سینما او موسیقي

د بالیوډ ۴ پرلپسې فلمونو تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پیسې ګټلي

د هندي سینما یا د بالیوډ نړۍ په تاریخ په لومړي ځل پرلپسې نندارې ته اېښودل شوي څلور واړه فلمونه د (۱۰۰ کروړه) ګټې په ډله کې راغلي دي او حت ځينو یې له (۱۰۰ کروړه) هم زیاتې ګټلي دي.

دا لومړی ځل دی چې مخکې وروسته ننداره شوي څلور فلمونه د (۱۰۰ کروړه) په ګټه کې شامیلیږي.

د دغې زیات شمېر ګټې وټي په لرونکو فلمونو کې د میشن منګل، ساهو (هندي ورژن) چچهوري او دریم ګرل شامل دي.

د بالیوډ هنګامه ډاټ کام د خبر له مخې، یادو فلمونو دغه ګټه د یوې میاشتې جریان کې د ۱۵ اګسټ څخه نیولې تر ۱۳ سټمبر پورې کړې.

د هند د ازادۍ په ورځ ۱۵ د اګسټ د فلم مشن منګل سره یوځای (بټاله هاؤس) هم نندارې ته وړاندې شوی و او په باکس افس کې ښه کامیاب ثابت شو.

خو تر ۲۵ سټمبر پورې بټاله هاؤس هم سل کروړه ګټې ته نږدې شو او ۷۶ لکه هندۍ روپۍ يي وګټلې.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال په لومویو ۹ میاشتو کې د بالیوډ سینما ۱۲ فلمونو تر ۱۰۰ کروړو ګټه اړولې ده.

یوازې د اپریل میاشت وه چې کوم فلم په کې تر ‍۱۰۰ کروړه پیسې ونه ګټلې نور ټولو فلمنو د خپلې ګټې حد تر ۱۰۰ کروړه رسولی دی.

فبروري کې(ګلي بوائ) او ټوټل دهمال، جون میاشت کې بهارت او کبیر سنګ، اګسټ میاشت کې مشن منګل او ساهو او په سټمبر میاشت کې چچهوري او ډریم ګرل د ۱۰۰ کروړه کلب کټه کې شامل شوه.

د جنوري په میاشت کې سرجیل سټرائیک، مارچ میاشت کې کیسری، مئ میاشت کې دې دي پيا دې دی، او جولائ میاشت کې سپر۳۰ تر ۱۰۰ کروړه خپله ګټه رسولې وه.

خو په دې ټولو کې مشن منګل د ۲۰۰ کروړه څخه زیاتې ګټې سره په کامیاب فلم شمېرل کیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی