فبروري 25, 2021

بادیان؛ څو خورا مهمې ګټې یې

ژباړه: ملیحه ناصري

لومړی به دا ووایو چې بادیان څه ډول دی؟

 یو بوټی دی چې مېوه/ثمر یې کوچنۍ دانې دي. همدا دانې ډېر ښکلی بوی او خوند لري. پر دې سربېره د ډېرو ناروغیو درمل دی. کوچنۍ دانې \ یې له ګله جلا کېږي او وروسته خوړل کېږي. د همدې لپاره په ټولو طبیعي درملو کې د بادیانو نوم هم یادېږي. په دودیز طب کې یې کارونه له پخوا راهیسې دود وه، اوس هم هماغه ډول کارول کېږي. همدا رنګه یې پاڼې هم د ښایسته عطر لرونکو سبزیو/ترکاریو په ډله کې شمېرل کېږي.

د بادیانو ځانګړنې:

-د هضمي سیسټم فعالیت سموي.

-د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ مخکنۍ نښې/ درد کموي.

-د وجود روغتیا کې ونډه اخلي.

-وزن کموي.

-د التهاب ضد دی او د سینې بلغم راجدا کوي.

-له پوستکي ساتنه کوي.

-تنفسي سیسټم روغ ساتي.

-په وجود کې د هضم او جذب پروسه سموي.

-د بېخوبۍ مخنیوی کوي.

-د زړه روغتیا کې مرسته کوي.

-مېټابولیزم سموي.

-قبضیت ښه کوي.

-جنسي لېوالتیا ډېروي.

-تر میاشتنۍ ناروغۍ مخکې د سنډروم نښې ښې کوي.

ځينې اړینې ځانګړنې یې دلته سپړو:

یوه کاشوغه بادیان ډېر کم وي؛ خو معدني مواد یې ډېر دي او د لاندې موادو معادل/برابر ګڼل کېږي.

-کالوري ۳۳

-پروټین ۱ګرامه

-غوړ ۱ ګرامه

-کاروبوهایډرېټ ۳ ګرامه

-فایبر ۱ ګرام

-اوسپنه/آهن ۳۱٪ ورځنۍ اړتیا په اندازه(آر.ډي. آي)

-منګنیز ۷٪ ورځڼۍ اړتیا

-کلسیم ۴٪ ورځنۍ اړتیا

-مګنیزیم ۳٪ ورځڼۍ اړتیا

-فاسفر ۳٪ ورځڼۍ اړتیا

-مس ۳٪ ورځڼۍ اړتیا هومره

۱-د ژور خپګان نښې کموي:

په ټوله نړۍ کې ۲۵٪ مېرمنې او ۱۲٪ نارینه پر دې اروايي ناروغۍ اخته دي. تاسو ته به هيښوونکې برېښي چې بادیان د ژورخپګان درملنه کې مرسته کولای شي؛ ځکه د ژورخپګان/افسرده‌ګۍ د درملو غوندې اغېز ښندي.

یوې بلې څېړنې په ډاګه کړې ده چې په ښځو کې تر زېږون وروسته د ژورخپګان درملنه، د ورځې په ۳ ګرامه ټکول شویو بادیانو خوړلو باندې، شونې ده.

۲-د معدې د زخم/ټپ پر وړاندې د وجود ساتنه:

د معدې زخم ځينې نښې ( سوخت، کانګې، خراب هضمیت…) لري. څېړنو ښودلې چې دبادیانو دانې کولی شي چې د معدې د ټپ راپیدا کېدلو او نښو مخنیوی یې وکړي؛ ځکه چې د معدې د اسید ترشح کموي.

۳-د باکټریاوو له پیدا کېدلو مخنیوی کوي:

څېړنو ښودلې چې بادیان د باکټریاوو له پیدا کېدلو او ودې مخنیوی کوي. په ځانګړي ډول د جلدي ناروغیو د باکټریاوو د له منځه وړلو په پار اغېزناک برېښي. آنتول هغه مواد دي چې بادیانو ته یې دا خاصیت وربښلی دی. د اسهال مخنیوی هم کولای شي.

۴-د ځينو نورو ناروغیو مخه نیسي:

کله چې ښځې زړې شي، ځينې نښې یې وجود کې رابرسېره کېږي. هغو نښو ځينې نسايي ستونزې هم شته. بادیان کولی شي د بېوخته ښځينه  زړښت او نسايي ستونزو مخه ونیسي.

د وینې خواږه/شکر تنظیموي. د التهاب مخه ډب کوي. ډېر التهابونه د زړه، سرطان او شکر ناورغیو سره اړیکه لرلای شي.

جانبي عوارض یې:

ځينې کسان بادیان بېغمه خوړلی شي؛ خو ځينې بیا حساسیت ورسره لري. هغه کسان چې حساسیت ورسره لري، کېدای شي ویې نه شي خوړلی؛ ځکه بادیان ځينې مواد لري چې د سټروجن هورمون په تقلید سره د سینې سرطان یا آندومتریوز بدتره کوي.

دا هم کېدای شي چې حساسیت لرونکو کسانو ته تنفسي ستونزې پیدا کړي.

امېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې دې نه خوري؛ ځکه په دوی کې جانبي عوارض یې ماشوم نیولی شي.

سرچینې: بېلابېلې

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*