اقتصاد بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د نړۍ د بدو او ناکامو مدیرانو پنځه‌ویشت ځانګړتیاوې

ژباړه: عطامحمد میاخېل

د ټولو کار و بارونو مدیران د ډېرو زیاتو ګډو ځانګړتیاوو لرونکي دي، خو آیا تر دې دمه مو په دې اړه فکر کړی چې په بېلابېلو مدیرانو کې کومې ګډې مثبتې او منفي ځانګړتیاوې شته؟

د نویو څېړنو پایلې څرګندوي، چې د نړۍ د بدو مدیرانو ترمنځ یو شمېر ګډې ځانګړتیاوې شته. ښایي تاسو هم خپل ذهن کې داسې یو مدیر یا رییس انځور کړئ، چې د نړۍ له بدو مدیرانو او رییسانو څخه ګڼل کېږي، خو څه څیز د دې سبب شوی، چې ستاسو په ذهن کې د هغه مدیر په اړه دا ذهنیت رامنځته شوی دی؟

د یادونې وړده، چې ډېرې زیاتې شخصیتي ځانګړتیاوې شته، چې د ټولو بدو مدیرانو ترمنځ لیدل کېږي، یوه ځانګړتیا یې دا ده، چې هغوی هېڅکله خپل ځان بد مدیر نه ګڼي، بلکې فکر کوي، چې ټول کارونه یې په ښه توګه او د اصولو له مخې ترسره کېږي او ښه مدیر دي.

د دې لیکنې په دوام د نړۍ د بدو مدیرانو په څو ګډو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچوو، که په خپل ځان کې مو دا ځانګړتیاوې پیدا کړې، نو په چټکه توګه یې اصلاح کړئ.

۱ ـــ ښه اړیکه نه ټینګوي

د بدو مدیرانو یوه ځانګړتیا دا ده، چې په کاري چاپېریال کې له کارمندانو سره ښه اړیکه نه ټینګوي. که تاسو په خپل ځان کې دا ډول ځانګړتیاوې رامنځته کړې وي، نو ژر تر ژره یې پرېږدئ او تر شوني بریده له خپلو کارمندانو سره ښه او رښتینی چلند وکړئ.

۲ ـــ ډېر پر خپل ځان مین دي

پر خپل ځان مینېدل په بدو مدیرانو کې یو څرګنده ځانګړتیا ده. هغه افراد چې پر ځان میین شخصیت لري، تل په دې اړه فکر کوي، چې پر خپل ځان د نورو اغېز وسنجوي یا تل غواړي وویني، چې د نورو بریا یا ماتې په دوی باندې څه اغېزه لري، دا په داسې حال کې ده، چې باید په خپل ځان کې دا باور رامنځته کړئ، چې په ډله‌ییز کار کې هېڅ ځان لیدنه او په ځان باندې مینتوب ځای نه لري او دا قانون د ټولې نړۍ د مدیرانو لپاره صدق کوي.

۳ ـــ له بریده زیاته وسوسه لري

ځینې مدیرات تل غواړي، چې د خپلو کارمندانو جزئي کارونه هم کنټرول کړي. که نه شئ کولای خپل ټیم ته په کافي اندازه د کړنو آزادي او خپلواکي ورکړئ، نو له مدیریت څخه لاس واخلئ او هېڅ ټیم مه جوړوئ.

۴ ـــ د کارمندانو ترمنځ توپیر کوي

یو بد مدیر یوازې له یو شمېر کارمندانو سره صمیمانه اړیکه ټینګوي او د کارمندانو ترمنځ توپیر کوي. په کاري چاپېریال کې باید له ټولو کارمندانو سره یو شان چلند وشي او دا صمیمیت او له بریده زیات پام، له کار ځای څخه بهر پورې ځانګړی شوی دی.

۵ ـــ له کارمندانو څخه نامشخصې هیلې لري

کله چې مدیر پر دې نه پوهېږي، چې له خپلو کارمندانو څخه څه غواړي، کارمندان څنګه کولای شي د هغه هیلې پوره کړي.

۶ ـــ د کارمندانو د وېرولو په لټه کې دي

که مدیریتي تګلاره مو داسې وي، چې د ټیم د پرمختګ لپاره له وېرې څخه ګټه اخلئ او کارمندان د یوه کار ترسره کولو ته اړ کړئ، نو باید پر دې پوه شئ، چې ناسمه لاره مو ټاکلې ده، ځکه دا تګلاره د ټیمي کار د پرمختګ لپاره، اخلاقي او سمه نه ده او تاسو هېڅ ځای ته نه رسوي.

۷ ـــ ډېر ژر غوسه کېږي

په بشپړه توګه طبیعي ده، چې په ځینو مواردو کې بې حوصلې یا خپه واوسئ، خو نباید ډېر ژر له بریده تېر شئ او د خپګان د څرګندولو لپاره، په کار ځای کې خپل غږ پورته کړئ.

۸ ـــ د سمې تصمیم‌نیونې وړتیا نه لري

د بریالي مدیر په توګه باید وکولای شئ، په سختو شرایطو کې سم تصمیمونه ونیسئ. که کوم مدیر ونه شي کولای، چې د تر ټولو جزئي مسایلو لپاره تصمیم ونیسي، لکه د غرمې ډوډۍ لپاره تصمیم نیونه، غوره ده چې مدیریت پرېږدي.

۹ ـــ په زیاتره بریاوو کې زیاته برخه د ځان ګڼي

ښایي تاسو د یوه کارمند په توګه ډېر له داسې یو څه سره مخامخ شوي یاست، چې کار تاسو ترسره کوئ او مدیر مو یې په خپل نامه ثبتوي، هېڅکله باید دا کار ترسره نه کړئ، ځکه په کارمندانو کې ښه احساس نه رامنځته کوي.

۱۰ ـــ کارمندان د خپلو تېروتنو په خاطر رټي

هغه مدیران چې په ماتو کې پرته له ځانه، ټول ګرم ګڼي، د مدیریت وړ نه دي. دوی د هغو مدیرانو په وړاندې درېږي، چې د خپلو کارمندانو د ښو کړنو په خاطر، هغوی ته مکافات ورکوي.

۱۱ ـــ په چاپلوسۍ مین دي

چاپلوس کارمندان خپل ټول وخت او انرژي په دې کار باندې لګوي، چې د مدیر په وړاندې ښه ښکاره شي. دلیل یې دا دی چې مدیر له ستاینې او چاپلوسۍ سره مینه لري، خو باید پوه شئ، چې یو ښه او بریالی مدیر، د کارمندانو لېوالتیا په خپل چوکاټ کې لمس کوي، نه د ژبې له لارې.

۱۲ ـــ د خپلو تېروتنو مسوولیت نه مني

د نړۍ ټول بد مدیران، د خپلو تېروتنو مسوولیت نه مني او هېڅکله بښنه نه غواړي، دا په داسې حال کې ده، چې ښه مدیران په ډېرې آسانۍ سره خپلې تېروتنې په خپله غاړه اخلي.

۱۳ ـــ د بدلون پر وړاندې مقاومت کوي

هغه مدیران، چې له بدلون سره مینه او لېوالتیا نه لري او له هغه څخه هر کلی نه کوي، په پای کې خپل ټیم له ماتې سره مخ کوي.

۱۴ ـــ کارمندان درک کولای نه شي

هرومرو تاسو هم ورسره مخ شوي یاست، مدیر هغو زحمتونو ته په نه پام سره چې ګاللي مو دي، حتا یوه مننه یې هم نه ده درنه کړې. د کارمندانو نه در کول او دغه راز له هغوی څخه منندوی نه اوسېدل، د دې سبب ګرځي، چې د افرادو روحیه کمزورې شي او هېڅ بریا تر لاسه نه شي.

۱۵ ـــ ټیم ته د انګېزې ورکولو وړتیا نه لري

بد مدیران خپلو کارمندانو ته انګېزه نه ورکوي او له خپلو کارمندانو څخه د ښې ګټه اخیستنې وړتیا نه لري.

۱۶ ـــ کله چې د ترسره کولو لپاره ډېر کارونه وي، ورک کېږي

د بدو مدیرانو ځانګړتیا دا ده، چې د کار ځای په شاوخوا کافي شاپونو کې چای څښي او له بهر څخه کارمندان مدیریت کوي. کله چې د بېلابېلو کارونو د ترسره کولو لپاره، د هغوی حضور ته اړتیا وي، په لاسرسي که نه دي.

۱۷ ـــ د ستونزو په راښکاره کېدو، له سترګو څخه پناه کېږي

د نړۍ د بدو مدیرانو شخصیتي ځانګړتیا دا ده چې د ستونزو په اړه څه اورېدل نه غواړي او له ننګونو څخه تېښته کوي. کله چې کارمندان یې له ستونزو سره مخامخ کېږي، په لاسرسي کې نه دي، چې ستونزې حل کړي.

۱۸ ـــ د فکر محدوده بڼه لري

کله چې کوم مدیر محدود لید ولري، نو کارمندان هم په سم تګلوري باندې نه روانېږي او دا مسئله د ټیم د غړو د ستړیا سبب کېدای شي.

۱۹ ـــ پر هغه څه باوري نه وي چې وایي یې

ځینې مدیران د کارمندانو په حضور کې، هغوی ستایي، خو په خپل ذهن او زړه کې بل نظر لري، دا کسان د یوه کار و بار د لارښونې لپاره ښه مدیران نه دي او باور پرې باور نشو کولای.

۲۰ ـــ ناواقعي تمې لري

ډېره ښه ده چې د یوه مدیر په توګه له خپلو کارمندانو څخه مشخصې تمې ولرئ، ځکه چې ناواقعي او د نه لاسرسي وړ تمي، یوازې د کارمندانو د ناهیلۍ سبب ګرځي. یو ښه مدیر کولای شي، د واقعي او سمو تمو او د غیر واقعي او ناسمو تمو ترمنځ توپیر وکړي.

۲۱ ـــ یوازې پر کار تمرکز کوي

د بدو مدیرانو له ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده، نه شي کولای چې د کار او ژوند ترمنځ توازن ټینګ او رامنځته کړي. هغوی د ورځې ډېر ساعتونه د کمپیوټر تر شا کېني او له کار ځایه  بهر له خپلو کارمندانو سره هېڅ اړیکه نه لري.

۲۲ ـــ د کارمندانو لټۍ او ټنبلۍ ته هېڅ پام نه کوي

هغه مدیران، چې د خپلو کارمندانو لټي او ټنبلي توجیه کوي او نالیدلي یې نیسي، نو د نړۍ د بدو مدیرانو په کتار کې راځي. کله چې د ټیم یو له غړو څخه په خپلې لټۍ سره د دې سبب ګرځي، چې په نورو باندې ډېر زیات فشار راشي، نو دا مسئله به په بشپړه توګه د دې سبب شي، چې د ټیم غړي له هغه څخه کرکه وکړي، خو یو ښه مدیر نباید اجازه ورکړي، چې داسې یو څه رامنځته شي.

۲۳ ـــ ریا کاران دي او د دوو کسانو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي

هغه مدیران، چې تل په کاري ټیم کې د ستونزې د راولاړېدو او د دوو کسانو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کېدو په لټه کې دي، باید د مدیریت دنده خوشې کړي. په بشپړه توګه دا کسان نه شي کولای، بریالي او وړ مدیران واوسي.

۲۴ ـــ تل پر خپلو کارمندانو ملنډې وهي

هغه لا چاره کارمندان، چې د دې مدیرانو له باورونو سره موافق نه وي. په دې وخت کې بد مدیران د جزئي مسایلو لپاره هم کارمندان جریمه کوي او ملنډې پرې وهي.

۲۵ ـــ د کارمندانو سپکاوی کوي

بد مدیران معمولاً د ټولو پر وړاندې د خپلو کارمندانو سپکاوی کوي او وایي چې د کارمندانو سپکاوی، د هغوی د انګېزې د لوړېدو سبب ګرځي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ