هند د ګلابي بال لوبه له بنګله ديش څخه وګټله

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د بنګله دېش او هندوستان ترمنځ د هند په کوربتوب د دوو ټېسټ لوبو سیریز د نومبر په ۱۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پیل شوی و، لومړۍ ټېسټ لوبه کې لومړی توپ وهنه هند پیل کړه، دې لوبډلې خپل پیلوونکی او خطرناک توپ وهونکی روهېټ شرما ډېر ژر په ۶ منډو له لاسه ورکړ؛ د ده له سوځولو سره بنګله دېشي لوبغاړو ډېره خوښي ونمانځله او دا تمه یې وه، چې نورې وېکټې به هم ژر، ژر وغورځوي؛ خو بل اوپنر توپ وهونکي میانک اګروال بیا بنګله دېشي، سپېن، چټک او منځني توپ اچوونکي د ده د وېکټو په ترلاسه کولو پسې سرګردانه کړل.
اګروال لکه د دېوال په څېر ودرېد، بالران یې تر پوزې راوستل، ۲۴۳ منډې یې وکړې او له اوږده ځنډ وروسته د مهدي حسن په توپ له میدانه رُخصت شو.
اګروال ۲۸ څلوریزې، ۶ شپږیزې ووهلې او ۲۴۳ منډې یې د ۳۶ بونډریانو په لوبولو سره جوړې کړې.
له ده سره چېټېشور پوجارا چې ون ډاون راښکته شوی و، ۵۴ منډې جوړې کړې، منځنۍ برخه کې اجېنکیا رهانی ۸۶ سوځېدلې او جدیجا ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هندوستان د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته ۴۹۳ منډې وکړې او بیا یې پاڼۍ بنګله دېش ته پرېښوده.
د بنګله دېش لپاره ابو جاید ۴ وېکټې واخېستې.
بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د هند د منډو پر وړاندې بې ځوابه پاتې شو، دوی ټولې ۱۵۰ منډې وکړې، چې مشفق الرحیم پکې ۴۳ منډې او مامن الحق ۳۷ منډې ترسره کړې.
محمد شمي درې، اشوېن، اېشنټ شرما او اُمېش یداف دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې، د بنګله دېش یو لوبغاړی د جدیجا او وېکټ ساتونکي ریډیمن ساحا له خوا رن اوټ شو.
هند یو ځل بیا بنګله دېش ته د ۳۴۳ منډو هدف پوره کولو لپاره بلنه ورکړه، چې دوهمه پاڼۍ کې هم منډې ورپوره کړي.
ban vs ind 1.jpg
خو دا ځل بیا د هند توپ اچوونکو بنګله دېشی بېټېنګ په ملا مات کړ، بنګله دېش د محمدشمي او امېش یداف د چټکې او د اشوېن د څوکه توپ اچونې ښکار شو، شمي دا ځل څلور، اشوېن درې، یداف دوه او اېشنټ شرما یوه وېکټ ترلاسه کړه.
په دوهمه پاڼۍ کې بنګله دېش د مشفق الرحیم د ۶۴ منډو په مرسته ۲۱۳ منډې وکړې او لوبه ترې هند په یوه پاڼۍ او ۱۳۰ منډو وګټله.
دا ټېسټ لوبه د هندوستان د نورو لوبو خلاف په ګلابي یا پېنک بال ترسره شوه.
دواړه لوبډلې دوهمه او وروستۍ ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۴ مه نېټه پیلوي.
تر دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم هند دوه د یو پر وړاندې له بنګله دېش څخه وګټله.
هندوستان په ټېسټ لوبو کې اوسمهال لومړۍ درجه لوبډله ده او لا د دې درجې د ځای د محکموالي لپاره خپلې نومرې لوړې ساتي.
هندوستان د ټېسټ لوبو په تاریخ کې ټولې ۵۳۹ لوبې کړي دي، چې ۱۵۶ یې ګټلي دي، ۱۶۵ یې بایللي دي، یوه لوبه یې ټای یا سر پر سر شوې، ۲۱۷ لوبې یې ډرا یا د وخت د پای ته رسېدو له امله مساوي شوي دي او ۲۸ اعشاریه ۷۷ سلنه ټېسټ لوبې هند ګټلي دي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.