روغه سټه

یوازې د درې ورځو په لړ کې د بڼو ګڼوالی تجربه کړئ!

ژباړه: نسیمه محمدي

د ښایسته او لوړو بڼو درلودلو لپاره د بڼو کرلو او نورو درملنو ته اړتیا نشته تاسې کولای شئ د بڼو د ګڼوالي او سترګو ښکلا لپاره د یوې ګټورې طریقې څخه، پرته له هېڅ ډول زیان ګټه واخلئ.

څنګه کولای شو یواځې د درې ورځو په جریان کې، د بڼو او وریځو ودې ته چټکتیا وبښو؟

که څه هم هېځوک نشي کولای د ډېرو لاملونو له کبله لکه: جنېټک، خاص روغتیایي شرایط، عمر، هر ډول کمبود، د سترګو اړوند مېکروبونه یا هر ډول هورموني ناروغۍ، د بې سارې ښکلو بڼو او وریځو درلودلو لپاره ولري. مونږ نشو کولای په دې اړه له ځینو څیزونو مخنیوی وکړو، مګر کولای شو د ځینو درملنو سره د بڼو او وریځو د ودې او ګڼوالي سره مرسته وکړو.

د روغې سټې په دې برخه کې تاسې سره په درې ورځو کې د بڼو د چټکې ودې لپاره ځانګړې نسخه وړاندې کوو، چې د کاروونکو تر نظریاتو وروسته د دې طریقې پایله په بشپړه توګه مثبته وه، نو وړاندیز کوو حتما یې وآزمایئ.

اړین توکي:

۱: د ډوډۍ خوړلو یو قاشقه د آلوئه ورا ځوښه

۲: دوه قاشقې د کرچکو غوړي ( له درملتونون او عطاریو څخه یې تر لاسه کولای شئ)

۳: دوه دانې د وېټامین E کپسولونه

تاسې کولای شئ د آلوئه ورا ځوښه له بوټي په خپله ترلاسه کړئ او هم کولای شئ له پلورنځیو څخه یې تر لاسه کړئ، په ټوله کې آلوئه ورا ستاسې د پوستکي لپاره ډېر ګټور دی.

که مو د کرچکو غوړيو ته لاسرسې نه درلود، د بادامو او یا هم د زیتونو له غوړیو ګټه اخېستلای شئ. د کرچکو غوړي د غوړو اسیدونو په درلودلو د وېښتو له ودې سره مرسته کوي.

وېټامین E د پوستکي د رطوبت لپاره ډېره ګټه لري او تاسې کولای شئ په آسانۍ سره له درملتونونو څخه دا وېټامین تر لاسه کړئ. وېټامین E د انتي اوکسیدان په څېر عمل کوي، چې د مړو حجرو په رغېدو او د نویو حجرو په جوړېدو کې مرسته کوي.

طریقه:

  • لومړي پاک لوښی چمتو کړئ او پورته یاد شوي مواد ټول په دې لوښي کې وڅڅوئ او ښه یې ګډ کړئ او وروسته یې یوه ښيښه انتقال او وساتئ.
  • وروسته د برس څخه په کار اخېستلو دا ترکیب په بڼو او وریځو ووهئ. ( د ریمل برس تر ټول ښه دی).
  • پرېږدئ دا مواد تر سهاره په بڼو او وریځو پاتې شي او سهار یې اوبو سره پاک ووینځئ.

د دې درملنې غوره برخه، دا ده چې سل په سلو کې طبیعي او ارګانیک دی او بله ښېګڼه یې دا ده چې له لګښت پرته د درې ورځو په لړ کې د پاموړ پایله تر لاسه کوئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.