اپریل 12, 2021

حکومت ته د صرافاتو وړاندیزونه؛ د مخابراتووزارت مخکینۍ ودانۍ ورکړل شوه

Advertisements
  • راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د افغانستان د صرافانو سراسري شورا له رئیس او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
د افغانستان ولسمشرۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم حضور درلود، په پیل کې د افغانستان د صرافانو سراسري شورا رئیس مېرافغان صافي خبرې وکړې.
صرافان د دولت ترڅنګ دي
صافي وویل، د باعزته سولې د تامین په خاطر صرافان د دولت ترڅنګ دي او ټاکل شوې وه چې موږ د کرونا ویروس د ګواښ له امله خپل مارکېټونه وتړو، خو د کابینې له پرېکړې وروسته مو د صرافۍ مارکیټونو د پرانیستو تصمیم ونیو.
د صرافانو وړاندیزونه
د افغانستان صرافانو سراسري شورا رئیس د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې د صرافانو د کاري وخت د تنظیم، په مرکز او ولایتونو کې د صرافۍ مارکیټونو د ضدعفوني کولو، د افغانستان بانک له ذخیرې څخه د پیسو د وېش او د پیسو د فزیکي قرنطین په اړه خپل وړاندیزونه بیان کړل.

له صرافانو سره دا ناسته پرون شوې. ارګ

وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح صرافانو ته په خطاب کې وویل:

«هڅه کوو چې د حکومت بدنه ستاسې په خدمت کې قرار ولري او ستاسې ستونزو د حل په خاطر یو شخص معرفي شي چې په متواتر ډول له تاسې سره په اړیکه کې وي.»

صرافان اقتصادي څرخ چلوي
ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، که ستاسې فعالیتونه ودرېږي، د هیواد اقتصادي څرخ نه تاوېږي، تاسې د ټولنې ځانګړی قشر یاست او د خپلو کاري چارو د تنظیم صلاحیت لرئ.
هغه زیاته کړه، پرون یې د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو سره خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې د صرافانو امنیت، همغږۍ او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د مخابراتو وزارت ودانۍ صرافانو ته ورکول کیږي
ولسمشر غني وویل:

«د مخابراتو وزارت مخکېنۍ ودانۍ به ستاسې په واک کې درکول شي، که چېرې غواړئ دغه ودانۍ د صرافۍ په مرکز بدله شي، دولت حاضر دی چې په یواځې یا مشترکه توګه هغه ترمیم او تاسې ته وسپاري او د پړاونو بشپړولو لپاره یې د ملي انکشاف اجرائیوي لوی رئیس عبدالرحمن عطاش سره غونډه وکړئ.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ په پای کې د افغانستان د صرافانو سراسري شورا رئیس مېرافغان صافي د صرافانو په واک کې د مخابراتو وزارت د مخکېنۍ ودانۍ د ورکولو په خاطر مننه وکړه .

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي