مارچ 4, 2021

شپږیزه: نن بندامیر او میس‌عینک پایلوبې ته د وتلو په موخه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکت لیګ اووم پړاو په دویمه کوالیفایر لوبه کې نن ماپښین یوه بجه بندامیر او میس‌عینک کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.
ننۍ لوبې ته بندامیر او میس‌عینک دواړو لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پرون لیکلې وه:

کابل بازان، میس‌عینک، بُست ساتونکي او بندامیر هغه لوبډلې دي، چې دویم پړاو ته یې لاره پيداکړه.
په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې پرون سهار کابل بازان او میس‌عینک لوبډلې سره ولوبېدې، چې کابل بازانو بریا خپله کړه او پایلوبې ته ووته.
په ایلیمینېټر لوبه کې بیا پرون ماپښین بُست ساتونکي او بندامیر لوبډلې سره ولوبېدې، چې بندامیر بریا خپله کړه او دویمه کوالیفایر لوبې ته یې لاره پيداکړه، خو بُست له سیالیو سره مخه ښه وکړه.

اوس په دویمه کوالیفایر لوبه کې نن ماپښین یوه بجه بندامیر او میس‌عینک سره لوبیږي.
د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله سبا چهارشنبه ماپښین یوه بجه د کابل بازانو لوبډلې سره د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي