خبر: ملیحه ناصري
بنګله دېش کې د مذهبي اختلافونو له امله تعصبګرو د یوې ماشومې درې ورځنی جسد له قبره ایستلی او پر سړک یې اچولی و.
د ځايي رسنۍ ډاکا ټربیون د راپور له مخې؛ تعصبګرو دا کار د مذهبي شخړو له امله کړی دی.
ویل شوي د دې ماشوم کورنۍ په احمدیه ډلې پورې اړه درلوده. دا نجلۍ په عادي ډول نه وه زېږېدلې، سره له دې چې روغتیاپالانو خورا هڅه وکړه؛ خو مړه شوه او پر همغې ورځ د کلي په یوه هدیره کې ښخه شوې وه.
تر دې وروسته د احمدیه ډلګۍ څو مخالفو نارینه وو، د دې ماشومې درې ورځنی جسد له لحده ایستلی او د دېوال تر شا یې غورځولی و؛ چې بیا د نجلۍ جسد په بل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
ځايي اوسېدونکو د مجرمانو د سزا غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه دا هم نه ده مالومه چې پولیس به اقدام وکړي که نه.
بنګلدیش هم له هغو هیوادونو دی چې د بیلابیلو ډلو پلویان په کې اوسي او تر ډیره په کې د دا ډول افراطي ګامونو راپورونه هم ورکول کیږي.
څېړنې:عبادت د ژور خپګان مخنیوی کوي
د څېړنو پر بنسټ، په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري. د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي