Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د مرورتیا او پخلاینې په اړه اړین ټکي

  • ژباړه: ملیحه ناصري

د عاطفي اړیکو پرېکون رښتیا هم سخت دي، ځکه یو بد خبر یا اورېدل کېږي یا ور اورول کېږي. په ګډ ژوند کې ځینې وخت خاوند او مېرمن له داسې شرایطو سره مخ کېږي چې د یوه هم نه خوښېږي. هره خبره سپکاوی ورته برېښي او همدا چاره پر شخړه او خپګان بدلېږي. که دا وړې شخړې سمې مدیریت نشي، پر غټو ستونزو بدلېدی شي.

په خواشینۍ سره موږ د خپګان او غوسې په اړه سم نه پوهېږو، د دې پر ځای چې د اړیکې د پرېکون له امله خپګان راکم کړو او حداقل ته یې ورسوو، لا هم اخته یو داسې کارونه کوو چې مقابل لوری هم په بد وضعیت کې ایسار کړو، ځکه موږ فکر کوو دا څه چې زه یې کوم بېخي صحیح دي، دا د دې لپاره چې پر خپلو کړنو کره‌کتنه هم نشو کولی. د زوجینو یا زموږ په ژبه د خاوند او مېرمنې تر واده وروسته نابلدي همدومره بسنه کوي چې کله یې شخړه شي او غوسه شي یو پر بل چیغې وروهي، ښکنځل (کنځا)  پیلوي، نامناسبې خبرې، سپکاوی او بېځایه قضاوت کوي، مقابل لوري ته دا احساس ورکوي چې ګڼې بې لیاقته دی. په پای کې مقابل لوری له یوې نړۍ بې لیاقتۍ احساس سره یوازې پرېږدي او ترې ځي. مالومداره ده چې له دا ډول ناسمو احساساتو سره د یو چا پرېښودل، هغه دومره خپه کوي چې نور یې له شاوخوا ټولو نرو او ښځو کرکه کېږي.

زه ښه یم، خو ته نه یې:

ځینې کسان تر هرې غوسې وروسته د مقابل کس په اړه قضاوت کوي. ځینې آن کور پرېږدي څو په ډاګه کړې یې وي چې د یاد داستان ښه انسان زه وم، ځکه کومه ګناه یا ظلم نه کوم او ځم، ترمنځ دا ظالم ته یې. په دې تېروتنې سره دا اړیکه د پرېکون او جدایۍ په لور کاږي. ته ښه نه یې، زه ښه یم، دا هغه کیسه ده چې تل په ګډو ژوندونو کې رامخته کېږي او د ګډ ژوند تود میدان سړوي. خصوصاً هغه وخت چې د ګډ ژوند یو لوری (مخاطب) داسې کس وي چې نزاکتونه ساتي، پټه خوله وي او نه غواړي چې څوک سپک کړي. دا غوسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې فکر کوي په دې سره کولی شي مقابل کس ښه کنټرول کړي او کوم فشار چې د ژوند پر ملګري/ ملګرې یې واردوي، هغه ته دې اړ باسي چې د مجبوریت له امله د ده ټولې خبرې او غوښتنې ومني. دا ډول کړنه د ځان خوښونې څرګندویي کوي، ځکه له مقابل کس څخه د خبرو حق اخلي.

د خپګان په اړه پینځه ټکي:

خپه کېدل یا غوسه کول د هغو کړنو پر وړاندې غبرګون ښودل دي چې له سمې لارې غبرګون نشي ښودلی. دا ډول خپګانونه په ګډو ژوندونو کې دود دي یا هم ډډه نشي ترې کېدلی. دا ډېره اړینه ده چې خاوند او مېرمن د خپګان او غوسې په اړه مالومات ولري. دا کړنې عملي کړئ چې اوس یې درته وایو.

– لومړی مو خپل شخصیت وپېژنئ!

ارواپوهان وایي خپګان یا غوسه د هغو کسانو نښې دي چې دروني احساسات پالي، جرأت یې لږ وي، کمزوري، شرمندوک، مرموز او بې خبرو وي یا کمې خبرې کوي، غوښتنې یې ډېرې وي، خو احساسات او عواطف نشي څرګندولی. نو د دې لپاره چې د ګډ ژوند وکوه او مکوه کابو کړی شئ، خپل شخصیت مو لږ اصلاح او وپېژنئ.

– د رټلو لوبه مه پیلوئ!

کله مو د (عاطفي الزایمر) نوم اورېدلی؟

ځینې وخت له سړي هېر شي چې مقابل لوری یې د ژوند ملګری/ ملګرې ده. سترګې پټې او خوله خلاصه کړي، خپلې ګیلې پیلوي. هیچیشي ته پام نه کوي. دا هاغه کسان دي چې خاوند/ مېرمن یوازې رټي او د وجدان له عذابه یې ځوروي، ځکه دوی نه غواړي د پېښې شوې ستونزې مسوولیت ومني او هڅه کوي ټوله ملامتي پر مقابل کس واچوي. د جګړې پر وخت چې نوره خبره خلاصه شي د هغه/ هغې پر کمزوریو (منفي ټکو) تمرکز کوي، زړه یې چې خالي کړ، نو بدَر له کوره وځي. دا کار یې د دې لامل کېږي چې خاوند/ مېرمن یې درې ځلي ضربه وویني: یو هغه وخت چې شخړه پیلېږي، دویم کله چې داسې څه ورته ویل کېږي چې باید نه وو ورته ویل شوي، درېیم هغه وخت چې له یوې نړۍ سپکاوي او توهین سره یې یوازې پرېږدي.

  • د غوسې یا کور پرېښودو پر ځای به لږ غلي شو: غلي کېدل یا چوپه خوله کېدل باید له اوږدمهاله خپګان او مرورتیا سره توپیر شي، یانې کله چې اوضاع خرابه وه، غلي شئ او مقابل لوری وپوهوئ چې وخت د خبرو نه دی، ځکه احساساتي یو، اوس به چوپه خوله شو، وروسته تر سوچ کولو به خبرې پرې وکړو.

  • د خپلې چوپتیا لپاره وخت وټاکئ: له دغو جملو ډډه وکړئ: (زه غواړم چوپ شم، ځکه ته باید خپلو تېروتنو باندې پوه شې/ زه چوپتیا غوره ګڼم، ځکه حوصله نه لرم) او داسې نورې جملې. د خپلې چوپتیا لپاره وخت وټاکئ او د یادو جملو پر ځای ووایئ چې زه غواړم تر سبا یا تر بل سبا یا هم تر دوو ورځو په دې اړه خبرې ونه کړو.

  • مرورتیا باید پر ځېل ختمه نشي: ډېری وخت مرور کس ځېل هم کوي، په دې سره غواړي مقابل لوري ته بیا ورپه زړه کړي چې ته لا هم پړ او ملامت یې. داسې وخت کې باید لږ مقابل کس ته هم وخت ورکړل شي چې خپلې خبرې وکړي، که همداسې مرور پاتې شئ او ځېل وکړئ، پایله به یې جلاوالی وي.

د اصولي او سمې پخلاینې درې سپارښتنې

  • تر پخلا کېدو مخکې، سوچ وکړئ: مه پرېږدئ چې ډېر وخت مرور پاتې شئ، خو دومره ژر هم مه پخلا کېږئ چې وینه مو لا نه وي سړه شوې. لږ صبر وکړئ چې ارامه شئ او پخلا کېدو ته چمتو شئ، ګيني داسې نه شي چې تر ایرو لاندې سکروټو ته بیا پوکی شي او اور تازه شي. ځان سره یوازې کېنئ او لږ فکر وکړئ.

  • خپله ملامتي هم ومنئ: تل په یاد ولرئ چې له یوه لاسه ټک نه خېژي. وګورئ چې هغه ولې تاسو سره مرور دی. ایا کوم محدودیت یې نه درلود؟ ایا هغه وخت چې تاسو یې خپه کړئ، کومه ستونزه کې خو به نه وو؟ کېدی شي داسې کار مو کړی وي چې ترخه یادونه یې ورپه زړه شوي وي. لومړی مو خپلې تېروتنې هم وارزوئ چې پخلا کېدو ته لاره هواره شي.

  • په ملامت (پړ) پسې مه ګرځئ: بریالۍ جوړه هغه ده چې هر یو ووایي (زه هم په دې اړه مسوول یم). هر یوه چې خپل مسوولیت مالوم کړ، په دوی کې زړور کس دې مخکې شي او د ستونزې حللاره دې پیدا کړي چې ستونزه لري کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: