ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د خپلو همکارانو په وړاندې دا بد عادتونه پرېږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کاري چاپېریال یو ټولیز ځای دی، چې همکاران باید په هغه کې په سمو چلندونو او اخلاقو او دغه راز په مناسب کار سره په اړیکه کې وي، ترڅو وکولای شي ۸ کاري ساعتونه یو د بل ترڅنګ په ښه توګه تېر کړي. د دې لپاره، چې په کاري چاپېریال کې یو زغم لرونکی فرد واوسئ، په دې هیله چې لاندې عادتونه ونه لرئ.

که داسې احساس کوئ، چې د رییس یا همکار مو تاسو بد ایسېږئ، نو کولای شي دوه دلیلونه ولري، یا هغه بد سړی دی، یا هم دلیل یې تاسو یاست. ښایي په خپله دې ته متوجه ونه اوسئ، خو ښایي ستاسو عادتونه او چلندونه، تاسو په بشپړه توګه یو غیر مسلکي شخص ښکاره کړي. په دې ځای کې د دې چلندونو څو بېلګو ته اشاره شوې ده، چې ښایي تاسو ورسره آشنا واوسئ.

د عصبي چلندونو ښکاره کول

کیلي ګانې ښورول، د پښو خوځول، د نوکانو ژوول، بېځایه د سر او د بدن د نورو غړو ګرول، دا هغه عصبي حرکتونه دي، پرته له دې چې ورته متوجه شئ، نو تکراروئ یې. دا چلندونه هم د نورو حواس ګډوډوي او هم تاسو په ستړي کوونکي کس باندې بدلوي.

کارځای ته په ځنډ سره حاضرېدل

ځنډ په بشپړه توګه بحراني چلند دی. که غواړئ په کاري چاپېریال کې مسلکي چلند وکړئ، نو باید په خپل وخت سره کار ته حاضر شئ.

کاري غونډې ته په ځنډ سره تګ

کاري غونډې ته په ځنډ سره تګ، هم خپلو همکارانو ته بې احترامي او هم د غونډې جوړونکي ته. د نورو په تمه پرېښودل ستاسو ګستاخي او بې احترامي ښکاره کوي.

خپل ځان په ناروغۍ اچول

که له هغه ډله همکارانو څخه یاست، چې هر څو وخته وروسته یو ځل د ناروغۍ په بهانه له رییس سره د رخصتۍ لپاره اړیکه ټینګوي، نباید په خپل کار کې د پرمختګ تمه ولرئ.

منفي ګرایي

د دې عبارت له کارولو څخه، چې دا کار هېڅ اغېز نه لري، هغه کار ډېر سخت او ستونزمن دی، نه پوهېږم څنګه یې پیل کړم، ډډه وکړئ. له رییس، همکارانو او دندو څخه تل شکایت کول، تاسو په یوه غیر مسلکي کارمند باندې بدلوي، که تل ګیله او شکایت وکړئ، نو نور له ځانه تښتوئ، ځکه هېڅ څیز د یو بدبین همکار په اندازه له سړي څخه انرژي نه اخلي.

په یوه شل پوښتنه ایزه مسابقه باندې د هرې دندې بدلول

د احمقانه او ځورونکو پوښتنو په پوښتلو سره، دا ښکاره کوئ، چې نه مو خوښېږي، دا کار ترسره کړئ. کله چې تاسو ته یوه نوې دنده در سپارل کېږي، ټولې پوښتنې په منظمه توګه جوړې او ترتیب کړئ او په سمه توګه یې مطرحې کړئ.

نامنظم اوسېدل

کله چې د خپلو خوړو لوښی په پخلنځي کې خوشې کوئ او له خپلې شاوخوا او دغه راز د خپل مېز له سره ککړ او بېکاره توکي نه لرې کوئ، نو دا د دې ښکارندویي کوي، چې یو مغرور او مسؤولیت نه منونکی انسان یاست. په حقیقت کې ستاسو کاري فضا، ستاسو شخصیت منعکسوي.

د کاري غونډې په لړ کې پرېښاني

ولې وایي، چې د موټر چلونې پرمهال پیغام لېږل تېروتنه ده؟ ځکه انسان نه شي کولای، چې په یوه شېبه کې په دوو څیزونو باندې تمرکز وکړي. د کاري غونډې پرمهال پیغام لېږل، برېښنا لیک استول او یا د ټبلېټ په وسیله په ویب سایټونو ګرځېدل، نورو ته دا ثابتوي، چې هغوی ته هېڅ پام نه کوئ، هغوی پوهېږي، تر کله چې په څوکۍ باندې ناست یاست ذهن مو د چکر وهلو په حال کې دی.

د نورو خبرې پرې کول 

په خپل دې چلند سره ښکاره کوئ، چې نورو ته درنښت او احترام کول هېڅ ارزښت نه لري او زغم نه لرئ.

خپل ځان ستایل

سمه ده، چې زموږ ټولو خوښېږي، کومې بریاوې مو چې ترلاسه کړي او له کومو ښو پېښو سره مخامخ شوي یو، په اړه یې نورو ته کیسه وکړو، خو کله وخت نور هغه ځان ستاینه ګڼي، که تل له هر چا سره په لاره روان یاست، له خپلو بریاوو څخه یادونه وکړئ، یا په لوړ غږ یې په اړه خبرې وکړئ، په اړه یې د غرور په احساس سره خبرې وکړئ او نور د خپلو تېروتنو له امله وځپئ یا د نورو د مبارکۍ په ځواب کې مننه ونه کړئ، نور دا تشخیصوي، چې د باټو وهلو په حال کې یاست.

د شخصي مسایلو په اړه بحث کول

کله چې د خپلو شخصي مسایلو په اړه په کاري چاپېریال کې خبرې کوئ، نو دا ښکاره کوئ، چې د کار کولو پرځای، خپل وخت په خبرو تېروئ او پرځای د دې، چې کاري ستونزې حل کړئ، د خپلو شخصي ستونزو په فکر کې یاست.

بې ځایه مداخله کول

بې ځایه مداخله کول، له ځیرکتیا سره توپیر لري. کله چې پوښتنه کوئ، چې نوی همکار مو څوک دی، یانې ځیرکتیا مو کړې ده، خو کله چې د رییس په مېز باندې ایښودل شویو اسنادو او دوسیو ته په ځیر سره ګورئ، ترڅو ووینئ، چې همکار مو له تاسو څخه څومره لوړ معاش اخلي، نو بې ځایه مداخله او کینه مو کړې ده.

شخصي ټیلیفوني اړیکې

په کاري چاپېریال کې د کورنۍ له غړو سره اړیکه نیول او دغه راز هغوی ته پیغامونه استول، په بشپړه توګه غیر مسلکي او د شرکت د قوانینو پرخلاف چلند دی. دا کارونه کولای شئ د دمې او استراحت په وخت کې ترسره کړئ، خو د امکان په صورت کې باید دا اړیکې او پیغامونه له کاري چاپېریال څخه بهر ترسره شي.

ډله جوړول

ښایي یو له نویو همکارانو څخه مو ستاسو له سلیقې سره برابر نه وي، خو دا دلیل نه شي کېدای، چې له هغه سره، له مرسته کولو څخه وتښتئ، یا ورپسې خبرې وکړئ. باید د ټولو چلندونو په اړه دوستانه واوسئ او دا ښکاره کړئ، چې مدیریتي لید لرئ. باید په خپل چلند باندې پام وکړئ، ځکه په نورو باندې، چې هره نیوکه کوئ، کولای شي ورانونکې اغېزه ولري.

قسم خوړل

له احمقانه کلمو څخه ګټه اخیستنه او پوښتنه را پارونکې خبرې، نه یوازې بدې دي، بلکې ستاسو غیر مسلکي توب ښکاره کوي. په قسم خوړلو سره دا ښکاره کوئ، چې نه شئ کولای آرامتیا ولرئ.    

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل