بابراعظم غوره دی که کی ایل راهول؟

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
تاسې به د کرکټ نړۍ کې دوه ځوان او تکړه توپ‌وهونکي پاکستان بابراعظم او د هندوستان اوپنر توپ‌وهونکی کی ایل راهول پېژنئ، دوی دواړه وړ لوبغاړي دي، خو د دوی د وړتیاوو څرک د کرکټ نړیوالې شورا له درجه‌بندۍ هم لګېدلی شي.
بل پلو د کرکټ مبصرین هم د دوی په اړه تبصره کړې ده، چې دې برخه کې یو مبصر د اسټرالیا برېډ هاج دی.
ځینې وختونه ننداره‌کوونکي او د کرکټ مینه‌وال داسې کوي، چې لوبغاړي د خپل نظر  له مخې پرتله کوي.
اسټرالیایي برېډ هاج ویلي چې له شک پرته بابراعظم د نړۍ غوره کرکټ توپ‌وهونکی دی، هغه د ۲۰۱۹ تر پایه وکولای  شول، چې په شل اوریزو لوبو کې د لومړۍ درجه توپ‌وهونکي په توګه ځان ثابت کړي او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام وساتي.
د هند کرکټ لوبغاړی کی ایل راهول یو له چټکو او تجربه کاره توپ‌وهونکو څخه دی، ده وکولای شول چې د ۲۰۱۹م په اوږدو کې سخت مزل وکړي او د منزل پر لور چټک ګامونه واخلي.
لوکېش راهول اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې دویم نمبر توپ‌وهونکی دی.
بابراعظم ۸۷۹ نومرې لري او کی ایل راهول بیا ۸۲۳ نومرې ترلاسه کړې او د سل غوره شل اوریزو لوبو په توپ‌وهونکو کې یې دویم مقام ته ځان رسولی دی.
بابراعظم په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د پینځه غوره توپ‌وهونکو په قطار کې ولاړ دی.
کی ایل راهول په ۲۰۱۶م کې لوبډلې ته راغلی او ۳ کلونوکې یې وشو کولای چې ځان د غوره توپ‌وهونکي په توګه ثابت کړي او شل اوریزو لوبو کې دویم مقام خپل کړي.
خو بل پلو بابراعظم هم په ۲۰۱۶م کې د پاکستان لپاره د لوبو پیل کړی دی.
په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې لوکېش راهول په لسو غوره توپ‌وهونکو کې نشته، خو بابراعظم بیا شامل دی.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.