سینما او موسیقي

امیتاب بچن د رنویر سنګ له اداکارۍ متاثره شوی

اعلان

د هندي سینما تجربه کار او مشهور فلم ستوری امیتاب بچن وایي، هڅه یې وکړه چې د رنویر سنګ تقلید وکړي خو په کې پاتې راغی.

امتیاب بچن وروسته له هغې د بالیوډ ددغه ځوان اداکار په صفت خوله پرانیسته چې تازه د رنویر سنګ فلم ګلي بوای نندارې ته وړاندې شوی.

دا د رنویر سر په سر څلورم فلم دی چې په باکس افس کې کامیابیږي او ښه ګټه وټه کوي.

د فلم ځینې مینوال وایي، د بالیوډ ښکلې او تکړه اداکارې ډپيکا پډوکون سره واده د رنویر لپاره نیکمرغه شو.

له هغې وروسته چې رنویر د ډپیکا سره کوژدنه کړې او بیا یې واده وکړ ټول فلمونه یې په باکس افس کې په ګټه وټه کې په تول پوره ختلي.

سره له دې چې امیتاب بچن په اداکارۍ کې اوږده سابقه او نوم لري خو په خپله یې د رنویر په صفت خوله پرانیستې، ددغه فلم ستوري له تمثیل څخه پوره متاثر شوی ښکاری او هغه په تقلید کې ناکام شوی.

اردو نیوز ویپاڼې د هندي رسنیو له قوله راخیستي؛ چې نوموتي فلم ستوري امیتاب بچن د رنویر سنګ سره لیدلي او دغه خبرې یې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د رنویر وروستی ریلیز شوی فلم یې کتلی او په خبره یې چې حیرانونکی رول یې په کې لوبولی.

فلم ستوري امیتاب زیاته کړې؛ د سنګ دغه فلم دومره خوند ورکړ چې څو ځلې یې لیدلې.

ده لا پسې ویلي؛ ددې فلم له لېدو وروسته یې د رنویر د تقلید یا رول د کاپې کولو هڅه وکړه مګر ونه توانېده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی