د بدو عادتونو پریښودل

ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول بد عادتونه لرو، چې خوښېږي مو پرېیږدو، خو د هغو د بدلون لپاره اړینه اراده نه لرو. تاسو پوهېږئ، چې فېسبوک یا انلاین لوبو ته ډېر کم وخت ځانګړی کړئ یا ښایي څو څو ځله مو هڅه کړې وي، چې سګرټ څکول پرېږدئ یا حتا د ډېرو ورزشي تمرینونونو په اړه فکر کول، چې په تاسو کې ستړیا را منځته کوي.
هر عادت، چې د پرېښودلو لپاره یې هڅه کوئ، مهم نه دی، چې څه ډول عادت وي. په احتمالي توګه تاسو د بریا راز نه دی موندلی. هڅه او لټون بسنه کوي، نور مه خواشیني کېږئ، تاسو کولای شئ، چې بد عادت مو پرېږدئ. دلته د څېړنکو په اوو ټکو باندې رڼا اچوو، چې په دې برخه کې یې څېړنې کړې دي:
۱ ـــ د عادت بدلون آسانه کار نه دی:
لکه څنګه، چې له نوم څخه یې څرګندېږي، هغه عادتونه دي او ځکه عادت ستاسو په دننه کې رامنځته شوی دی، نو پرېښودل یې سخت او ستونزمن کار دی، ځکه چې موږ په خپلو عادتونو پورې تړلي یوو، موږ تر ډېره خپل ورځني کارونه د عادت له لارې ترسره کوو، که چېرې په کوم کار باندې عادت ونه واوسو، نو باید هره ورځ یې د ترسره کولو په اړه فکر وکړو، کله چې د خپلې دندې په لور ځئ او د موټر چلونې په حال کې یاست، نو د خپل عادت په وسیله، له ټرافیکي قوانینو څخه پیروي کوئ. موږ دا زده کړي، داسې کار وکړو، چې په ژوند کې د همیشه والي سبب ګرځي.
۲ ـــ د عادت مهم لامل پیدا کړئ:
ټول عادتونه زموږ په ژوند کې رول لوبوي، هرسهار د غاښونو مسواک وهلو عادت، د غاښونو روغتیا پال ( ډاکټر ) ته له ورتګ څخه مخنیوي کوي. تاسو دا عادت لرئ، چې په کار ځای کې لومړی خپل برېښنا لیک چک کړئ، په دې کار سره خپله ورځ تنظیموئ. بد عادتونه هم له دې اصولو او قواعدو څخه مستنثنی نه دي، هغوی د ځان لپاره ځانګړې کړنې لري. ځینې کسان د ځان د آرامولو لپاره خوړو ته پناه وړي او ځینې هم له موخې پرته په انټرنېټ کې ګرځي او لټون کوي، چې د دوی دا کړنه، له خپلو اولادونو او همکارانو سره اړیکه پیکه کوي، یا ځینې نور د فکر آرامتیا لپاره سګرټو ته پناه وړي. په دې ټولو مواردو کې او یا دې ته ورته مواردو کې، موږ بد عادت ته پنا وړو، باید په دې باندې پوه شو، چې هغه عادت زموږ په ژوند کې څه رول لوبوي او له پایلو یې خبر واوسو.
۳ ـــ اصلي ستونزه حل کړئ:
ځیني وخت د ستونزې حل کول نسبتاً آسانه کار وي، نو په دې ترتیب، د خپل عادت لپاره ځای ناستی چلند پیدا کړئ. د بېلګې په توګه ځینې داسې عادت شوي، پرځای د دې چې سبا ناری وکړي، په ځینو نورو څیزونو ځان مړوي، چې کولای شئ سبا ناري ته د ۱۵ دقیقو وخت په ځانګړي کولو سره دا بد عادت لرې کړئ. کولای شئ د هغه بد عادت پر ځای یو مثبت عادت په نظر کې ونیسئ، مثبت کار کولای شي، چې سخت وي، خو په عین حال کې مهم او جوړونکی وي. لکه: د احساساتو د زپلو پرځای د هغو شننه او تجزیه.
۴ ـــ خپل عادت ولیکئ:
په یوه کاغذ باندې د خپل عادت لیکل، د دې سبب ګرځي، چې رښتینی او واقعي معلوم شي.
۵ ـــ د خپل ځان لپاره یو دوست پیدا کړئ، د هغه په ملاتړ سره، کولای شئ، په ښه توګه په خپلې موخې باندې تمرکز وکړئ:
له یوه ملاتړ کوونکي او حامي سره کار کول، کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل بد عادت له ریښو سره، له منځه یوسئ او پر ځای یې ښه او مثبته لاره پیدا کړئ. د یوه دوست په اړه مسؤول اوسېدل، له تاسو سره مرسته کوي، چې ترڅو سم تګلوری وټاکئ.
۶ ـــ د خپل عادت د پرېښودو لپاره کافي وخت ځانګړی کړئ:
د کار پوهانو په باور ۲۶ ورځې وخت نیسي، ترڅو یو شخص د خپل بد عادت له شره خلاص شي، خو له بده مرغه دا لید سم نه دی، ځکه بد عادت د شخص په ټول وجود کې ریښې غځولې دي او په ټول بدن کې بنسټیز شوی دی.
ځینې کسان کولای شي، د ۲۸ ورځو په لړ کې خپل بد عادت پرېږدي، خو وروستیو څېړنو څرګنده کړې، چې ډېری کسان ۳ میاشتو وخت ته اړتیا لري، چې خپل بد عادت په بشپړه توګه پرېږدي او پرځای یې یو ښه او مثبت عادت خپل کړي.
ځینې کسان نرمې، خو ځواکمنې تګلارې ته اړتیا لري، چې د ژوند په اوږدو کې ترې کار واخلي. د عادت د بدلون لپاره اړین وخت د افرادو د عادت په ډول، د اروایي فشار په کچې او د شاوخوا خلکو په ملاتړ پورې تړاو لري، نو له همدې امله دا وخت په بېلابېلو کسانو کې توپیر کوي.
۷ ـــ له تېروتنې څخه مه وېرېږئ، ځکه تېروتنه کول، د کار برخه ده:
کابو ټول خلک تېروتنه کوي، خو تېروتنه کول، د تسلیمېدو لپاره دلیل نه شي کېدای، له یوې تېروتنې سره ډېرې تجربې ملې وي. تاسو ته دا درښیي، چې کوم اروایي فشار زېږونکي لاملونه ستاسو ښې موخې ځنډوي او یا کوم بدلونونه را منځته کړئ، ترڅو په سم او مناسب تګلوري باندې روان شئ، په دقیقه توګه فکر وکړئ، چې ولې مو تېروتنه وکړه، سبا بیا هڅه وکړئ او له سره یې پیل کړئ.