مارچ 9, 2021

هغه درې برخې چې ټولې اخلاقي نيمګړتياوې ترې سرچينه اخلي

Advertisements

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
ښايي دا تاسو ته جالبه وي چې ټولې اخلاقي نيمګړتياوې له دې درې برخو: رنځ، عصبانيت او ډار ( د ځان د بوختيا مثلث )! څخه سرچينه اخلي.
۱- رنځ: زموږ د هغو تېرو وختونو او کړنو په اړه غبرګون دی چې ترې خوښ نه يوو او زموږ په خوښه مخ ته نه دي تللي.
۲- عصبانيت: د اوسني وخت او حال پر وړاندې زموږ او تاسې مخامخېدل او د واقعيت څخه انکار کولو په موخه غبرګون ښودل دي.
۳- ډار: هغه احساس دی چې موږ يې د راتلونکې په اړه لرو او له دې مو وېره وي چې ګواکې فلانی شی يا فلانی کار او خبره به څنګه کېږي او معمولا د هغه ناپېژندو په اړه فکر او سوچ وي چې ورسره مخ شوي نه يوو.
خو د دې پورته درې خپل مشغولۍ يا د بوختيا مثلت څخه د خلاصېدو حل لارې څه دي؟
د رنځ پر ځای قناعت او منښت اختيار کړئ!
د عصبانيت پر ځای مينه اختيار کړئ!
د ډار پر ځای باور او اراده اختيار کړئ!
پرته له شکه چې حال به مو ښه شي، يو ځلې يې وازمايئ.