مارچ 4, 2021

د هندي سینما د روان کال تر ټولو ګران بیه فلم ستوري

د هند سینما یوازې د فلم نړۍ نه ده، بلکې د ډېرو د کټي وټې سرچینه ده، مشهور فلم ستورو ته ددې خبره پروا نه لري چې فلم په باکس افس کې ډېرې پيسې ګټي که لږې، بریالی کیږي که نه خو دغه اداکاران خپل ځانته ټاکلې بیه لري چې د فلم تر ډکولو وړاندې یې اخلي.
هندۍ ویبپآڼې فلمي بیټ روان کال تر ټولو د زیاتې بیې لرونکي او اخیستونکي فلم لوبغاړو نوملړ خپورکړی، حیرانوونکې خبره دا ده چې په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېره نیوکه کوونکې اداکاره کنګنا رناوټ مخکې راغلې.
کنګنا رناوټ:

د فلم دغه لوبغاړي د هندي سینما د مخکښو ستورو ده، د دې فلم لوبغاړې وروستی فلم چې نندارې ته وړاندې شو(مني کارنیکا) په باکس افس کې یې بریالی شوی و.
دغه ژبوره لوبغاړې د فلمونو ډېره په نیوکو او شخړو مشهوره ده، کنګنا د یوه فلم ۱۸ کروړه روپۍ اخلی.
ډپيکا پډوکون:

مشهوره فلم لوبغاړې ډپیکا پډوکون د یوه فلم پر سر ۱۷ کروړه هندۍ روپۍ بیه لري.
پریانکا چوپړا:

د پریانکا د هغه په هندي فلم لوبغاړو له ډلې ده چې د بالیوډ سربېره په هالیوډ یا انګلیش فلمونو کې هم مشهوره ده.
دغه لوبغاړې د امریکایي سندرغاړي نک جونز سره له واده وروسته په بالیوډ کې نه ده راښکاره شوې، خو د یوه فلم بیه یې ۱۶ کروړه ټاکلې.
کرینه کپور:

د بالیوډ یا هندي سینما د بي بو په نوم مشهوره دغه ستورې هم لوړه بیه لري، په یوه فلم کې د کار کولو پر سر ۱۵ کروړه روپۍ اخلي.
شردها کپور:

دا فلم ستورې ځوانه خو په هندي سینما کې یې ځان ته ځای جوړ کړی، بیه یې ۱۴ کروړه هندۍ روپۍ دي.
عالیه بهټ:

په اوس وخت کې ښکلې فلم ستورې عالیه بهټ هم د یوه فلم بیه ۱۳ کروړه ده.
کټرینا کیف:

ښکلي او کامیابه د فلم لوبغاړي کټرینا کیف ۱۲ کروړه د یوه فلم بیه لري.
سونم کپور:

مشهور فلم ستورې او ځوانه لوبغاړې که څه هم په ډېرو فلمونو کې نه راښکاره کیږی خو بیه یې لوړه ده، د یوه فلم پر سر ۱۱ کروړه اخلي.
ودیا بالن:

پخوانې او تجربه کاره فلم لوبغاړې ودیا بالن بیه ۱۰ کروړه ده چې په یوه فلم یې اخلي.
انوشکا شرما:

ښکلي او مشهوره لوبغاړي او کرکټر ویراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما بیا د یوه فلم کار کولو پر ۹ کروړه بیه لري.
پرنیتي چوپړا:

فلم ستورې پرینیتي چوپړا بیه بیا تر انوشکا لږه ۸ کروړه هندۍ روپۍ ده.
سوناکشي سنها :

د بالیوډ دبنګ به نامه مشهوره دغه فلم لوبغاړې سوناکشي سنها په یوه فلم بیا ۷ کروړه هندۍ روپۍ اخلی.
ایشوریا رائي:

رایشوریا رائي بچن د هندي سینما د ښکلي ستورو څخه ده د یوه فلم بیه یې ۶ کروړه ده.
جیکولین فرنینډاس:

دغه ښکلې سریلانکایې بالیوډ ستورې بیا د یوه فلم بیه پنځه کروړه اخلي.
ډيشا پټاني:

د فلم باغي څخه مشهوره ځوانه او ښکلې فلم لوبغاړي د یوه فلم ۴ کروړه هندي روپۍ اخلي.
کریټي سونن:

د فلم هیروپنټي څخه بالیوډ ته داخله شوې ښکلې اداکاره کریټي سونن د یوه فلم ۳ کروړه روپۍ اخلي.
تاپسي پانو:

دغه اداکاره بیا د یوه فلم لپاره لپاره نیم کروړ بیه لري.

لیکوالي په ټولنه کې څه ارزښت لري؟

لیکوال: شبانه پوپلزۍ - برخه : بریا او پرمختګ

لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟ لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي. لیکوال د خپل قلم ... نور ولولئ