ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

بابل معلق بڼ؛ مخینه یې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

په ۱۸۹۸ میلادي (۱۲۷۷شمسي) کې آلماني لرغون‌پېژندونکي روبرت کلدوي د بغداد په ۹۰ کیلومترۍ اوسني عراق د فرات سیند په سواحلو کې د غرق شوي ښار بابل په اړه پلټنې پیل کړې.

بابل چې د عتیق (تورات-د موسی آسماني کتاب) په عهد کې په همدې نامه یاد شوی، په خپل ۳۰۰۰ کلن تاریخ کې د ښار تر دیوالونو پورې وران او بېرته رغول شوی دی. دا ښار له میلاد څخه مخکې په ۶ یا ۵ قرن کې د مقدونیانو او فارسیانو تر سلطنت لاندې راغی.

بابل د بشریت د تاریخ لومړنی ښار بلل کېږي او د خپلو ۳ ودانیو لپاره لکه: د بابل برج،د ښار غټ او کلک دېوالونه او د سمیرامیس معلقه باغونه، چې د خپل وخت د فن او حرفه د خلکو لپاره جنجالي کار وه معروف او مشهور دي.

کلدوي د آلمان- مشرقي (مشرق زمین) شرکت لخوا په برلین کې مأموریت درلود چې د دې ۳ اثرونو په اړه پلټنه وکړي او د ځمکې له تل څخه یې راوباسي.

دې لرغون‌پېژندونکي خپل ۱۸ کاله عمر په د مأموریت کې تېر کړ. ده وکولای شوای چې د بابل برج، غټ معبد او مطبق او همدارنګه درون پر چې د بابل د خدای «مردوک» لپاره جوړ شوی و، وموندي. په هرحال له دې ودانیز اثر څخه چې ۹۰ متره لوړوالی یې درلود او د مربع سطحې پر سر چې هر ضلع یې ۹۰ متره وه جوړ شوی، یوازې څو پایې او ډېرې خاورې د مخروبه آثارو پاتې وې.

کلدوي همدارنګه د بابل دېوال چې د خپلې زمانې عظمت یې نړیوال حیران کړي ول. دېوال په دې اندازه عریض یا برداره و چې دوه ګادۍ په ډېره آسانۍ د یو بل ترڅنګ حرکت پرې کولای شوای. دې دېوال ټول ښار د قصرونو مجتمع او يوه غټه مسطح ځمکه یې رانغښته.

دا ځمکه احتمالاً د هغو کسانو لپاره جوړه شوې وه، چې له دېوال څخه بهر یې ژوند کاوه. چې د جنګ پر وخت پکې خوندي شي. کلدوي له دې لویې ودانۍ څخه هم یوازې یو څو، پایې چې ۱۲ متره لوړوالی یې درلود، وموندلې.

معلقه نامتو ښارونه چېرته ول؟

کلدوي د بابل په هکله له جامع ادبیاتو څخه یوازې کولای شوی يو انځور د بابل بڼ لپاره په خبل ذهن کې مجسم کړي. احتمالاً تر ځمکه لاندې یو ګنبدي طاق یو تراس شکله مرکزي ودانۍ له مطبق تراسونو سره وه.

هر تراس له بل تراس څخه ۵ متره پورته وه او سطح یې په ډبرو د ۵.۴۵ متره په اوږدوالي او ۱.۳۵ عرض باندې فرش وه. دا له ډبرو جوړې سطحې په نورو لایو پټې شوې وې او اخره لایه یېچې ۳ متره وه له خاورو څخه جوړه شوې، اصلي باغ چې حتی کېدای شوای غټې ونې کې وده وکړي هلته وه.

کلدوي خپل ګزارش برلین ته وړاندې کړ، خو دا بریا د څو مودې لپاره وه، ځکه نورو دانشمندانو هڅه وکړه چې ثابت کړي چې دا باغونه هلته چې کلدوي وایي نه دي.

ځینو وویل چې دا معلقه بڼ نشي کېدای چې د ماڼیو په محوطه کې واوسي، بلکې د هغه ترڅنګ دي او ځینې نور په دې عقیده ول چې دا باغونه نه په محوطه کې او نه هم د ماڼیو ترڅنګ دي، بلکه ډېر لرې د فرات سیند څنګ کې موقعیت لري.

جوته نه ده چې کومه فرضیه رښتیا او کومه دروغ ده. دا معما به په راتلونکو کې هم حل نشي. په دې توګه د بابل باغونه، چې د آنتیپاتروس عجایبو ترمنځ یې دویم مقام خپل کړی، نظر نورو عجایبو ته یې په اړه کمه پلټنه شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ