بابراعظم یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په روان سوپرلیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي بابراعظم په یاد لیګ کې یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ.

بابراعظم لومړنی لوبغاړی شو، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې یې خپلې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

هغه دا منډې په ۵۵ انینګزونو کې کړې دي.

بابر په یادو سیالیو کې ۲۰ پنځوسیزې وهلې، خو کومه سلیزه یې نه ده وهلې او ددې ترڅنګ په یوه لوبه کې یې ترټولو ډېرې منډې ۹۰ ناسوځېدلې دي.

 

 

 

د پاکستان په PSL لیګ کې لس مخکښ منډه جوړونکي لوبغاړي

 

۱ـ بابراعظم؛ اسلام اباد یونایټیډ او کراچي کینګز لوبډلو کې، ۵۵ انینګزونه، ۲۰۱۷ منډې، ۹۰ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

۲ـ کامران اکمل؛ پېښور زلمي لوبډله کې، ۶۵ انینګزونه، ۱۷۶۳ منډې، ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

۳ـ شعیب ملک؛ کراچي کینګز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي لوبډلو کې، ۵۴ انینګزونه، ۱۳۷۱ منډې، ۷۳ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

۴ـ شین واټسن؛ اسلام اباد یونایټیډ او کویټه ګلډیټرز لوبډلو کې، ۴۶ انینګزونه، ۱۳۶۱ منډې، ۹۱ ناسوځېدلې منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

۵ـ فخر زمان؛ لاهور قلندرز لوبډله کې، ۵۰ انینګزونه، ۱۳۵۱ منډې، ۹۴ ناسوځېدلې منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

۶ـ محمد حافظ؛ لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو کې، ۵۵ انینګزونه، ۱۲۷۳ منډې، ۹۸ ناسوځېدلې منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

۷ـ سرفراز احمد؛ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې، ۵۳ انینګزونه، ۱۱۸۹ منډې، ۸۱ منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

۸ـ روسوو؛ ملتان سلطانز او کویټه ګلډیټرز لوبډلو کې، ۴۷ انینګزونه، ۱۰۸۹ منډې، ۸۱ منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

۹ـ احمد شهزاد؛ ملتان سلطانز او کویټه ګلډیټرز لوبډلو کې، ۴۳ انینګزونه، ۱۰۷۷ منډې، ۹۹ منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

۱۰ـ رونچي؛ اسلام اباد یونایټیډ لوبډله، ۳۱ انینګزونه، ۱۰۲۰ منډې، ۹۴ ناسوځېدلې منډې یې په یوه لوبه کې ترټولو ډېرې منډې دي.

 

 

وروستي مطالب