فبروري 28, 2021

د بارک اوباما د خاطراتو کتاب؛ د پوتین په ګډون د ځینو سیاسي شخصیتونو په اړه غږېدلی

راپور: نسیمه محمدي

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، بارک اوباما د خپلو خاطراتو په کتاب کې، د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د دوی په اړه خپل نظر بیان کړی دی.
د ډیلې مېل په حواله، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما، د خپلو تازه خاطراتو په کتاب «د موعود ځمکه» کې د نړۍ د شخصیتونو په اړه خبرې کړي دي.
اوباما په خپل کتاب کې د ولادېمیر پوتین، د روسیې د ولسمشر یادونه هم کړې ده.
اوباما لیکلي دي، چې هغه یې د«سخت دريځه رییسانو په څېر، چې د قوانینو سره سم، شیکاګو یې اداره کوله» ياد کې واچوه. سره له دې یې ویلي، چې له جسمي پلوه یې دا پخوانی همکار”د پام وړ” نه وو.
همدارنګه ښاغلي اوباما، د خپل خاطراتو په کتاب کې د فرانسې پخواني ولسمشر، نېکلاس سارکوزی هم یاد کړی دی: د نوموړي په وینا، نېکلاس«د چرګ غوندې خپله سینه را ایستله».
اوباما همدارنګه اعتراف کړی، چې د چین پخوانی ولسمشر، هو جېنټائو چې متن به یې په یوه ساه وایه، په جلسو کې له ګډون بې حوصلې کېده او د پخواني ولسمشر دغه کار، د امریکا رهبر مجبوراوه«د وخت د سپما او د اسنادو د لوستلو په اړه»، په وزګار وخت کې فکر کاوه.
اوباما د خپل ځای ناستي، ټرامپ په اړه وویل، چې نوموړي د ټاکنو څخه وړاندې د خلکو له روحیې ګټه واخيسته. د دغو یادیزو په یوه برخه کې راغلي:

“ټرامپ میلیونونه امریکایانو ته د اکسیر قول ورکړ، چې په سپینه ماڼۍ کې د یوه تور پوستي له شتون څخه وېرېدلي وو.”

د بارک اوبا د خاطراتو کتاب چې د نوموړي د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړۍ دوره انځوروي، خبرې کړي دي. پر دې سربېره، څو سیاسي شخصیتونه یې د پخوانی ولسمشر له نظره ستایلي دي، چې د ۲۰۰۹م – ۲۰۱۷م پورې په واک کې وو. اوباما اعتراف کړی، چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د هڅو څخه خبر وو.
تمه ده چې دا کتاب د نوامبر په ۱۷مه بازار ته وړاندې شي او د دوو کتابو له ډلې به لومړی جلد وي، چې د نوموړي د کار لومړۍ دوره تشرېح کوي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبا د واک پر مهال د امریکا استخباراتو په ټاکنو کې، روسیه په لاسوهنه تورنه کړه، خو هېڅ شواهد نه وو. ټرامپ د ټاکنیزو هڅو په جریان کې ژمنه کړې وه، چې دا مسئله به وڅېړي.
مسکو د امریکا د استخباراتو ادعا په بشپړه توګه رد او بې بنسټه بولي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ