اپریل 13, 2021

که بادرنګ وخورئ، نو دا ۶ ګټې به ترلاسه کړئ

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

له هغو پخوانیو ګټورو څښاکونو له ډلې چې په وروستيو څو کلونو کې بیا ځلې مشهور شوي دي، یو هم د بادرنګ اوبه دي. دغه څښاک ډېرې ګټورې ځانګړنې لري او کولای شي د وزن په کمولو کې هم مرسته وکړي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د بادرنګو د اوبو اوه اصلي او ګټورې ځانګړنې در وپېژنو تر څو وروسته له دې تل په کور کې د بادرنګو له اوبو څخه ګټه واخلئ.

لومړی: په بدن کې د اوبو کچه لوړوي. د بدن اوبه پوره کوي او بدن د اوبو له کموالي څخه ژغوري.
دویم: د بدن کالوري سوځوي له همدې امله د وزن په کمولو کې له تاسو سره مرسته کوي.
درېیم: بادرنګ د بېلابېلو انټي اکسیډنتونو غوره سرچینه ده او کولای شي له مېکروبي ناروغیو سره مبارزه وکړي او یادې ناروغۍ له منځه یوسي.
څلورم: بادرنګ کولای شي د سرطان له ځینو ډولونو څخه مخنیوی وکړي او د سرطان د ځينو ډولونو په درملنه کې هم مرسته کوي.
پینځم: بادرنګ د لوړ فشار کچه ښکته راولي له همدې امله د زړه په روغتیا کې ډېره مرسته کوي.

شپږم: د پوستکي په روغتيا کې ډېره مرسته کوي. پوستکی پیاوړی کوي او له پوستکي څخه ساتنه کوي.
اووم: د هډوکو په روغتیا کې مرسته کوي او د هډوکو د پیاوړي کېدو لامل کېږي.
په پای کې دا يادونه اړينه ده چې هڅه وکړئ چې دغه څښاک د مصنوعي خوږو یا قند په ګډولو خواږه نه کړئ تر څو خپلې ځانګړنې له لاسه ور نه کړي او ستاسو د وزن د ډېرېدو لامل نه شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ