ټولنیز ژوند

د عادت پرېښودل ولي ستونزمن دي؟

لیکنه: جینیفر کنسټ
ژباړه: نوراحمد فضلي

دې پوښتني ته تر اوسه کوم ښکاره ځواب نسته. ولي چي زموږ عادتونه له څو بُعدي او څو طبقه يي تواناییو څخه تشکیل سوي دي، په حقیقت کښي موږ پوهېږو چي په دې برخه کښي جسمي، ذهني، احساسي، ټولنیزي او تر دې چي معنوي توانايۍ هم نقش لري. مګر سره له دې په یادو ټولو طبقو کښي فهم او درک شتون لري چي ددې فرصت هواروي څو وکولای سو له دې علاقمندیو راووزو. البته زه د يوه ارواپوه له نظره دې مسالې ته ګورم او تر ډېره د ژوند ارواپوهنېز اړخ ته نظر کوم. په اوسني ماډرن عصر کښي د ارواپوهنېز ژوند یو له ډېرو ستونزمنو اړخونو، د سختو او دردناکو احساساتو مدیریت دی. غم، پرېشاني او غُسه ددې احساساتو درې عمده او اصلي عناصر دي چي د ګناه، ستړیا، ناهیلۍ، نا امنۍ، پرېشانۍ، بد خُلقۍ، ستړتیا او تنهایۍ احساس زېږوي. رښتیا دا دي چي موږ د خپلي دباندینۍ دنیا ناوړو پېښو او خطرونو ته اندېښمن یوو او اوس یې وخت دی چي د هغوی سره مخامخ سو.

ځیني کسان بختور دي او کولای سي چي له دې ستونزمنو او سختو احساساتو سره په آسانۍ ژوند وکړي؛ داسي ښيي چي له پوره دروني ډاډ او سکون څخه برخمن دي، چي د دوی دا اند ممکن د دوئ له روزني یا جسمي، رواني او ارثي وضعیت څخه رامنځ ته سوی وي. له دې کسانو ځني ځينې کولای سي چي له عاطفي او احساسي شرایطو سره هم مقابله وکړي. دوی دا حقیقت مني چي ستونزمن او دردناک احساسات یې د ژوند یوه برخه دي او تلاش کوي څو داسي لار پېدا کړي چي له هغوی سره پرې وجنګېږي، چي ډېري له دې لارو یې معقولي دي او یا لږترلږه زیان اړونکي نه دي. دوی ژوند داسي تصوروي چي همېشه د دوی په اختیار کښي نه دی، د سختو او ستونزمنو حالاتو سره مقاومت کوي او له هغوی سره جنګېږي، د ربړو سره مخامخېږي او له هغوی تېښته نه کوي. د اړتیا پر مهال د نورو مرسته کوي. هغوی دا ستونزمن احساسات په اوږدمهاله اند سره درک کوي، هغوی احساسوي، تحملوي ئې، له هغوی سره بلدېږي او د هغوی په شتون کښي خپلي چاري پرمخ بیايي.

بلي خواته، ځیني وګړي له خپلو ستونزمنو او دردناکو احساساتو په شدت ناراحته کېږي چي دا ممکن د هغوی د رواني و ارثي، د هغوی د ترلاسه کړي تربیت او یا د هغو څخه د یوه ترکیب له لحاظه را پیل سي. دا چي دا احساساتو خورا ستونزمن دي او تحملولای یې نه سي – تلاش کوي چي د هغوی له شره ځانونه خلاص کړي. په حقیقت کښي غواړي چي هغوی په خپل کنټرول کښي راولي. د دغسي کسانو له پاره د نورو پر مرستو تکیه کول خورا سخت دي، ځکه په دې کار سره د هغوی دردناک احساسات نور پسي سختېږي چي په داسي اړیکو کښي ترې ډده نه سي کېدلای.

ددې ضررونو د مدیریت له پاره بېلابېلي لاري سته، مګر اعتیاد او بد عادات، یوه جذابه لار معلومېږي. که تاسي د یوې مادې تر استعمال وروسته، په سملاسي توګه ددې دردناکو احساساتو څخه خلاص سئ، دا ستاسو له پاره کافی دلیل کېدلای سي چي تاسي همدې روش ته ادامه ورکړئ او د درناکو احساساتو او ستونزو سره د مخامخ کېدو پرمهال له یادي مادې څخه استفاده وکړئ. ځیني کسان د اعتیاد رامنځ ته کوونکو فعالیتو سره میلان ښيي نه د اعتیاد راوړونکو موادو سره- مثلاً ډېر کار کول، جنسي اړیکه، غذا خوړل او قمار، دا فعالیتونه په تاسي کښي داسي حس رامنځ ته کوي چي فکر کوئ دا ټول احساسات مو کنټرول کړي دي. کنه لږترلږه دومره کېږي چي په دې فعالیتونو سره ستاسي حواس بل لوري ته اوړي او نور دې بدو احساساتو ته فکر نکوئ او حتا یو بد احساس په ښه هغه بدلوئ. دا په خپل ذات کښي خورا یو فوق العاده او جادويي عمل دی. راځئ چي د یوه کوچني له نظره دې قضیې ته نظر وکړو- دا نظر ستاسي په شخصیتي اساس کښي شتون لري. دا بوختوونکي/روږدوونکي فعالیتونه تاسي ته داسي شرایط رامنځ ته کوي چي د خیالي اړخه د ځان له پاره یوه مصنوعي مور ایجاد کړئ. نور تاسي یوې حقیقي مور ته اړتیا نلرئ چي تاسي ته شیدې درکړي او ستاسي څخه ساتنه وکړي. تاسي اړ نه یاست چي سخت کارونه ترسره کړئ او له هغو څخه د خپلي احساسي ودي له پاره استفاده وکړئ. په دې روږدوونکو کړنو سره تاسي د انسانانو د ټولو سختو فعالیتونو څخه لېري کېږئ او لار رالنډوئ. اړتیا نسته چي زجر او سختۍ تحمل کړئ او په تمه سئ، ددې اړتیا هم نسته چي کوم څه مو مور غواړي ترسره کړئ ځکه تاسي خپله له خپلو ستونزو راوزئ، په حقیقت کښي تاسي یو مصنوعی تی لرئ چي د اړتیا پر مهال له هغه څخه شیدې څښئ. آیا څوک سته چي دا شرایط رد کړي؟ په حقیقت کښي د لوږي په شان چي موږ غذا ته ورکاږي. ممکن اوس متوجه سوي یاست چي ولي د عادت پرېښودل ستونزمن دي او په سختۍ سره کولای سو هغه پرېږدو.

په حقیقت کښي د عادت پرېښودل سخت خو دي، مګر ناممکن نه. تاسي کولای سئ د خپل ځان د ارواپوهني له اصولو په درک او خبرتیا سره، دا ستونزي حل کړئ. زه فکر کوم چي یو ارواپوهنېز حل دا دئ چي دا درک کړو چي یوه لنډه او مصنوعي لاره هیڅکله د واقعي هغې په اندازه ښه نه ده او ډېری وختونه ډېره مضره او بده وي. له دې روږدوونکو او بدو عاداتو سره مو د دردناکو احساساتو سره د مقابلې په موخه، هیڅ ستونزه نه حلېږي بلکي ستونزي مو ډېرېږي. په روږدتیا (اعتیاد) او عادت کېدو سره مو هغه دردناک احساسات چي غواړو له هغو خلاص سو؛ زر ځلي لویېږي، د ستړتیا، اضطراب، خښم او ناهیلۍ احساس لا راپکښي ژور ځي او زیاتېږي، دمخه تر دې چي کنټرول ولرو، هغه له لاسه ورکوو. په بل عبارت، ددې له پاره چي عادت مو پرېښی وي؛ باید دا درک کړو چي زموږ دا کړني مو تر خپلي موخي نه رسوي، په حقیقت کښي کله چي موږ دې ټکي ته ورسېږو چي چشي موږ تصوروو له هغو څیزونو سره چي ترلاسه کړي مو دي؛ ځمکه او آسمان هومره توپير لري، موږ ددې موکې لرو چي خپل عادات اړخ ته کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي