لیکنه: سمیع الله درانی
د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې د نړۍ په کچه سوداګریزو لیګونوکې نسبت د بنګلهدېش کرکټ لوبغاړو ته افغانان ښه اخیستل کېږي او مینهوال یې زیات دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر او لارښود انډي مولز ویلي، چې نن سبا د شل اوریزو لوبو ګټلو لپاره له افغان لوبغاړو بل غوره انتخاب نشته.
د هغه په وینا افغان لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره خورا وړ لوبغاړي لري او دوی کولای شي، چې لوبې وګټي.
د مولز په خبره “زه وینم چې زموږ لوبغاړو کې زه وړتیاوې وینم، د دوی کرکټ ورځ په ورځ غوړېږي او وړتیاوې یې د نړۍ په کچه راڅرګندېږي.”
بل پلو د بنګلهدېش د سوداګریز کرکټ لیګ پرمهال د لوبډلې روزونکي محمد صلاح الدین ویلي، چې د نړۍ په ډېری لیګونو کې د افغان لوبغاړو شتون دا څرګندوي، چې هغوی ښه مهارت لري، دوی دا نتیجه اخلي، چې سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو د اخیستلو دلچسپي نسبت بنګله دېشي لوبغاړو ته زیاته ده.
خو هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان توپوهنه کمزورې بللې او استدلال یې دا دی، چې په لیګونو د افغانستان زیاتره لوبېدونکي لوبغاړي بالران دي؛ نه توپوهونکي.
صلاح الدین د افغان بالرانو صفت کړی او دوی یې هوښیار بللي دي.
نوموړی زیاتوي چې د بنګله دېش په بالرانو کې مستفص الرحمن غوره دی او ښه کرکټ به ولري.
د افغانستان او بنګلهدېشي لوبغاړو پرتله
د پرتلې برخه کې همدا بسنه کوي، چې د نړۍ نږدې لسو لیګونو کې افغان لوبغاړي لوبېږي.
بېګ باش لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي، بلاسټ لوبو کې ۵ افغان لوبغاړي، سي پي اېل کې ۶ افغان لوبغاړي، د بنګله دېش لیګ کې شاوخوا لس افغان لوبغاړي، لس اوریز لیګ کې شاوخوا لس افغان لوبغاړي، د پاکستان لیګ کې یې تقاضا زیاته ده؛ خو سیاسي ملحوظات نه پرېږدي، چې افغانان دغه لیګ کې ولوبېږي.
د هند سوداګریزکرکټ لیګ کې افغانان اخېستل شوي، د افریقا په مزانسي لیګ کې افغانان اخېستل کېږي او د کاناډا په ګلوبل لیګ کې افغانان واخېستل شول.
د قطر سوداګریزکرکټ لیګ کې افغانان ولوبېدل.
بل پلو د بنګله دېش کرکټ لوبډلې یواځې دوه یا درې لوبغاړي په آې پي ایل کې لوبېدلي او همداسې یې په نورو لیګونو کې د اخېستلو بازار سوړ دی.
افغانانو کې ښه استعداد شته؛ خو باید استفاده ترې وشي.
د بنګلهدېش او افغانستان د کرکټ تاریخچه
د بنګله دېش کرکټ بورډ په ۱۹۷۲ م کال کې تاسیس شوی او له هغه وخته یې تر دې دمه سلګونه لوبې او سیریزونه نندارې ته وړاندې کړي؛ خو دوی تر اوسه د اسیا جام او یا هم نړیوال جام اتلولي نه ده ګټلې.
۴۸ کاله کېږي، چې بنګله دېش کرکټ لوبډله او لوبغاړي کرکټ کې بوخت دي او دې لړ کې یې مسلکي اکاډومیانې خورا زیاتې دي.
د بنګله دېش نفوس تقریبا ۱۶۵ میلیونه دی او د افغانستان نفوس اوس ۳۹ میلیونه ته نږدې شوی دی.
نو هغه ځمکه چې نفوس یې زیات وي، ښه لوبغاړي پکې موندل کېږي او ښه لوبډله جوړېدای شي؛ خو برعکس بنګله دېش کې د افغانستان په پرتله وړ لوبغاړي کم دي او د پېر بازار یې لیګونو کې سوړ دی.
د بنګله دېش کرکټ له افغان کرکټ څخه ۲۸ کاله مشر دی.
افغانستان له ۲۰۰۱ م کال څخه وروسته مسلکي کرکټ ته مخه کړې ده او د نړۍ مشرې لوبډلې یې ماتې کړي دي.
د دواړو کرکټ بورډونو د امکاناتو پرتله
د بنګله دېش کرکټ لوبډله ډېر امکانات په واک کې لري، دوی ۲۸ کاله وړاندې چې افغان لوبډله هیڅ موجوده نه وه له کرکټ نړیوالې شورا او د اسیا کرکټ شورا څخه یې مالي ملاتړ ترلاسه کړی او لوبغاړو معاشونه اخیستي دي.
مالي امکانات یې فوق العاده دي او دې برخه کې یې ستونزې نشته.
بل پلو د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو امکانات له لومړي سره په نشت حساب وو.
افغان لوبډله چې کله درېیمه درجه لوبډلو کې راتلله؛ نو لوبغاړو یې امکانات نه درلودل، معیاري لوبغالي نه وو، چې کرکټ پکې وکړي او نورې ستونزې هم وې.
لا هم د لوبغالو ستونزه پرځای ده.
دلته لا هم د لوبغاړو په غوراوي کې د غوراوي کمېټې لخوا ستونزه شته، روڼوالی پکې کم دی.
خو بنګله دېش کې بیا لوبغاړي په روڼ ډول اخېستل کېږي او لوبډلو ته ورکول کېږي.
که دلته لوبغاړي د وړتیا له مخې واخېستل شي؛ لا ورسره د افغانستان بیرغ رپاند کېدای شي.