سپورټ کرکټ مخکښان

په یوه کړنه له بابراعظم څخه ټول مینه‌وال ناراضه شول

سپورټ یاران

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د بابر اعظم ګڼ شمېر مینه‌وال له هغه څخه خپه دي.

نوموړی په انګلستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې او همدارنګه د انګلستان په کورنیو یا کاونټي لوبو کې له سمرسېټ لوبډلې سره لوبېږي.

هغه په خپله لوبډلمشرۍ له انګلستان سره تر شل اوریزو لوبو مساوي کولو وروسته انګلستان کې پاتې شو او تر اوسه پاکستان ته نه ستون شوی.

بابراعظم د سمرسېټ لوبډلې په هغه لباس کې ښکاري، په شا یې د ټرېبیوټ په نامه د شرابو د یوې کمپنۍ لوګو او نوم لیکل شوی.

اوس پاکستانیان د هغه په دغې کړنه غوسه دي او له هغه څخه خپه دي.

پاکستاني رسنۍ وایي له دې وړاندې بابراعظم له یادې لوبډلې سره لوبېدلی، خو په خپله وردي یا لباس یې د شرابو د ذکر شوې کمپنۍ نوم نه و پرېښی او د یو مسلمان کرکټر په توګه یې د سمرسېټ لوبډلې ته اجازه یې نه وه ورکړې. خو سږکال یې دا لوګو په خپله وردي پرېښې ده.

پاکستانیان وایي دا کار د دوی د عنعناتو او مذهب خلاف دی.

ازهرعلي هم یاده لوبډله کې له بابراعظم سره یو ځای لوبېږي، خو د هغه په تر اوسه نه دي ویل شوي، چې هغه هم د شرابو لوګوته اجازه ورکړې او که نه.

پاکستانیان شک کوي، چې ښایي بابراعظم د زیاتو پېسو اخیستلو لپاره له لوګو لګولو سره موافقه کړې وي.

افغان لوبغاړي او په مختلفو لیګونو کې د لوګو نه لګول

راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او ګڼ نور افغان لوبغاړي په د نړۍ شاوخوا لسو سوداګریزو کرکټ لیګونوکې لوبېږي، خو تر اوسه د شرابو یوې کمپنۍ سره د لګو د لګولو موافقه نه ده کړې او حال دا چې له افغان لوبغاړو او افریقایي هاشم امله څخه له دې امله پېسې هم ګرځول کېدلې.

دلته د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې لوبډلمشر ټراوېس هېډ وردي ګورو چې مخامخ پرې د شرابو د کمپنۍ ویسټ اېنډ نو لیکل شوی خو دا راشدخان په لباس دا نوم نشته.

Screenshot_2020-09-09-17-26-21-03.png

Screenshot_2020-09-09-17-28-11-93.png

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ