بنګلور لوبډله په خپله راتلونکې لوبه کې شین لباس اغوندي؛ خو ولي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې رویال چلینجرز بنګلور لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې لوبېده، خو د کلکتې لوبډلې دوه لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شول او ننۍ لوبه وځنډول شوه او معلومه نه ده، چي کومي ورځې ته به وځنډول شي

بنګلور لوبډلې تر دې دمه په خپل سره لباس کې د آی پي ایل روان پړاو اووه سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې یې پنځه ګټلې او دوې لوبې یې بیا بایللې دي.

اوس د جدول په درېیم ځای کې شتون لري.

 

په ننۍ لوبه کې د شین لباس اغوستلو څخه د بنګلور موخه څه وه

 

رویال چلینجرز بنګلور لوبډله په دې موخه نن شین لباس اغوسته او اوس به د پریکړې له مخې راتلونکې سیالۍ ته شین لباس واغوندي، تر څو په هند کې د کورونا وبا د مخنیوي په موخه د مرسته رسولو صندوق ته مرستې راټولې کړې.

رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د ویراټ کوهلي ویډیو خپره کړې او پکې ویراټ کوهلي وايي: په هند کې  کورونا وبا پراختیا زیات اندېښمن کړي یو. پر موږ خپل خلګ حق لري، چې په همدې موخه غواړو د شنه لباس په اغوستلو سره د مرستي رسولو پیغام خپور کړو، تر څو ټول د مرستي رسولو له صندوق سره مرستې وکړې. موږ به خپل ټول امضا شوي لباسونه لیلام کړو او بیا به یې د صندوق سره مرسته وکړو، تر څو د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کي چي اکسېجن ته ډېره اړتیا لیدل کیږي واخلي.

ویراټ کوهلي له ټولو هندیانو غوښتي، چې په دې حساسو شرایطو کې په کورونو کې پاته شي او د کورونا واکسین ولګوي.

 

 

په هند کې کرونا

 

لکه څنګه چې په هند کې د آی پي ایل سیالۍ روانې دي، ورسره جوخت کورونا وبا خورا په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او د ریپوټونو په اسا هره ورځ ورسره څخه په سلګونه کسان مري.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د کورونا ویروس د مخنیوي په پار پر ټولو د مرسته کولو ږغ کړی.

په همدې موخه یو شمېر هیوادونو، د کرکټ لوبغاړو او ګڼو نورو کسانو د مرستې رسونې له صندوق مرستې کړې دي.

تر نن ورځې مخکې ددې  لیګ هیڅ لوبغاړی په کورونا ویروس نه وه اخته شوی، خو نن د کلکتې دوه لوبغاړي پرې اخته شول او لوبه یې وځنډول شوه.