اپریل 11, 2021

د بېنظير بوټو د لور کوژده؛ بختاور او محمود یو بل ته ګوتمۍ په ګوتو کړې

Advertisements

نن د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې “بینظیر بوټو”، د پخواني ولسمشر “اصف علي زرداري” لور او د پیپلز ګوند رییس “بلاول بوټو زرداري” خور “بختاور بوټو زرداري” کوژده وکړه.
بختاور بوټو او محمود چودري یو بل ته ګوتمۍ په لاس کړي. په دې مراسمو کې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ کسانو پورې برخه اخیستې وه.
د ډاکټرانو په مشوره، اصف زرداري د مراسمو لپاره له روغتون څخه کور ته لاړ. د محمود چوهدري د کورنۍ غړو نه له ۱۲ نه تر ۱۵ پورې کسان شامل وو.
د بختاور بوټو زرداري کورنۍ او ملګرو یې په کراچۍ کې د کوژدې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د بینظیر بوټو زرغونه جوړه په ټولنیزو رسنیو کې دې حوالې سره یو ځای خپره شوه چې داسې انګېرل کیده چې بختاور به پکې د یو څه تغییر په راوستلو همدا جوړه په خپله کوژده کې په تن کوي.
بلاول بوټو ، چې په کورونا اخته و، من حیث د یو ورور له خپل اصلي فعالیت یا رول څخه لرې پاتې شو. اصف زرداري، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، د لنډ وخت لپاره د خپلې لور د کوژدې په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلی و.
د بختاور بوټو زرداري د کوژدې د مراسمو بلنلیک په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ؤ، چې د اصف علي زرداري او بینظیر بوټو د واده عکس هم پکې چاپ شوی ؤ.

په بلنه کې د کورنا وایروس ناروغۍ لپاره د لارښوونو لیست هم شامل ؤ، چې له مخې یې محدود شمیر میلمانه کوژدې ته رابلل کیده، تر څو ټولنیز واټن ته پاملرنه وشي.
د لارښوونو سره سم یې په بلنه کې لیکلي ؤ، چې یوازې هغه میلمانه په مراسمو کې برخه اخیستی شي، چې لومړی دوی د کورونا ازموینه ترسره کړي او د ازموینو منفي پایلو یوه کاپي د دوی بریښنالیک ته واستوي، له هغه وروسته به دې میلمنو ته په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکول کیږي.

سربیره پر دې ، لارښوونو کې ویل شوي ؤ ،چې ګرځنده تلیفونونو ته په مراسمو کې اجازه نه ورکول کېږي.
بختاور مخکې ویلي ؤ چې:

زه د ټولو خلکو د دعا او مینې څخه مننه کوم. اوس د کورونا وایروس له امله مراسم ډېر محدود دي، وروسته له کورونا به ان شاءالله د دې خوښۍ مراسم په ګډه لمانځو.


د یادونې وړ ده، چې بختاور بوټو زرداري د اصف زرداري او بینظیر بوټو مشر لور ده، که څه هم هغه د بلاول بوټو زرداري څخه کشره ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي