډیری قربانیان تور پوستي وه،  تر هغې چې له ډېرو مبارزو او هڅو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې یو تور پوستی د امریکا ولسمشر شو او دی په امریکا کې لومړنی کس وه چې د تعصب د لمنځه وړلو کلک هوډ یې وکړ.

[quads id=1]

دا سړی څوک وه؟ څنګه ولسمشر شو؟ له کومه وخته یې د ولسمشرۍ خوبونه لیدل ؟

لومړی ځواب دای چې، دا سړی بارک حسین اوباما دی؟

باراک حسين اوباما : Barack Hussein ObamI) د ١٩٦١ زېږدي کال د اگست په څلورمه نېټه د امریکا په هاوايي ايالت کې زیږیدلی دی.

باراک اوباما د يو کېنيايي تورپوستي او د امريکا د کانزاس ايالت د وچيتا د اوسېدونکې سپين پوستې مېرمنې زوی دی.

که څه هم خپل سکه پلار يې مسلمان وه، خو هغه يو مسيحی دی او په څلور کلنۍ کې چې په اندونيزيا کې اوسېده نو د مسلمانانو په مذهبي ښوونځي کې د کاتوليکانو يا سکولرانو ښونځي ته تللی دی.

د هغه مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې له يو بل سره آشنا شوي وو. د اوباما مور سره له ستونزو پدې توانېدلې وه چې د ټولنپېژندنې په برخه کې له همدغه پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړي.

ښاغلی اوباما د امريکا د ډموکراټ گوند غړی دی. د ايلينوی ايالت ځوان سناتور او د امريکا د متحده ايالتونو ٤٤ ولسمشر پاتې شوی.

هغه د ميشل رابینسون په نوم د يوې مېرمنې خاوند او د دوه لورانو مالیا او ناتاشا پلار دی.

بارک حسین اوباما په ١٩٨٣ کال د کلمبيا له پوهنتونه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو لېسانس تر لاسه کړ. په ١٩٨٨ کال يې په شيکاگو کې له څو کلونو کار وروسته د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو.

په هاروارډ کې د هغه پرمختگ دومره چټک شو چې د خپل تحصيل په دوهم کال د هاروارډ قانون د خپرونې مشر وټاکل شو.

هغه د دغه سازمان د مشرۍ په پړاو کې دغه خپرونې ته چې بنسټ پالو او ليبرال محصلو کړيو پکې ستونزې رامنځته کړې وې بېرته سره منظمه کړه. اوباما ډېر ژر د هاروارډ له پوهنتون څخه د حقوقو افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه، د شيکاگو پوهنتون د حقوقو پوهنځي ډېر ژر د نوي علمي پلاوي په توگه استخدام کړ.

اوباما د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ په ٤ نېټه سنا ته لاره ومونده، سره له دې چې نوی وو د پوهو سلاکارانو يوې ډلې چې معمولا نوو سناتورانو ته دومره اهميت هم نه ورکوي استخدام کړ.

اوباما پنځم افريقايي امريکايی دی چې سنا ته يې لاره موندلې او درېيم افريقايي امريکايی دی چې په زياتو رايو سره د سناتور په توگه ټاکل شوی. هغه يوازېنی سناتور دی چې د کانگرس د تورپوستو د گوندي کمېټې غړی دی. سي کيو چې يوه ملي اوونيزه ده او د گوند پولې نه پېژني هغه يې د ٢٠٠٥ او ٢٠٠٧ کلونو ترمنځ تر ټولو وفادار ډموکراټ معرفي کړی.

دغه راز د نشنل ژورنال د مجلې له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې هغه په ٢٠٠٧ زېږدي کال کې تر ټولو ليبرال سناتور پېژندل شوی دی.

اوباما له خپلو پلويانو سره د ٢٠٠٧ کال په فبرورۍ مياشت کې په ايلينوی ايالت کې په يوه وينا کې وويل چې د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان ونوموي. د هغه ټاکنيز مرکز وکولای شو چې د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې د هغه له ملاتړو ٥٤ ميليونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېرو کلونو په ټاکنو کې د پانگې د جلب يو ريکارډ وو.

د ټايمز اوونيزې د ٢٠٠٨ کال د مۍ مياشتې د دوهمې نېټې په گڼه کې د نړۍ د بانفوذه نارينه وو او ښځينه وو کلنی نوملړ خپور کړ، په دې نوملړ کې اوباما د (د هېوادونو د بانفوذه او انقلابي شخصيتونو) په برخه کې درېيم مقام خپل کړ.

هغه نه یوازې یو کامیاب  سیاستوال دی، بلکې یو ښه لیکوال هم دی.

د هغه لومړنی چاپ شوي کتاب ” د پلار خوبونه مې ” په نوم دی چې، د خپل نژاد او وراثت کیسې، په هونولولو او جاکارتا کې د ماشومتوب خاطرې او د خپل ټولنیز ژوند په پیل غږیدلی دی او د کتاب وروستي فصلونه د کینا ته د سفر او خپل تېر ژوند ته ځانګړي شوي.

د اوباما بل چاپ شوی کتاب ” زړوره هيله” نومیږي دا کتاب په ۲۰۰۶ ز کال خپور شوی او توانیدلی چې په لنډ وخت کې د نیویارک ټایمز د سلو هغو کتابونو په لېست کې راشي چې ډېر پلور شوی دی.

د بارک حسین اوباما د ژوند بهترین ایډیال مهاتما ګاندي دی.

ده دا خبره هغه وخت وکړه چې پوښتنه ترې وشوه چې که د نړۍ له مړو او ژوندیو نامتو شخصیتونو څخه یو، د ماښام د مېلمستیا لپاره غوره کړي، هغه به څوک وي.

ده وویل؛ زه فکرکوم دا شخصیت به ګاندي وي چې زما رښتینی اتل دی. دی هغه څوک و چې ما ډېر الهام پکې موندلی.

بارک حسین اوباما له کومه وخته د ولسمشرۍ خوبونه لیدل؟
[quads id=1]

کله چې بارک اوباما د شپږم ټولګې زده کوونکی وه، په ښوونځې کې د تورپوستي او سپین پوستي تر منځ څه جنجال وه.

بارک اوباما وایي پوهیده چې سپین پوستی ملامت دی خو دا چې سپین پوستی وه فیصله یې په ګټه وشوه.

وایي دې پېښې سخت ودردولو او کله چې کور ته ستون شو، په خپله کتابچه کې ولیکل: زه د امریکا راتلوونکی هغه ولسمشر یم چې د تور او سپین ترمنځ توپیر به لمنځه وړم او تور پوستي ته به ټول انساني حقونه ورکوم؛ راځئ چې دغه لیک د بارک حسین اوباما نیا سارا عمر ولیدلو، او تر هغې بارک حسین اوباما وڅاره او ملاتړ یې وکړ تر څو چې دا ولسمشر شو.

سارا عمر د بارک حسین اوباما لپاره د ژوند تر ټولو ښه ملاتړې او ژوند یواځینۍ هغه څوک ده چې دده ټولې هیلې یې ورسره تعقیب کړي.

سارا عمر، بارک حسین اوباما ته دا ارمان هم درلود چې هغه مسلمان شي، که څه هم د هغه پلار او نیا مسلمانان وه خو دا چې په یو عیسوي ښوونځې کې درس ویلی وه ویل کیږي چې مسلمان نه دی او خپله بارک اوباما هم په لومړنیو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلې وه چې مسلمان نه دی، خو لا هم په امریکا کې ۲۰ فیصده خلک فکر کوي چې اوباما مسلمان دی.

کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د هغه نیا سارا عمر سعودي ته د عمرې لپاره تللې وه یوې رسنۍ ته ویلې وه چې ما نن دعا وکړه چې لمسی مې هم مسلمان شي.

بارک حسین اوباما له ډېرو ستونزو، چلنجونو او هڅو وروسته بلاخره په ۲۰۰۸ زکال کې د نوامبر په څلورمه خپلو هیلو ته ورسېد او د امریکا ولسمشر شو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران