مارچ 8, 2021

کاروبار او بوختیا؛ بلخ کې څه باندې ۳ زره مېرمنې کرکېله کوي

Advertisements
راپور: بشر درویش

د کرنې وزارت، خپل د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د بلخ ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې څه باندې درې زره مېرمنو ته په کروندو کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه مېرمنې په هغو کورنیو باغچو کې کار کوي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورته جوړې شوي دي.
دغه راز د کرنې وزارت دغو مېرمنو ته د بېلابېلو سبو د کرکېلي، پالنې او حاصل ټولولو لارې چارې ښودلي دي.

دغه مېرمنې چې تر دې وړاندې د کاري فرصتونو له نه شتونه کړېدل اوس د خپلو کورنیو د نارینوو ترڅنګ د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي او دخپلو کورنیو د اقتصادي ودې په پار هلې ځلې کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي.
د کرنې وزارت ویلي؛ دغه راز ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې په بېلابېلو سایزونو ګلخونې او د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د ډیرو مرستو غوښتنه

د بلخ ولایت یوشمېر کروندګرې مېرمنې ددې ولایت نورو ولسوالیو کې هم مېرمنو لپاره د کرنې وزارت د لا ډېرو مرستو غوښتونکې دي.

دوی وایي، یوه لاره چې تر دې دمه مېرمنې توانېدلي دي، چې د خپلو کورنیو د نارینه و ترڅنګ په خپل ژوند کې مثبت بدلون ایجاد کړي په کرونده او د کورنیو باغچو په برخه کې کار کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې زرګونو نورو مېرمنو ته هم ورته چوپړونه وړاندې کړي دي، چې ښې لاسته راوړنې هم لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ