بابراعظم: په دې بد وضعیت کي د هندي خلګو لپاره دُعا کوو

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دې بد وضعیت کي موږ له هندي وګړو سره یو او د دوی د ساتلو لپاره خدای ته دعاوي کوو.

بابراعظم پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، ددې وخت دی، چي موږ له هند سره په دې بد وضعیت کي یوځای واوسو او له دوی سره مرسته وکړو.

هغه لیکلي:

«د کورونا وبا په دې لویه فاجعه کي موږ هند ته دعا کوو، ددې وخت دی چي یوځای والی غوره کړو او د ساتلو په موخه یو او بل دعاوي وکړو، زه همدارنګه د هغو ټولو کسانو څخه غواړم، چي په هند کي اوسي د کورونا ویروس د ساتني په موخه کلک چمتوالی ولري.»

 

 

بابراعظم وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چي په هندوستان کې کورونا وبا خورا په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده او هره ورځ په دې وبا زرګونه هندي وګړي اخته کیږي او ورڅخه مري.

 

د بابراعظم دا څرګندونو پر ټولنیزو رسنیو د ډېرو خلګو پام ځانته اړولی؛ ځکه د پاکستاني او هندي لوبډلو ترمنځ هر وخت خورا کشمکش وي او د سیاسي اختلافونو له امله یې لوبغاړي هم له یو بل سره خورا په ضدي حالت کې دي.

 

وروستي مطالب