Advertisements
سپورټ

بنګله دیش له افغانستان وړاندې شو 

د کوربه افغانستان او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ کیدونکې د کرکټ ۳ شل اوریزه سیالیو ته بنګله دیشي کرکټ بورډ د افغانستان څخه وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه.

د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په دهرادون راجیو ګاڼدي نړیوال لوبغالي کې ۳ شل اوریزه سیالۍ پلان شوې دي، چې د راتلونکې جون میاشتې ۳ مې نیټې څخه تر ۷ مې پورې داوم کوي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ د افغانستان خلاف ترسره کیدونکو ۳ شل اوریزه سیالیو ته په اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله کې الراونډر شکیب الحسن د لوبډلمشر په توګه ټاکلی دی.

په نورو لوبغاړو کې ورسره تمیم اقبال، لیټن ډاس، سومایا سرکار، مشفیق الرحیم، محمد الله، صابر رحمن، مصدق حسین، مستفیظ الرحمن، ربوالحسین، ابو حیدر، ناظم الاسلام، ابو جیید، مهدي حسن او عارف الحق شامل دي.

د کوربه افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي به د جون میاشتې په ۳، دویمه سیالي د جون میاشتې په ۵ مه او وروستۍ دریمه سیالي به د همدغه میاشتې په ۷ مه نیټه سره ترسره شي.

دغه سیالیو ته د چمتوالي په موخه افغان کرکټ بورډ نږدې یو میاشت وړاندې خپل زیات شمیر لوبغاړي د هندوستان ګریټر نویډا ته د تمریناتو لپاره استولي دي، خو لا هم د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې تر اوسه خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

افغان کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالیو ته به خپل ټول لوبغاړي د وروستۍ ارزونې وروسته غوره کوي او هم به د هندوستان خلاف راتلونکې تاریخي ټیسټ لوبې ته ترې لوبډله اعلان کړي.

افغان لوبډله داسې مهال د بنګله دیش خلاف د ۳ شل اوریزه سیالیو په چمتوالي بوخته ده، چې د همدغه سیالیو څخه یوه اونۍ وروسته د خپل ټیسټ کرکټ تاریخي لوبه د هندوستان خلاف ترسره کوي، چې ورته د کرکټ بې شمیره افغان مینه وال شیبې شماري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی