افغانستان اقتصاد سرسکالو

افغانستان کې د باڼسونو کاروبار، ودې او پراختیا په موخه ګام

لیکنه: مصطفی سالک

د باڼس پروژې پر اړه عمومي معلومات:

په افغانستان کې د باڼسونو د کاروبار ودې او پراختیا پروژه د سویلي اسیا د د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصادد پرمختیا پروګرام تر سیوري لاندې د کسبګرو او کروندګرو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د دریو کلونو لپاره رامنځ ته شوې ده.

د دې پروژې تړون د ۱۳۹۶ لمریز کال د وري په ۱۰ مه نیټه د سارک سازمان د اجرایوي رییس او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مقام تر منځ لاسلیک شو چې ټول لګښت یې ۷ لکه ۴۹ زره ډالر و. چې ۱۰۰ زره ډالر افغان حکومت او پاتې نور د سارک سازمان له خوا چمتو شوي وو.

اوسمهال دا پروژه په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پلې کیږي. تر اوسه په دې دوو ولایتونو کې د باڼس د عامه تسهیلاتو دوه مرکزونه او د باڼس د تولیداتو مرکزونه د پرمختیايي شوراګانو له خوا رامنځ ته شوي.

او د کندهار په ډنډ او ارغنداب او د ننګرهار په کامه او ښیوه ولسوالیو کې د باڼس ګیاه ۱۰ امتحاني قوریې هم جوړې شوې دي.

د کندهار او ننګرهار ولایتونو اب و هوا او خاورې ته په کتو د باڼس له ۱۴۵۰ ډولونو څخه وړ او مناسب ډولونه غوره شوي دي.

تر اوسه د پروژې د کسبګرو له باڼسونو ۳۵ ډوله بیلابیل محصولات جوړ کړي دي، چې د بیلګې په ډول د میزونو، چوکیو، ګلدانونو، قلم دانیو، دیوالي ساعتونو، چتي څراغونو، او د پخلنځي وسایلو په جوړولو سره خپل کارونه پر مخ بیولي او د پلور په موخه یې بازار ته وړاندې کړې دي. دې پروژو په یادو ولایتونو کې ۹۰۰ کلیوالو ته کار پیدا کړی دی، چې همدغه کار موندنه او د باڼس د کاروبار پرمختګ د دغې پروژې ستره موخه ده.

باڼس څه شی دی؟

باڼس هغه ګیاه ده چې تر ډیره په لنده اب او هوا کې وده کوي او هغه ځمکې ورته مناسبې بلل کیږي چې تر ډیره اوبه ساتي، باڼس ډیر ډولونه لري چې تر اوسه یې ۱۴۵۰ ډولونه پیژندل شوي دي، او په سویلي اسیا، افریقا، او لاتینه امریکا کې ډیر پیدا کیږي.

د باڼس ګیاه ډیر ژر وده کوي او لرګی یې کلک دی. د باڼس لرګی، د افرا، څيړۍ، او نښتر په پرتله کلک دی. سپکوالی، ظرافت، او مقاومت یې د ګرمۍ په وړاندې ډیر دی او انعطاف مننه یې هم ډیره ده چې دغه کار باڼس ګیاه د طوفان او باران ضد ودانیو لپاره مناسبه ګرځولې ده.

باڼس ډیر نایتروژن مصرفوي او کله چې اوبه په نایتروژن ډیرې ککړې وي دغه ګیاه اضافي نایتروژن جذبوي او اوبه پاکوي، باڼس د کاربن ډای اکسایډ د جذب، د هوا پاکولو او د ځمکې د تودوخې د کمیدو لامل هم ګرځي.

د باڼس ګیاه په بیلو برخو کې لکه د ودانیو، لاسي صنایعو، ترکاڼۍ، فرنیچر، کوزه ګرۍ، مجسمه جوړونې، د پخلنځي د توکو جوړولو او نورو برخو کې کارول کیږي.

پنځوس- شپیته کلونه مخکې باڼس یو بې کاره لرګی بلل کیده بلکې کله خو به مصیبت بلل کیده ځکه چې ډیر ژر به په ځمکه کې خپریده او هغه یې نیوله خو اوس داسې انګیرل کیږي چې باڼس به د ودانیو ستر توکی وګرځي او ځينې خو یې د ۲۱ مې پیړۍ لرګی بولي.

د باڼس له جرړو رنګ په رنګ یوناني درمل او خوراکونه هم جوړیږي.باڼس ډیره چټکه وده کوي او کله کله خو دا وده په ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ اینچو ته رسیږي.

له ۳ تر ۷ کلونو وخت په کار دی چې باڼس بلوغ ته ورسیږي چې د نورو ونو په پرتله دا یو ډیر کم وخت دی.
په افغانستان کې د باڼسونو بزغلي کرل او له هغه رنګارنګ توکي جوړول یوه نوې تجربه او د کار روزګار نوی ډګر دی چې هیله ده په راتلونکي کې ښه وغوړیږي او خلکو ته د کار موندنې زمینه برابره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل

تبصره مو ولیکئ