ژباړه: پلوشه فضلي
د کاناډا مېګما سټر پوهنتون له څېړنو وروسته هغه بد عادتونه په ډاګه سوي دي چي شوني دي د فلج په ناروغي مو اخته کړي او هغه په لاندي ډول دي:
۱ـ مهالوېش نه درلودل
د دوی په وینا هر انسان باید په خپل ژوند کي ځان ته مهالوېش ولري، چي څه وخت خوب او څه وخت کار وکړي. که چېري ستاسي د کار او خوب وخت مالوم نه وي؛ کله د شپې او کله د ورځي کار کوئ، نو دا کار دماغ ته د ویني پر رسېدو باندي اغېزه کوي او د فلج ناروغۍ سبب کېږي.
۲ـ ډېر وخت پر يوه ځای کښېنستل
هغه خلک چي خپل ډېر وخت د تلوېزیون یا کمپیوټر مخ ته تېروي، د دوی په وجود کي د فلج خطر زیاتېږي. د دوی د څېړني له مخي، هره ورځ څلور ساعته د سکرین مخی ته کښېنستل د ویني د شریانونو مریضي جوړوي چي له وجي یې د فلج خطر زیاتېږي.
۳ـ تر حد زیات یا کم خوب کول
لږ یا تر حد زیات خوب دماغ ته د ویني رسېدو مخنیوی کوي. دوی وايي چي زیات خوب د فلج لامل کېږي. د دوی په وینا د خوب په وخت کي د تنفسي سیسټم ستونزي هم د فلج کېدو امکانات زیاتوي چي بیرته روغېدل یې ستونزمن دي.
۴ـ د سرې غوښي زیات استعمال
څېړنه ښيي چي په سرې غوښه کي موجود پروټین وینه رسوونکي شریانونه بندوي. هغه خلک چي ډېر له سرې غوښي څخه استفاده کوي، ۴۷ سلنه د فلج په ناروغي اخته دي. دوی باید د غوا او د وزې د غوښي له خوړلو څخه ډډه ونه کړي، بلکي په مناسبه اندازه دې وخوري.
۵ـ د ویني فشار
د ویني فشار د خاموشه قاتل په نوم هم یادېږي. دا مرض د ویني شریانونه زیانمنوي، چي په نتیجه کي د زړه د حملې یا فلج په ناروغي اخته کېږي. که د ویني فشار لرئ؛ نو د مالګي استعمال کم کړئ او ورزش وکړئ، چي دا یې تر ټولو آسانه نسخه ده چي د ویني د فشار د کنټرول او ۴۸ سلنه د فلج خطر کموي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ