اپریل 11, 2021

له ګډ ژونده ۲۱ کاله وروسته؛ له یوې بلې ښځې سره

Advertisements
ژباړه فضل رباني قاضي زی

له ګډ ژونده ۲۱ کاله وروسته، میرمن مې رانه وغوښتل چې له یوې بلې ښځې سره د ماښام خوړو او د فلم لیدو ته له کوره بیرون ولاړ شم. کډې مې راته وویل چې له ما سره ډیره مینه لري ولې ډاډه ده چې هغه ښځې باندې هم زه ډیر ګران یم او له ما سره بهر تلو نه به خوند واخلي. هغه ښځه مې مور وه چې ۱۹ کاله پخواه کونډه شوې وه ولې د ژوندانه بختیاوو او درېیو بچو له وجې به زه کله نا کله ناڅاپي او په نا منظم ډول د هغې لیدو ته ورتلم.
همغه شپه مې ورته زنګ وکړ ترڅو د ماښام خوړو لپاره بهر ولاړ شو ولې مور مې په ورخطایی پوښته وکړه چې څه چل شوی؟ هغه د هغو کسانو له ډلې څخه وه چې د شپې ټیلیفوني اړیکې او یا هم یو ناڅاپه بلنه ورته د یو ناورین خبر په څېر برېښیده. هغې ته مې ووې: ډېره به په زړه پورې وي که موږ نن شپه سره یوځای اوسو؛ له ځنډ وروسته یې ووې چې زه به هم ډېر خوند واخلم.
همغه جمعې ورځ وروسته له دندې کله چې ورپسې ورغلم نو لږ شانته عصبی وم. کله چې ورسیدم هغه هم لږ عصبی وه،  خپل کوټ یې اغوستی او د وره په مخ کې ولاړه وه. خپل ویښتان یې کوڅی کړي وه او هغه جامې یې پر تن وې کومې چې د خپل د واده وروستۍ کلیزې کې پر ځان وې. په روښانه مخ لکه پریښتې ماته مسکا کړله. کله چې موټر ته راپورته شوه وویل: خپلو ملګرو ته مې ویلي چې نن شپه له خپل زوی سره وځم او هغوی ډیر د تاثیر لاندې راغلي.
موږ یو داسې راسټورانټ ته ولاړو چې که څه هم لوکس نه وه مګر ډیر راحته وه. لاس مې یې داسې نیولی وه تا به ویل چې د کوم ولسمشر میرمن ده. له دې وروسته چې کیناستو د مینیو په لوستلو بوخت شوو. د لوستلو په حال کې مې د مینیو له سره د خپلې مور څېرې ته وکتل او ګورم چې په مسکا ښایي د تېرو یادونو په یادون ماته ګوري او راته یې ووې: په یاد مې دي چې کله ماشوم وې او یو ځای رسټورانټ ته تلو هغه به د رستورانټ مینیو لوسته. ما هم په ځواب کې ووې اوس یې وخت دی چې ته آرامه شې او اجازه راکړې چې دا لطف زه ستاسو په حق کې وکړم.
د ډوډی خوړو په وخت کې مو خبرې اترې سره وکړې. هیڅ یو غیر عادي خبره  د موږ په منځ کې رد و بدل نه شوه او دومره خبرې مو سره وکړې چې د فلم لیدل مو هېر شول. کله مې چې کور ته ورسوله وویل: له تاسره به بیا هم بهر ځم خو په دې شرط چې ته به د ما دعوت قبولوې او ما هم ورسره ومنله. کله چې کور ته ستون شوم نو میرمن مې رانه وپوښتل چې آیا د مور سره مې دې بیرون تګ او ډوډی خوړل خوښ شول؟ په ځواب کې مې ورته ووې ډیر زیات له هغه څه چې مې فکر کړو.
څو ورځې وروسته مې مور د زړه حملې له وجې مړه شوه او هر څه زما لپاره ګړندي شول چې د کړو څه نه وو پاتې. څه موده وروسته یو پاکټ چې  په هغه کې د رسټورانټ د خوړو رسید کاپي (د بیل کاپی) وه لاس ته راغی، چېرې چې ما او مور مې هغه شپه خواړه خوړلي وه. په دې مضمون یو یادښت هم وسره وه:
نه پوهېږم چې زه به هلته وم که نه مګر د دوو نفرو د خوړو پیسې مې ورکړي یو ستا لپاره او بل ستا د مېرمنې لپاره؛ او ته به هیڅ کله پدې پوه نشې چې هغه شپه د ما لپاره څه مانا او ارزښت لري!!! زه تا سره مینه لرم زویه …
ځینې وختونه د هغه څه ارزښت چې موږ یې د نورو لپاره کوو ډېر زیات وي له هغه څه چې موږ یې فکر کوو.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي