ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د بدو خبرونو اغېزې کنټرول کړئ

لیکنه: ملیحه ناصري

بد خبر او ناوړه پېښې ذاتاً داسې اغېز لري چې تر ډېرې مودې یا لږ ترلږه تر څو ساعتونو مو خوا پرې شنه/ بده وي؛ نو باید د کنټرول او کابو کولو لپاره یې هڅه وشي.

افغانستان داسې ځای دی چې هره ورځ څو بد خبره په رسنیو کې ترې خپرېږي. چاودنې، وژنې، برمته کولو پېښې، تاوتریخوالی، تېری، فساد او دېته ورته اړوند خبرونه هره ورځ اورېدل کېږي. مهمه نه ده چې د ځاني تاوان لپاره هرومرو دې څوک د پېښې ځای کې وي، رواني زیانونه خامخا همغومره تاوان لري، لکه فریکي چې یې لري.

د ټولنې د رغاوي په پار باید لومړی فکرونه روغ پاتې شي. فکر هله روغ وځي چې اروايي ستونزې کنټرول شي؛ نو دلته مو د دې اغېزونو د کنټرول په‌پار ځينې لارښوونې لیکلي چې مرسته کولی شي.

۱- هڅه وکړئ چې منفي فکرونه مو د مثبتو کړنو مخه ډب نه کړي. کېدای شي د ډېر بوږنوونکي انځور یا ویډیو په کتلو تاسو فکر وکړئ چې لاړو ختم شوو؛ خو ژوند روان دی، تاسو د بدلون په پار مټې ونغاړئ. هسې هم هېڅوک نشي کولی د ټولې نړۍ امنیت ټینګ کړي؛ خو لږ تر لږه د خپلې اروا امنیت وساتئ.

۲- لنډه موده د خبرونو او داسې خپرونو له څارولو لاس واخلئ چې دم و ساعت خپګان درکوي. په ټولنیزو رسنیو کې شته داسې خپرونې چې ټول تمرکز یې د جګړو د صحنو انځورول او د جنګ ځپلو ځایونو د ویډيو خپرول وي. پکار ده چې د اروايي سکون په موخه موقتاً دا خپرونې له نوملړه وغورځوئ.

۳- پر فېسبوک، ټویټر او نورو رسنیو هغه پاڼې مه څارئ (ان فالو یې کړئ) چې تاسو ته منفي خبرونه درکوي. داسې کسان چې دا خبرونه تل څاري او خپروي یې هم، ډېر ژر پر اروايي نابرابري یا سرګردانۍ اخته کېږي.

۴- په ټلویزیون کې د سوداګریزو اعلانونو یوه برخه دا ده چې پرتلیز انځورونه یو ځای کوي، مثلاً دا په وینو لړلي انځورونه ښه دي، که دا تک شنه ځایونه؟، داسې شیان خپرول پخپله اروا خپه کوي. د ماشوم په وینو لړلی انځور، په وینو ککړ سړک… خپرول هېڅ مانا نه لري. یو ځل چې خپور شو، ژورنالیستي دنده پر ځای شوه، بیا ځلي او بیا بیا خپرول یې د ټولو کورنیو ماشومان اندېښمنوي چې موږ داسې ټولنه کې ژوند کوو چې ټکی رحم پکې نشته. پکار ده چې هم ځان هم ماشومان د دې څيزونو له لیدو لرې وساتئ.

۵-  د خوب وخت کې ټلیفون، ټبلېټ او نور الکترونیکي توکي له ځانه لرې کړئ. فېسبوک، ټویټر، مسینجر، وټس اپ ګول کړئ او ټول تمرکز پر خوب کړئ.

۶- د خپه کوونکو خبرونو پر ځای هیله بښونکي چینلونه، مثبت اندې پاڼې او کسان وڅارئ چې ژوند ته مو تمه پیدا شي. هغه ځایونه پیدا کړئ چې خبره ټوله د پرمختګ او بریا درته کوي. باید هېره نشي چې ژونالیستان د دې اروايي ضربې په لومړۍ لیکه کې دي؛ ځکه تر ټولو دمخه د پېښې ځای ته ځان رسوي او هر څه د سر په سترګو ویني. موږ ته بویه چې تر هغوی په خپل ځان کې د دې ګواښونو کچه راټيټه کړو او مثبت اندۍ باندې تمرکز وکړو.

۷- کومېډ (خندنۍ)، جالب مینه‌ییز (رومانټیک)، علمي، تفریحي، بوختوونکي مسایل او ويډيو وګورئ چې فکر مو بدل کړي. د یوه بد خبر تر اورېدو وروسته سمدستي خندوونکې خپرونې یا فلمونه وګورئ چې د خپګان کچه مو لوړه نشي او هر څه تنظیم یا متعادل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ