د اجی ديوګن او سنجی ليلا ملګرتيا بيا تازه کېږي

تر ۲۲ کلونو وروسته اجی ديوګن د فلمي لارښود سنجی ليلا بنسالي په فلم کې بيا را څرګندېږي.

د باليووډ سېنما مشهور اداکار اجی ديوګن به د سنجی بنسالي په “ګنګوبای کټيواړي” نامه فلم کې رول ولوبوي چې د شوټينګ چاري يې ډېر ژر پيلېږي.

پدې فلم کې اجی ديوګن ته لنډ او تاثري رول ورکول سوی دی.

د ګنګوبای فلم اصلي رول د عاليې بټ دی چې په کشرتوب کې فاحشه وي بیا وروسته د ممبی د کماتيپورا سيمې مشرتوب ته رسېږي.

دافلم د جولای مياشتي په ۳۰مه د پرباس د فلم سره چې د رادهې شيام په نامه دی، په کلش کې ريلېز کېږي.

ديوګن پر خپل انسټاګرام اکاونټ ليکلي چې تر لسيزو وروسته يوځای بيا د سنجی سره کار کوي او ښه احساس کوي.

اجي ديوګن ۲۲ کلونه وړاندې په ۱۹۹۹ز کې د سنجی ليلا په ډايريکټرۍ د سلمان خان سره په ګډ فلم کې چې “هم دل دې چوکې سنم” په نامه وو رول لوبولی.

تر هغه راوروسته د نوموړي ډايريکټر له لورې اجی ديوګن ته ډېر فلمونه پيشنهاد سوي خو رد کړي يې دي،”باجي راو مستاني” يو له رد سويو فلمونو څخه دی چې وروسته رنوير سينګ ته ورکړل سو.

اجی ديوګن په خپل اصلي نامه “ويشال ديوګن” سره په ۱۹۶۹ز د اپريل په دويمه په ممبی کې د سينما هنر ته مخه کړه،پلار يې ويرو ديوګن د هندي سينما د مشهورو ډايريکټرانو څخه دی او مور يې وينا ديوګن هم په سېنما کې پېژندل سوې څېره ده.

د اجی ديوګن لومړنی فلم د “پول اور کانټي” په نامه وو چې خورا وستايل سو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ