بنګله دېشي لوبغاړي پر کرونا ویروس د اخته کسانو غم خوري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د بنګله دېش لسګونه کرکټ لوبغاړو  دېرش لکه ټاکه یا د بنګله دېش هېواد کرینسي ټوله کړې، ترڅو دغه بسپنه د کرونا ویروس اخته کسانو ته ورکړي.
د بنګله دېش لوبډله پیاوړي کرکټ لوبغاړي لري، چې دغه لوبغاړي د بنګله دېش لوبډلې سربېره د نړۍ غوره لیګونو کې د لوبېدو په ترڅ کې پېسې ګټي؛ خو اوس دغه کرکټ لوبغاړي د خپلو معاشونو نیمایي یې د بنګله دېش هغو ۳۹ وګړو ته ورکوي، چې پر کرونا ویروس اخته دي.
دوی اوس ۳۰ لکه بنګله دېشۍ کرینسي جمعه کړې او د دې سربېره د کرکټ په درجه بندۍ مخکښ لوبغاړي خپل نیمایي معاش هم د کرونا ویروس ځپلو کسانو ته ځانګړی کړی دی.
د بنګله دېش کرکټ لوبډله اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یوه مطرح لوبډله ده او لوبغاړي یې د کرکټ نړیوالې شورا سربېره له خپل کرکټ بورډ او هم سوداګریزو کرکټ لیګونو کې د لوبېدو په صورت کې پېسې ترلاسه کوي او اوس یې د خپلو وګړو په ښه لګوي.
تمیم اقبال، شکېب الحسن، مشفق الرحیم، مستفض الرحمن او یو شمېر نور لوبغاړي یې د نړۍ په کچه خورا مشهور دي او نړیوالو لیګونو کې د زیاتو پېسو په بدل کې لوبېږي.
90625721_3384435668253797_2126373376934019072_o.jpg
دا چې کرونا ویروس پوله، سرحد، کوچنی، ستر، ښځينه، نارینه، لوبغاړي او نور نه ګوري او د خلکو د ګواښلو سبب کېږي؛ نو ټول خلک مکلف دي، چې د دغه وژونکي ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.
که هغه مالي مبارزه وي او یا هم مالي.
د بنګله دېش کرکټ لوبغاړي چې هر څومره معاش اخلي، نو نیمایي یې پر کرونا ویروس اخته کسانو ته ورکوي، چې درملنه پرې وکړي او هم یې کورکې د لومړنیو توکو رانیولو لپاره وکاروي.
د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو یوه برخه دا هم ده، چې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړو او ځانونه قرنطین کړو، خو کله چې د قرنطین کېږو، باید کار ونه کړو او د لوړ تهدید په صورت کې له ویروس څخه پټ پاتې شو.
نو کله چې کاروبار د دغه ویروس له امله په ټپه ودرېږي، بیا نو هغه کورنۍ د خوراک ــ پوښاک برخه کې له پوره ستونزو سره مخ کېږي، چې د سهار لري او بیګا نه لري.
نو دوی لاسنیوي ته اړتیا پېدا کوي.
زمونږ بډای او شتمنو هېوادوالو هم پکار دي، چې له غریبانو سره مرستې وکړي.
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.